د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو رول

 
 څرنګه چې ځوانان د يوې ټولنې د ملا د تير حيثيت لري او د افغانستان په تاريخ کې د هر تېري کوونکي هېواد او جګړه مارې ډلې په وړاندې د افغانستان پياوړي او ننګيالي ځوانان د خپلې خاورې او ناموس د ساتلو لپاره تورې او قلم ته لاس کړی او دغه ولس د خپل دين، شرف، غيرت، ننګ او فطري خپلواکۍ د ګټلو لپاره تل ژغورلی او همدارنګه د دغه  ګران وطن په لوړو غرونو، پلنو او شنو دښتو کې تل د دښمن وړاندې په مېړانه جنګېدلي دي، چې د وطن سمسورې او شنې درې د دې خلکو د نه هېرېدونکو فدا کاريو او قربانيو شاهدي ورکوي، چې اوس هم دا خاوره او ولس د دې ځلميانو مرستې او ابادۍ ته اړتيا لري، چې له دې ډلې خلکو څخه يوځل بيا وغوښتل شي او هغه د دولت په لوړو او مناسبو چوکيو وګومارل شي، ترڅو ورسره د هېواد په اداري سيستم کې د کار او امنيت له پلوه يو منظم او مثبت چوکاټ رامنځ ته شي او بل هغه پلانونه او پروګرامونه چې دولت د خپلې خاورې او ابادۍ او خپلواکۍ لپاره په پام کې نيولي د همدې ځلميانو په مرسته سرته ورسوي او دوي هم خپلې دندې په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي ترڅو ورسره د دولت په اداره کې پرمختللي اصلاحات او ځانګړي پرمختګونه په هره برخه کې رامنځ ته شي.
 
اصلي ټکی داده افغانستان يو له هغو جګړه ځپلو هېوادو څخه نن ګڼل کېږي، چې هر څه په کې د سر په بيه تمام شوي دي، چې د همدې خاورې خوېندې او مېندې هم د خپلو ځوانو اولادونو مرستې او لاس ته راوړنو ته ګوري، چې دغه اولادونه به په دې ټولنه کې سر راپورته کوي او خپلې کورنۍ ته به يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي دا به د ځوانانو له اصلي دندې څخه شمېرل کېږي، چې له يوې خوا به افغانستان ورسره د آبادۍ په لور ګامونه اخلي او له بلې خوا به د دې ځوانانو اقتصاد پياوړی او فرهنګ به ورسره ښه کېږي، سوداګريزې معاملې به پرمختګ کوي، ښوونه او روزنه به په چټکۍ سره مخ په وړاندې درومي، خو دا کارونه به ټول د سولې په راوستو سره يوه عملي بڼه خپلوي او ځوانان به خپلو برياليو موخو ته له همدې لارې رسېږي.
 
دا هغه خبرې او هيلې دي، چې ننني حکومت او چارواکو ته سمد لاسه په کارده، چې له خپلو ځوانانو د کار او مرستې هيله وکړي، هغوي ته کار ورکړي او بيا د کار په وړاندې يو څه ترې و غواړي، که موږ په خپله خاوره کې دې ناوړه سياسي بهير ته په لنډ وخت کې و ګورو په افغانستان کې د امنيتي وضعيت خرابېدل په کمزوري اقتصاد او د کار په نه پيدا کېدو او د نالايقه کسانو په لوړو دندو په ګومارلو پورې اړه لري، چې نن ورسره افغان حکومت لاس او ګرېوان دی.
 
