ولسمشر د دفاع اوسنی چارسبمال وزير اسد خالد د همدې وزارت نوماند وټاکلو 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، ولسمشر محمد اشرف غني د يو حکم پر بنسټ د ملي دفاع اوسنی چارسمبال يا سرپرست وزير اسدالله خالد د همدې وزارت نوماند وزیر هم وټاکلو. 

اسدالله خالد اوس مهال د ملي دفاع سرپرست وزير دی، چې تېر کال ولسمشر غني دی او اوسنی ولسمشريز لومړی مرستيال په يو ورځ؛ د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان وټاکل. 

د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو بل حکم له لارې مسعود اندرابي چې اوس مهال د کورنيو چارو وزارت سرپرست دی، د همدې وزارت نوماند وزير ټاکلی.