پاکستاني پوځيانو د ننګرهار دُربابا ولسوالۍ کې دروازه جوړه او پر اغزن تار يې د کرښې دواړه ولسونه سره بېل کړل 

روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، پاکستاني پوځيانو د ننګرهار ولايت په دُر بابا ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه اغزن تار او کټارې تاو کړي او همدا ډول يې يوه دروازه ځای پر ځای کړې ده. 

پاکستاني ملېشه ځواکونو له تېرې يوې اوونۍ دغه چاره پيل کړه وه چې اوس يې بشپړه کړې ده. د پاکستان حکومت دغه کار د افغان حکومت له مشورې او اجازې پرته شوی دی. 

د ننګرهار ولايت د پوله ساتو ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خیل رسنيو ته ويلي دي چې که چېرې پاکستاني پوځيان دغه دروازه بېرته نه کړي، نو د افغان پوله ساتو ځواکونو له غبرګون او سخت مخالفت سره به مخ شي. 

پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ تېره اوونۍ هم نښته شوې. له نښې وراېخوا پاکستاني ځواکونو د کونړ پر مرورې ولسوالۍ د توغنديو بريدونه کړي، چې ولسي وګړي په کې وژل شوي دي. 

ديورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال کې د امير عبدالرحمن پر مهال بريتانوي هند ته ورکړل شوه، چې سل کلن تړون يې لاسليک شوی. 

د افغانستان په تېرو ټولو حکومتونو کې تر اوسه يو حکومت هم ډيورنډ بيا ځلې په رسميت نه ده پېژندلې او دغه فرضي کرښه په خپل ځای لانجمنه پاتې ده.