محب: پر ډيورڼد کرښه د پاکستان جوړه شوې دروازه به ويجاړه کړو 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب تېره ورځ ختيځ کونړ ولايت ته تللی وو. نوموړي هلته د ولايتي ادارې پوځي او ملکي مسوولينو سره کتلي. 

خمد الله محب ګواښ کړی چې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځي ملېشه ځواکونو له خوا جوړه شوې دروازه به ژر ويجاړه کړي. 

د ملي امنيت شورا سلاکار دا هم ويلي دي چې د کونړ پر يو شمېر ولسواليو د پاکستاني ځواکونو بريدونه او د توغنديو وېشتل به بې ځوابه پاتې نه شي. 

پاکستاني ځواکونو تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت دُور بابا ولسوالۍ په څڅوبي نومي سيمه کې دروازه جوړ کړې ده چې نېږې ۲۰ کيلو متره افغان خاورې ته را دننه شوي دي.  

افغان حکومت په دې وروستيو کې د پاکستاني ملېشه وو د پارونکو کړنو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سازمان ته هم په رسمي ډول شکايت کړی دی. 

ډيورڼد کرښه چې افغان حکومت او ولس ته د منلو وړ نه ده، پاکستان يې په اړه هڅه کوي، چې رسميت ورکړي او په يادې کرښې په بيلا بېلو بهانو خنډونه جوړ کړي.