پخواني یادونه!!!

دا چې ټول انسانان خدای (ج) د دې په خاطر پېدا کړي، چې په دنيا کې د پاک رب عبادت وکړي او د حضرت محمد(ص) د احکامو په ترسره کولو سره خپل ورځنی ژوند پرمخ یوسي.

خدای (ج) انسانان د معلومتيا په خاطر پيدا کړي، که انسان په دنيا کې ښه کارونه او کړنې ترسره کوي، نو خدای پاک به آجر او ثواب ورکوي او که بد کارونه او کړنې ترسره کوي، نو ختمن په جزا ورکول کېږي.

دا چې موضوع بې خونده نه شي، نو غواړم چې اصلي موضوع ته سر ورښکاره کړم، چې ترڅو د هغه څه څخه مو خبر کړم چې شايد تاسو ته نوي او تازه تمام شي.

د تاريخ په اوږدو کې داسې ورځ هم راته یاده ده، چې په پخوا وخت کې به چې کله یوه کور ته نوې ناوې راوړل شوه، نو پنځلس او شل ورځې به یې د کورنۍ له ټولو غړو څخه مخ پټوه، خطا چې له ډېره شرمه به یې د کورنۍ د نورو غړو سره خبرې نه شوې ترسره کولی، ځکه چې هماغه وخت دغه دود او دستور وو، نو که دغه دود او دستور د نن سره پرتله کړو نو شايد تاسو یې بیخي راسره ونه منی، بلکې داسې فکر به وکړی چې واله دغه خو هسې چټي خبرې دي.

په اوسنۍ زمانه کې چې کله یوه ځوان ته کوژدن وکړي، نو سم د لاسه په اولو کې ناوې ته تلېفون ورلېږي، چې ترڅو په خپلو منځونو کې دومداره ارتباطات ولري.

د دغو ټولو خبرو څخه ښکاره څرګندېږي، چې پخوا او اوسني دودونه د اسمان او ځمکې په څېر توپير سره لري.

زما په فکر چې په اوس وخت کې هغه پخواني دودونه چې زموږ پلارونو او نيکونو پالل اوس یې ډېری له منځه لاړ دي، ځکه چې یوازینی لامل یې د ټولنې او خلکو زیاتوالی کېدای شي.
ځکه په کومه ټولنه کې چې نفوس زيات وي، نو هغه ټولنه د پرمختګ پر لور روانه وي، بلکې د خلکو څخه د دنيا ډېری ورځني دودونه پاتې وي.

په اوسني وخت کې ټکنالوژي په ټوله نړۍ کې د پرمختګ پړاوونه ګالي، که فکر وکړو د دنيا په اشياوو کې به داسې شی نه وي چې جوړ شوی نه وي او دغه دور لا د پرمختګ پر لور روان دی.

نو که فکر وکړو زموږ هغه پخواني دودونه او دستورونه چې موږ لرل ، یوازینی علت یې همدغه ټکنالوژي ده، ځکه چې زموږ ډېری ځوانان همدغه د ټولنيزو رسنيو پر کارولو مصروف دي، ترڅو د خپل دستورونه او دودونه ترې همداسې بې برخې پاتې شي.

اړينه ده، چې موږ بايد د نورو کارونو ترڅنګ خپل دود او دستور هېر نه کړو، بلکې داسې ژوندی یې وساتو څنګه چې زموږ پلارونو او نيکونو ساتلی وو.
په درنښت