دا چې موږ په دې ځای کې د ځوانانو په دندو او د هغوي په قربانيو او يو مردانه اقدام نن خبرې کوو، حکومت او چارواکو ته په کارده، چې له ځلميانو څخه په نوي اداري چوکاټ کې مرسته وغواړي او هغوي هم په يو قوي ستراتېژي لاس پورې کړي، چې وکولای شي په راتلونکي کې په خپل هېواد کې يو ښه ژوند وکړي او په کارده دغه ځلميان د خپلو ملي او قومي مشرانو ترشاه راغونډ شي او داسې يو ځواک له دوي څخه جوړ شي، چې په دې خپله پراخه خاوره کې دا کوم دښمنان، چې په يوه نامه او بل نامه د هېواد په تاوان دي هغه پرې په دوه ساعتو کې له خپلې خاورې وباسي، چې دا کار کول په کار دي، ژوندۍ روحيه ورکول ضروري دي چې دا کار يوه ځانګړې تګلاره او پياوړی مشر غواړي، چې بايد عملي شي.
 
همدارنګه د افغانستان حکومت له خپلو هېوادوالو څخه چې په ټوله نړۍ کې دي او د دې هېواد اصلي اوسېدونکي هم دي او په دې ملت يې زړه سوزي غوښتنه کوي، چې په نننيو حساسو شرايطو کې مادي او علمي مرستې له دې خلکو سره وکړي او راشي په دې خاوره کې د خپل دښمن په وړاندې له حکومت سره لاس يو کړي او دغه خاوره د ابادۍ او پرمختګ په لور د خپلې پوهې او خپلو کاميابو برنامو له لارې روانه کړي ترڅو به افغان ولس د پرديو ګوليو ښکار کېږي او پردۍ مرستې او درملو ته به د پښو په سر ناست وي.
 
دا هغه خبرې او تګلارې دي، چې په دې کار سره به وکولای شو خپل اصلي او پلارنی کور مو، چې هغه افغانستان دی ودان کړی وي نو له دې امله نن هر افغان ته په کارده، په هر ګوټ د نړۍ کې چې وي راشي د خپل کور په ودانولو کې پوره برخه واخلي او هغه د منزل ځای ته ورسوي، هغه ډلې او دښمنان چې نه غواړي دغه خاوره د بريا او پرمختګ په لور ګامونه واخلي نور د هغوي لاسونه د ولس په اکثريت رايې سره له دې خاورې غوڅ کړي، ترڅو وکولای شو د خپل  هېواد جوړېدل په خپله غاړه واخلو نه، چې نورهم د امريکا، اروپا او يو شمېر نورو ښکرورو ملکونو په هيله د خپلو مشرانو له لاسه تر زنې کېنو.
 
 څنګه چې نن افغانستان په يوه رنځور حالت کې خپلې شپې سبا کوي، له بد اقتصادي حالت سره مخ دی، سياسي حالت دومره د خرابېدو په حال کې دی، چې نږدې ده نوم يې هغه د ډونلډ ټرمپ خيالي او هوايي خبره د نړۍ له سياسي نقشې څخه ورک شي، چې په داسې حالت کې موږ قرار لرو بيا خو همدې ځوانانو ته په کارده، چې د دې حالت په وړاندې په دولتي ادارو کې په سياسي فعاليتونو لاس پورې کړي، ترڅو وکولای شي له دې ناوړه بحران څخه د خلاصون يوه لار پيدا کړي، تر کله به داسې جګړې پر موږ تپل کېږي، تر کله به د چاودنو غږونه په هره څلور لاره کې اورو، تر کله به له داسې بد سياسي او فرهنګي چلند او مشر سره موږ لاس او ګرېوان يو.
 
په هر ډول که جګړه ده همدومره بس ده، که جهاد دی خو هغه ده چې څلوېښت کاله مو ټوپک په اوږو د تور پنجاب په مشورې سره وګرځوه او تورې مو ترشاه وتړلې، څلور ښځې او شخصي جايدادونه مو خپلو اولادونو ته پيدا کړل، ملت مو له لوږې څخه په اور کباب کړ، څومره چې نن موږ فکر کوو دا ټولې هغه غولونکې او د نه منلو سياسي، فرهنګي، اقتصادي او جګړيزې لوبې وې، چې په افغان ملت د بهرنۍ نړۍ له خوا د داخلي مشرانو په مرسته عملي شوې، چې په نتيجه کې اوس دوي له سياسي او اقتصادي پلوه خانان دي او ملت د يوې مړۍ ډوډۍ په ارمان تا او ماته لاسونه نيولي يوه مړۍ ډوډۍ غواړي، جهاد، حساب، کتاب او حورې لاړې په هغه وخت کې به، چې دې خلکو نارې وهلې اوس د دوي اولادونه په اروپا او امريکا کې خپلې لوړې زده کړې کوي، ملت يې د جهالت په خره سپور کړی، چې کوم لوري ته به لاړ شي دومره څوک نه شته چې دغه ولس نور يوې سمې لارې ته سيخ کړي.
 
