پښتو پينځه یاګانې او کارونه یې

د هرې ژبې د ليکلو لپاره خپل حروف یا توري وي. 
دختيځو ژبو او پهٔ ځانګړې توګه د هغه ژبو ډېر توري یو شان دي کومې چې د ښي اړخ نه چپ اړخ ته ليکلی کيږي. د مثال پهٔ توګه عربي، فارسي، اردو، پښتو، سندهي او دغه رنګ نورې بلها ژبې دي چې د ليکلو ډېر توري يې یو شان دي. خو د ځيني ژبو ځيني توري د هغه ژبو پورې محدود دي. لکه د سندهۍ ځيني توري پهٔ بله یوه ژبه کې هم نشته. پهٔ پُښتو کې هم پینځهٔ یاګانې اوڅو نور توري داسې دي چې یواځې پهٔ پښتو کې دي.

د پښتو یاګانو سم استعمال او کارونه ډیره ضروري خبره ده، که چیرې څوک په خپلوپښتو لیکنو کې دغه یاګانې په سمه توګه ونه کاروي او مراعات یې نه کړي نو په لوستلوکې ګډوډي رامینځ ته کیږي او کله کله د پښتو یاګانو ناسمه کارونه دیوې جملې او متن مانا بدلوي . دغه یاګانې که غلطې وکارولې شي نو دمفرد نه جمعه او دمونث نه مذکر جوړلی شي.

پښتو ژبپوهانو د پنځه وو بېلا بېلو غږونو لپاره يو ګرافيم (انځور) ټاكلى او اصلاً ستونزه له همدغه ځايه پيليږي. خو دا ستونزه په (ى) ګانو كې د شكلي بدلون او د ټكو د تغير په وجه تر يوه بريده له منځه وړل شوې ده. عام لوستونكي دې پنځه وو بېلا بېلو غږونو (اوازونو) ته په يوه سترګه ګوري او زياتره يې ګرد سره د توپير په كيسه كې هم نه دي. ډېر پښتانه ليكوال او چاپ چارې د دې (ياګانو) د كاريدنې پر ځاى، ارزښت او بڼې باندې پوهيږي. ځينې يې په ليك كې مراعت ته ډېره پاملرنه كوي. خو ځينې يې بيا پر مراعتولو ځان ستړى كوي. هغه آثار او كتابونه چې د (ياګانو) پوره مراعت پكې شوى وي، لوستونكي ورسره زياته ليوالتيا ښيي. د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياګانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهيږي، د هغو د معلوماتو لپاره دلته د دې  تورو (ياګانو) په اړه څو څرګندونې كوو.

۱-  نرمه یا بې ټکو (ی)
دغه (ی)  نرمه خو ګڼ شمېر کسان يې بيا  بې ټکیو (یا) هم بولي بې ټکو (ی) په حقیقت کې نرمه يا له دوو ږغونو څخه جوړه شوې ده چې یو خپلواک غږ او بل نیمه خپلواک غږ دی. دغه (ی) د نارینه مفردو نومونو لپاره کارول کیږي لکه:

هلمندی،  کندهاری، سړی، منګی، بچی، زمری، نری، لالی، مزاری ، بریالی، هراتی ګلالی، ننګیالی، زلمی، منی، پسرلی، ننګرهاری،لغمانی او داسی نور ...

۲-  څرګنده (ي) 
دا يو خپلواك غږ (واول) دى. د كاريدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد نارينه نومونه چې په نرمه (ى)  پاي ته رسېدلي وي، د هغو د جمع كولو لپاره لكه: سړى = سړي، منګى = منګي، پسرلى = پسرلي او نور.... سړى په (ان) هم جمع كېداى شي، سړى = سړيان.

- زياتره هغه يو مفرد نارينه نومونه چې مفرد شكل يې په نرمه (ى) پای ته رسيدلى وي، د هغو د بدلېدونكي (مغیر) حالت لپاره لكه: سړى وايي (اصلي حالت). سړي وويل اوښتى (مغير) حالت. زمری ښکار کوي (اصلي حالت) زمري غوښه وخوړه (اوښتې بڼه) او داسې نور....
- په ځينو نسبتي ستاينومونو كې لكه: ځي، راځي، خوري، نه خوري، مري، وړي، بولي، ولي او نور...
- په ځينو مفردو كسبي نومونو كې هم كاريږي. لكه: موچي، دوبي، توپچي، تبله چي، ربابي، كبابي او نور...

۳-  اوږده یا هغه یا چې لاندې باندې دوه ټکي لري او هغه داده (ې)
بیلګې یې: هغه مفرد ښځینه نومونه چې په زور پای ته رسیږی او جمع کیږی:
د بیلګې په توګه : ښځه = ښځې، وړانګه = وړانګې، ډیوه = ډیوې

۴-  لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) 
دې ته لکۍ والا (يا) وايي، دا له دوو غږونو جوړه شوې چې يو يې خپلواك او يو يې نيمواک دى، چې دواړه په ګډه يو غبرګ غږ جوړوي. دا (ۍ) په زياترو مفردو ښځينه نومونو كې راځي لكه: نړۍ، وړۍ، شړۍ، ګلالۍ، ملالۍ، مړۍ، ځولۍ، خولۍ، سپوږمۍ، لکۍ، صدرۍ، کوچۍ، نتکۍ، خپلوۍ، دوستۍ، میوندۍ، کابلۍ او داسي نور...

۵- همزه لرونكې (ئ)
 دا له لکۍ لرونکې (ۍ)  یا سره په تلفظ كې هېڅ توپير نه لري، دواړه يو ډول غږونو څخه جوړې دي. يانې دا هم يو غبرګ غږ دى خو يو غږ لکۍ لرونکې (ۍ) سره يې د كاريدنې ځايونه توپير كوي.

يانې دا چې لکۍ لرونکې (ۍ) په نومونو او د ځينو ستاينومونو د مغيره حالت لپاره او همزه لرونكې (ئ) په فعلونو كې راځي. په ځانګړي ډول د امر او نهې په فعلوونو كې لكه: وخورئ، كېنئ، مه كينئ، پاڅئ، ځئ، راځئ،راشئ،ولیکئ، وخورئ، کینئ، ورسیدئ،راغلئ
او نور...
یاسرتکل