د حیوناتو او نباتاتو هغه ډله چې په ځنګلونو، څړځایونو، دښتو، فصلونو او غیر کرل شويو ځمکو کې د طبیعي چاپيریال او اقلیم په شتون سره د انسانانو د پالنې پرته خپل ژوند پر مخ بیايي د وحشي ژوند په نوم ياديږي.
وحشي حیوانات د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره د انسانانو په څېر هوسا چاپیریال، مناسب اقلیم، غذا، اوبو، پټن ځایونو او نورو اړینو توکو ته اړتیا لري، ترڅو د ژوند کولو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي، یاد حیوانات په طبعیت کې د خورا زياتو، اقتصادي، ټولنيزو، چاپیریالي، تجارتي، تفریحي، بیولوژیکي، زینتي، ایکولوجیکي او علمي ارزښتونو درلودونکي دي.
د وحش يژويو د محصولاتو په خرڅلاو سره ډیر عاید ترلاسه کیږي، هغه سیمې چې وحشيژوي لري، په نړيواله سطحه يې شهرت ترلاسه کړی او خلک ورته د چکر او ساعت تیري په موخه ورځي، د نسل ډیرونې او طب کې د نویو تجربو د ازمایښت لپاره غوره وسیله بلل کیږي، د چاپیریال په ښکلا کې د ځانګړي ارزښت درلودونکي دي، د ایکو سیستم ستره برخه تشکیلوي، د وحشي ژويوبڼونه د ټولنيزو اړیکو د غښتلتیا سبب کيږي، د غذايي ځنځیر مهمه برخه تشکلیوي، د ځنګلونو او څړځايو په پراختیا کې ځانکړی رول لوبوي، په طبعیت کې د نورو مضرو ژوندیو موجوداتو له ډيریدو څخه مخنیوی کوي، د وحشي ژويو شتون د هېواد په د ملي اقتصاد په لوړوالي کې رغنده رول لوبوي او د چاپیریال ساتنې لپاره شتون حتمي ګڼل کیږي.
وحشي ژوي د طبیعي پیښو او په طبعیت کې د انساني لاسوهنو په پایله کې د تهدید له ګواښ سره مخ دي، همدا لامل دی چې له خپلو پټن ځایونو څخه تېښتې ته اړ کیږي، چې په نشتون سره یې بیا چاپیریال له ډول ډول ننګونو سره مخ کیږي، له عواملو څخه يې په لاندې ډول یادونه کوو:
د ځنګلونو په قطع کیدو سره د وحشي ژویو پټن ځایونو له منځه ځي، د سیلابونو په راوتلو سره د غذايي موادو سرچینې کمیږي، د اوسیدو ځایونه يې زیانمن کیږي، خاوره تخریبیږي او ځاني زیانونه ورته اړوي، زلزلې، وچکالۍ، تیز بادونه، د اقلیم بدلون، مرضونه، افاتونه، اور لګیدنه، بارانونه، جنګونه او نور طبیعي عوامل د وحشيژويو د نسلونو د کمښت او تیښتې سبب شوي، په ځنګلونو او څړځایونو کې د غذايي مواد کمښت او په شاړو ځمکو یې بدلیدل بله هغه ستره ستونزه ده چې وحشيژوي فرار کیدو ته اړ کوي.
انسانان هم تر ډیره پورې د وحشي ژويو په له منځه تللو کې لاس لري، اوسني چټک صنعتي فعالیتونه، د ریل پټلیو جوړیدل، د هوايي میدانونو جوړیدل، ځنګلي ساحې د استوګنې په ساحو بدلیدل، د ځنګلونو او څړځایونو له منځه وړل، ښاري پراختیا، د نفوس زیاتیدل، د وحشي ژويوغیر قانوني ښکار کول، جګړې، د وحشي حیواناتو ډارول هغه څه دي چې له مخې يې د وحشيژويو ژوند تریخ شوی.
په افغانستان کې د پورتنیو عواملو باوجود د وحشي ژويو د ساتنې، نسلګيرۍ، د هغوی لپاره د غذا برابرونې، د دوی د ښکار کولو د مخنیوي، د نویو نسلونو د روزنې او اداره کونې فعالیتونه په نشت حساب دي، همدا لامل دی چې د هېواد لرغوني وحشيژويو ګاونډیو هېوادونو ته تیښته کړې، دا به ډیره ستونزمنه وي، چې هلته تللي وحشي ژوي بیرته د هېواد ځنګلونو ته راشي، دا ځکه چې دوی د وحشيژويو د ساتنې لپاره ځانګړې پروژې تر کار لاندې لري.
د وحشي ژويو د انقراض د مخنیوي، ساتنې او ژغورنې لپاره لازمه ده چې په هېواد کې قطع شوي ځنګلونه بیا ورغول شي، څړځایونو ته پراختیا ورکړل شي، شاړې ځمکې په ځنګلونو وپوښل شي، په ځنګلي او کرنيزو ځمکو کې د صنعتي، ښاري، رهایشي او نورو فعاليتونو له ترسره کیدو څخه مخنیوی وشي، ځنګلونه له قطع کیدو څخه وژغورل شي، د وحشيژويو ښکار کول بند شي، د ځنګلونو او وحشيژويو د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین پلي شي، د وحشيژويو د نسلګيرۍ، د نويو نسلونو د ډيروالي او د لرغونو نسلونو د ساتنې پروګرامونه په هېواد کې عملي شي، همدارنګه د وحشيژويو لپاره داسې د اوسیدو چاپیریال برابر شي چې د دوی ژوند تر د ولاړو تهدیدونو څخه خوندي وي.
وروستي