کاپي رایټ، که شخصیت وژنه!

د فسبوک او ګڼو نورو ټولنیزو او ټولیزو رسنیو کارونکي، یا خو د لیکوالۍ له اصولو څخه پوره خبر نه دي او یا هم د دوی فکري قوه دومره کمروزې دی؛ چې د یوې موضوع په تړاو لیکنه او یا راپور جوړ کړي، یا دومره توان په کې نه وي چې خپل فکر په لیکلي ډول څرګند کړي، د خپل ذهن څخه یو نوی تولید را وباسي، ترڅو هغه په ټولنه کې د نوي بدلون سبب شي؛ بلکې د دوی فلج حالت د دې لامل کېږي چې د یو چا افکار او لیکنې کاپي کړي، بیا یې د خپل ادرس له لارې نورو سره شریک کړي، چې دغه عمل د یاد کس شخصیت ته زیان رسوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د کاپي رایټ اصول په ډېره کمه کچه عملي کېږي، خو ډېر یې بیا تر پښو لاندې کوي، چې شخصآ زه په خپله له داسې ستونزو سره مخامخ شوی یم، په خپله یو څه ولیکم، هڅه وکړم چې د ټولنې د ناحوالو او نورو ګڼو ستونزو په اړه نوې سوژې وموندم او خپل نیمګړي لیکل پرې وکړم، خو بیا هم د دې برعکس یو څوک چې هیڅ به یې د ښوونځي دروازه په سترګو نه وي لیدلي، ختآ چې لیک او لوست به یې هم نه وي زده؛ هغه به بیا را پورته شي خپله کړې خواري به دې له خاور سره خاورې کړي.

په دې سره لیکوال ته کوم فزیکي زیان نه رسېږي، خو هر څه اصول او قواعد لري، چې باید عملي شي، ځکه چې د اصولو او قواعدو په پلي کولو سره هر څه په سم او ښه ډول پر مخ وړل کېږي.

اړینه بولم، چې د یو چا لیکنه لومړی بې له اجازې په خپل وال مه خپروئ، بیا هم که لیکنې ډېر خوند درکړ، د هغه لیکوال څخه اجازه وغواړئ او کله چې تاسو دغه لیکنه خپروئ د هغه لیکوال نوم یا سرچینه ورسره ذکر کوئ او بیا هم که لیکوال نا مالوم وي کاپي خو ورسره ختماً ولیکئ.