بېرته راځم اصلي موخې او موضوع ته دا چې د ځوانانو دندې څه دي په دې خبرې کوو او غواړو هغه څه په دې ټولنه کې لاس ته راوړو او د هېواد قدرت له دې غلو او بېکاره سياسي څېرو څخه د قلم او تورې په ځور تر لاسه کړو، ترڅو وکولای شو همدغه ملت او خاوره په ډېر لنډ او تنګ وخت کې د برياليتوب په لور روانه کړو، چې په دې کار سره به هغه ناخوالې چې نن په دې خاوره او ملت حاکمې دي او نه شي کولای له دې نا اميديو څخه سر پورته کړي يو ځل بيا خلاص شو او د سولې او پرمختګ په لور همدغه ځوانان او دا خاوره د خپلو دندو په سرته رسولو سره تر لاسه کړي.
 
  پياوړي ځوانان، ښه تصميمونه او ښې لارښوونې کولای شي زموږ په ټولنه، هېواد او اداري برخه کې ښې لاس ته راوړنې او ښه وځلېږي، ځکه دا درې شيان د يو ځوان د ژوند په چارو کې تر يوه بريده پورې لازم او ملزوم دي، چې بايد کار ترې واخيستل شي ترڅو له دې لارې موږ خپلو اهدافو او موخو ته په دې ځای کې ورسېږو، ځکه زموږ پلانونه ټول په غوره تګلارو، د سولې په عامولو، د ښه فرهنګ او پياوړي سياست په پياده کولو سرخي چې يوه عملي بڼه  له ځان سره خپله کړي.
 
دا چې موږ د ځلميانو په دندو په دې ځای کې خبرې کوو په کارده، هر ځوان خپله دنده وپېژني، په ښه توګه يې په سياسي چارو کې مخ په وړاندې بوزي، په حکومت کې خپلې پښې او رېشې ننباسي، له بې کاره چارواکو څخه د خپلو پياوړو استعدادونو په واسطه خپل اهداف ترلاسه کړي، هغوی د سياست له ډګر څخه لرې کړي، چې دا به د يوه پياوړي او غوره شخصيت له خو تګلارو څخه وي، چې دی ورته په خپل ذهن کې ځای ورکوي او غواړي په داسې کړنو د خپل ملت او خپلې خاورې لپاره د پرمختګ په موخه لاس يو کوي.
 
له کوم وخت څخه چې دغه ملت او بيا يې ځوانان د اور په لمبو کړېږي او تل د ګوليو ښکار کېږي، دلته هم زموږ لپاره يوه پوښتنه پيدا کېږي، چې نور جګړه بس ده، ملت نور په وينو مه لمبوئ، سولې ته بايد غاړه کېښودل شي، ځکه د جګړې له کبله  نه شو کولای د پرمختګ په لور ګامونه واخلو، چې وروسته پاتې کېږو دلته بيا د ځوانانو کردار او رول څه ده؟ د هغوي لپاره په کارده، چې خپل ځانونه له مستقيمې او غير مستقيمې لارې د افغانستان دې بحراني سياست ته داخل کړي. ترڅو وکولای شو په دې ځای کې په غوره تګلارو او ښو لاس ته راوړنو کار وکړو. بل دغه کوم ننني او ميراثي ښاماران، چې پر موږ حاکمان دي او د افغانستان خاوره خپل حق ګڼلې او نه غواړي دغه ملت د پرمختګ په لور ګامونه واخلي له واک څخه لرې کړو ترڅو خپلو لوړو اهدافو ته د دې پروګرام په عملي کولو سره ورسېږو.
 
