له پاکستان او چين وراېخوا؛ اوس هند له نيپال سره په جنجال کې دی

هند له پاکستان او چين سره ګډې پولې لري. پاکستان په ۱۹۴۸ کال کې له هند جدا شو او له هغې ورځې بيا تر نن يې سره دښمني ده. چين او هندوستان هم په تېرو کې سره نښتې کړې دي خو په وروستيو څو لسيزو کې يې اړيکې دوستانه او د دوستۍ شوې. 

له تېرې يوې مياشتې راهیسې په لداخ نومي سيمه کې چېرته چې د چین او هندوستان ګډه پوله ده، د دغه دوه هېوادونو پوځيان سره مخامخ شول او د مرګ - ژوبلې پورې يې سره نښته وکړه. ياده نښته کې د هندوستان تلفات ډېر وو. 

له چين او پاکستان وراېخوا، له تېرې اوونۍ راهيسې د هندوستان او نپيال ترمنځ سياسي کړکېچ زور اخېستی دی. تېره ورځ د نپيال حکومت په خپل هېواد کې ټول هندي تلويزوني چينلونه بند کړل. نپيال پر هند ادعا لري چې د تلويزوني چينلونو له لارې پروپاګندا خپروي او د خلک ذهنونه ګډوډي. 

د نپيال  واکمن کمونېست ګوند ويلي دي چې هندي رسنيو ټولې کرښې ماتې کړې دي او د دوی دغه پروپاګندا نور بس ده چې د نيپال په اړه بې بنسټه خبرې خپروي.