رهبر…

که دیوې ډلې مشر ومري نو لښکریان یې په دې فکر کې شي چې باید وړ مشر وټاکل شي، خو که چیرته رهبر بې پلانه، کم فکره بې غوره وي نو د مړه رهبر نه یې زیان ډیر ده چې بیلګه یې پدې جملو کې لوستلی شئ.

مثلاً در‌ې کورنۍ دي د ورورڼو په شمېر، عمر او شتمني کې سره سیالان دي خو موهیمه ازموینه چې وخت یې ترې اخلي دچافکر ده او دچا نه، دلته چې کومه رهبري ده کوچنۍ ده خو ارزښت یې لوړ ده یعنې له مشرانو نه داسې ثمره په لاس راځي چې دده د ویاړ او غزت سبب ګرځي او هم به یې ټولنیز مسؤلیت ادا کړی وي، نو وخت ددې دریو کورنیو سرنویشت په خورا ډیر توپیر راڅرګندوي دهغو کورنیو راتلونکی ډیر روښانه او ابرومند دي کوم چې د نورو په فکر وړاندې تللی او د یوه یې بیا ژوند ډیر د مشکلاتو او تیارو ډک دي چې یوازې دځان بقا او حوساینه غوښتې ده دې رهبر یوازې خپل ژوند تیاره نه کړ بلکې د خپل کوچني لښکر دملاتیر یې تل ترتله مات کړ نه یې سیالي وکړای شوه او نه یې هم خپل اهداف تر لاسه کړل.

دبریالي رهبر ځانګړنې.
۱- دغوره پلان درلودل، لنډ مهالی، منځ مهالی او اوږد مهالی پلان دیوه هوښتیار رهبر ځانګړنه ده.

۲- له ځانه دپشت کار درلودل پدې مانا چې که ما دحالتو سره تغیر وکړ نو باید چې مټ وزر ولرم چې د بدو حالتو په وړاندې راسره مبارزه وکړي.

۳- له ځانه زیات پام په ډله کې په هغه چا وکړي چې حساب پرې کیدای شي.

۴- ګټې باید مشترکې ولري چې په لاسته را وړلو کې یوازې نه پاتې کیږي.

۵- خپل دلاس لاندې کسانو ته د ارزښت په سترګه کتل ،نظر یې اوریدل له توهین اوسپکاوي یې ډډه کول. 

۶- دخپل هر کس درک کول دهغه لپاره موخه، ځای ټاکل چې زما کس په کومه برخه کې وړتیا لري. 

۷- غوره مشر هغه ده چې په خپل ورځني ژوند کې هر ډول لویه او کوچنۍ لاسته راوړنه ولري احسان یې په ټیټه طبقه وانه چوي.

خو بل لورته بایلونکی رهبر پورته ذکر شوي هر څه سرچپه مخ ته وړي چې په پایله کې یې لوی زیان هم دای ګوري او هم یې ټیټه طبقه له خاورو سره خاورې کړي وي، نو باید هر رهبر که د کورنۍ، کلي او یا هم دقوم په سطحه وي په خپلو تیروتنو سره هم لارویان ورک مزلي نه کړي خپلې تیر وتنې ومني په فکر کار وکړي که څه هم اوبه له ورخه تیرې وي کومه ګټه نه کوي خوبیاهم کولای شي دټولو ماتو ګوته ځانته ونیسي.