د ملي بېرغ د ورځې په مناسبت، د بېرغ اړوند ځينې مهم مسايل په دې ليکنه کې ولولئ!

د زمري اوومه  افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځې په نوم سره لمانځل کيږي. په همدي پار دملي بیرغ په اړه ځینې مهم معلومات دلته شریکوم.

د افغانستان د بيرغ رنګ:
دافغانستان بیرغ له دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.

دافغانستان دبیرغ رنگونه د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان لخوا داسې څرگند شوي، تور رنگ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنگ د هېواد د آزادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه، زرغون رنگ د هېواد د آزادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختگ او زرغونېدو نښه. په بله وينا د ښکېلاک په تور تم کې د هېواد د آزادۍ لپاره شهيدو مجاهدو وينه توی کړه او آزادي يې وگټله اوس د هېواد د بيا زرغونېدو او پرمختگ وخت دی. د اماني پېر نه وروسته د افغانستان په ملي بيرغ کې گڼ شمېر بدلونونه راغلل چې تر ټولو لوی او څرگند بدلونونه د خلقيانو د واکمنۍ پر مهال، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ليدل کېږي.

د افغانستان همدا اوسنی بیرغ د افغانستان د اسلامي دولت د انتقالي ادارې لخوا په ۲۰۰۲ ز. کال کې د هېواد د ملي بيرغ په توگه وټاکل شو. 

دا بيرغ د افغانستان د پاچايي ۱۹۳۰-۱۹۷۳زېږدي کالونو بیرغ ته ورته دی. خو يوازينی توپیر چې د پاچايۍ د وختونو او د اوسمهالي بیرغ په بڼه کې ليدل کېږي هغه د بیرغ په نښان کې د شهادت کلمه ده. په ۲۰۰۴ ز. کال کې د بيرغ په نښان کې د لږ بدلون په راوستلو سره، دا بيرغ د افغانستان رسمي بيرغ په توگه وپېژندل شو.

د بېرغ اندازه:
د افغانستان د بېرغ سور (عرض) معياري اندازه يو متر او پنځه ويشت ساتني او اوږد والى (طول) د هغې د عرض دوه برابره دى. البته دغه اندازه د بېرغ استعمال او استفادې ايجاب ته په کتو چې بېرغ ور باندې نصب يا پورته کېږي، په تناسب سره کوچنۍ يا لويه کېداى هم شي.

د بېرغ د استفادې رسۍ:
د افغانستان د بېرغ د پورته کولو او راښکته کولو لپاره له فولادي رنګه رسۍ څخه استفاده کېږي. رسۍ په غبرګه توګه د لاستي د پورتنۍ برخې د قبې له لاندې څخه د پارچې د ساتنې په صندوق پورې دوام پيدا کوي.

د بېرغ نصب کول:
د افغانستان بېرغ د ودانۍ دپاسه يا د ودانۍ په منځ کې او يا د ننوتلو په دروازه کې نصب کېږي. که چېرې يو بنسټ خصوصي بېرغ هم ولري؛ نو د نصب په وخت کې د افغانستان بېرغ ښي اړخ ته او د خصوصي بنسټ بېرغ کيڼ اړخ ته نصب کېږي.

د بېرغ د پورته کولو ډول:
د افغانستان بېرغ په چټکۍ پورته او په ورو راښکته کېږي، د سپورتي مراسمو او نورو مواردو پر وخت د بېرغ پورته کولو سره ملي سرود غږول کېږي. د دې تر څنګ په متروکه، نيم کاره، مخروبه او هغوى ته په ورته ودانيو باندې د بېرغ پورته کول مجاز نه دي. همداشان د افغانستان په الوتکو باندې د بېرغ پورته مجاز نه دي، د دې پر ځاى  د افغانستان بېرغ په لومړۍ ننوتونکې دروازه باندې رسمېږي.

د افغانستان له بېرغ څخه د استفادې ممنوعیت:
په لاندې حالاتو کې له بېرغ څخه استفاده نه شي کېداى:
1: په هغه صورت کې چې پارچې يې زړې او ورستې شوي وي.
2: په هغه صورت کې چې رنګ يې له لاسه ورکړى وي او کمرنګې شوي وي.
3: په ښکلاييزو ظروفو او ځمکنۍ نقليه وسايطو کې.
4: په جامه او نورو اضافه شيانو کې.
5: د حيواناتو او ځمکنۍ نقليه وسايطو لپاره د ګټې اخيستلو په شيانو کې.

د افغانستان بېرغ ته سپکاوى:
هغه شخص چې ملي بېرغ ته په علني ډول د سپکاوي مرتکب شي، د عدلي تعقیب لاندې نيول کېږي، د لومړي ځل لپاره توصيه، د دوهم ځل لپاره ليکلى اخطار او د دريم ځل لپاره په نغدي جزا چې اندازه يې د (۱۰۰۰) ا.ف څخه تر (۵۰۰۰) ا.ف پورې وي، محکومېږي.