کونړ کې د تېرې ورځې نښته: پاکستاني پوځيان چورلکه کې راغلي وو چې پوسته جوړه کړي، خو افغان ځواکونو له دې اقدام پېښمانه کړ 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د کونړ د ولايتي شورا غړي دين محمد صافي کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د تېرې ورځې نښتې په اړه ويلي دي چې پاکستاني پوځيانو هڅه کوله چې پر ډيورنډ کرښه افغان خاوره کې پوسته جوړه کړي دي. 

دين محمد صافي ويلي چې پاکستاني پوځيان د کونړ ولايت سرکاڼو ولسوالۍ، پولې ته نېږدې سيمو کې د پوځي پوستې د جوړولو لپاره راغلي وو، افغان ځواکونو يې د دغه کار مخه ونېوله چې وروسته پاکستاني پوځيانو پر افغان ځواکونو ډزې وکړې او نښته پيل شوه. 

سرکاڼو ولسوالۍ کې افغان پوله ساتو ځواکونو رسنيو ته ويلي دي چې تر هغې به له خپلې خاورې دفاع او ساتنه کوي، ترڅو چې يې په وجود کې ساه وي. 

کونړ کې د عامې روغتيا مسوولين وايي چې د پاکستاني ملېشه ځواکونو د توغنديو په ډزو کې چې پر مرورې ولسوالۍ يې کړي، اته ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي. 

د هېواد بهرنيو چارو وزارت د تېرې ورځې نښتې په اړه په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، " د افغانستان اسلامی جمهوریت د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ اړوندو سیمو باندې راکیټي بریدونه چې د ځاني او مالي تلفاتوسبب ګرځیدلی په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان زړوه ورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې په حکم د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع په لار کې، د تل په څیر، خپله سپیڅلې دنده ترسره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د پاکستان لوري هوکړه وکړه، ترڅو ډزبند تامین او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسؤلینو د بیرق لاندې غونډه جوړه سي.

د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول راکیټي بریدونه څې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي ترڅو له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.

دا ډول بریدونه او د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځ ته کول چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ لامل ګرځیدلاې سي، په هیڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي.

افغانستان چمتو دۍ څې ورته دوه اړخیزو مسایلو باندې له دیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي."

پاکستاني پوځيانو له دې وړاندې هم د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان خاورې دننه پارونکې هڅې کړي، چې د ځايي اوسېدونکو او افغان امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.