ملت ته نور د دې پوښتنه پيدا کېږي، چې دغه چوکۍ خو به دوي ته په ميراث کې نه وي رسېدلې او نه به دوي په پيسو اخيستې وي. دوي د کار خلک نه دي، بې ادبي دې ډېره معاف وي هغه د سپي......... هغه دي چې نيمايي يې کړې کومه خوا يې ښه دي، طالب اخوند ته چې ګورو هغه وايي ملت کافر دی او د طالب مخالف ته چې وايو هغه وايې طالب کافر دی، موږ نور په دې نه پوهېږو، چې کوم لوری به د ملت او افغانستان په خير او د جنت لايق وي.
 
 په هر صورت دا دواړه خواوې خرڅې شوې ډلې دي، دوي د غلامۍ او بې غيرتۍ پړي په غاړه کې اچولي، دوي نه غواړي دغه ملت دې له جګړې نور خلاص شي، په دې خاوره کې دې وينې بهېدل بند شي، هېواد دې د پرمختګ په لور روان شي، لنډه دا چې که چېرته دلته امن او امنيت راځي او يو پياوړی نظام حاکمېږي بيا څرګنده خبره ده، چې له دې خلکو سره به حساب او کتاب کېږي او د افغان ملت د بې ځايه وينو تويولو څلوېښت کلنه پوښتنه به له دې چارواکو څخه  کېږي او تور زندان ته به اچول کېږي.
 
لنډه دا چې موضوع را څخه بل خوا لاړه نه شي راځم بېرته د ځوانانو دندې او کار ته چې څنګه کولای شو په دې خپله خاوره کې په زده کړه، کار او خپلو دندو فوکس وکړو، ترڅو له داسې بحران څخه چې نن ورسره لاس او ګرېوان يو خلاص شو، خو په دې موضوع کار کول په کار دي، پلان جوړول په کار دي، ملت ته ارزښت ورکول په کاردي، زده کړه عامول په کار دي، ځوانانو ته کار پيدا کول په کار دي، له بې ځايه د ځوانانو وژل خلاصول په کار دي دا ټول هغه مهم او غوره ټکي دي، چې ملت ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان دی او هېڅوک نه شته، چې په دې تګلارو کار وکړي، بس همدوي دي او د ملت وينې له سياسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظه زبېښي، چې څنګه دغه ملت و وژني او دوي خپل حکومت وکړي.
 
د ځوانانو دنده ده، چې په جګړې نور بد و وايي، د جګړه مارو په وړاندې خپل قلم را پورته کړي، هغوي سره مبارزې ته اوږه ورکړي، په هغوي پسې تور تاريخونه وليکي، ملت ته يې بربنډ کړي، دا په اثبات ورسوي چې دا خلک جنايتکاران وه او دي، دوي نه غوښتل، چې ملت دې پرمختګ وکړي، خاوره دې اباده شي، جګړه دې ودرېږي، وينې بهېدل دې بې ځايه نه کېږي، دا ملت خو به د دوي پيدا نه وي دا خو خدای (ج) پيدا کړي، نور دوي د افغانستان په تاريخ، خاوره او اساسي قانون کې له سره د دې حق نه لري، چې دوي دې داسې ناوړه حکومت په ملت وکړي، دا خاينان دي، دا جنايتکاران دي، دا د افغانستان او د دې ملت اصلي دښمنان دي، دوي نه غواړي، چې اقتصادي ستونزې هوارې شي، نظام جوړ شي، پاچا دې يو وي لنډه دا چې دا اصلي سياستوال نه دي او نه په خپل سياست کې بريالي دي دا د بل هېواد او بل چاه په غېږ کې لوی شوي غلامان دي او غواړي پر موږ حکومت او بې ځايه دغه ملت و وژني.