له ولسمشر معجزه

ډار او وېره له هغې ورځې پکار ده
چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي

زموږ خلک له پېړیو راهیسې د فالونو، تعویزونو، استسقا او معجزو په کلتور، نظریاتي او عقیدتي چاپیریال کې روزل شوي او د همداسې چاپیریال په جالګه کې د روانو او راتلونکو پېښو په اړه قضاوت او پریکړه کوي.

بلخوا د هېواد ډیری رسنۍ، په جوماتونو او دېرو کې د بهرنیو ملایانو او د هغوی د ورانکارواندیښنو اغیزمن حضور؛ همداراز د دوه نږدي ګاونډیو، پاکستان او ایران رسنۍ او د راشې ورشې ګڼه ګونه هم د معجزو د داسې چاپیریال په بډاینه او اغیزمنتوب کې لویلاس لري.

زموږ د ټولنې ډیری روڼ اندې او په څه پوه کسان هم د داسې چاپیریال په عینکو کې پېښې ویني، قضاوت او پریکړه له همدې چاپیریاله ټولنې ته لیږي.

که څوک غواړي یا نه، تېر داسې چاپیریال لکه د غره پشان د ټولنې اوږې کېکاږي او ټولنه خپل حال او راتلونکي د همداسې ماضي په میراث کې انځوروی، تفسیروي او جوړوي.

همداراز دا چاپیریال د ټولنې پر هره برخه له عادي وګړو نېولې تر سیاستواله، تر دولت او حکومته پر ټولو اغیزمن دی او هیڅوک ترې ځان ګوښه نه شي ګڼلای. حکومت، پارلمان او د دولت بله هر برخه د دې ټولنې محصول دی. ګوندونه، مدنې ټولنې او رسنۍ هم له ټولنې رازیږيدلي او د ماضي تر سخت اغیز لاندې دي.

دا به له انصاف لیرې وي چې له داسې واکمن چاپیریال څخه د ځان په ګټه او د نورو په زیان هغه هم د ټاکلو سیاسي موخو په پار چې هلته ملي ګټې پیکه او له پامه لوېدلې وي، یو اړخیزه ګټه واخیستل شي!

زما دا تبصره په دولت او په تېره بیا حکومت کې د فاسدو کړیو، جهادي مافیا او غلو د ملاتړ لپاره نه ده، بلکې د ټولنې د عیني واقعیتونو پر بنسټ په دولت او حکومت کې د هغو کسانو په تړاو ده چې د دغه وروسته پاتې، زاړه او ناوړه چاپیریال د مثبت تغییر او بدلون لپاره اګاهانه او په زړه سوي هلې ځلې کوي او هڅو ته يی له بده مرغه کم ارزښت ورکول کیږي!

هغه کسان چې د دولت روغ تدبیرونه او اقدامات یا نشي لېدای او یايي په اړه د جلا پلانونو له مخې ماشومانه لالچ کوي، ګټه يي فاسدو کړیو ته رسیږي. داسې کسان پخپلو فشارونو د دولت روغه برخه هم کمزوري کوي، ګټه يی مفسدینو ته رسیږي، سمون نه شي رامنځته کولای او د ټولنې په خیر نه تمامیږي.

اتیایمو کلونو کې د خلک دیموکراتیګ ګوند د واکمنۍ په کلونو کې د افغاني ټولنې عیني چاپیریال په پام کې ونه نېول شو، ذهني او ارماني دنیا په عیني دنیا وربار شوه او ټولنه کې د مثبت بدلون پرځای، د ټولنې دښمنو کړیو ته لار هواره شوه او د سیمې او نړیوالې توطيې په مرسته د ټولنې بریاوي په اوبو لاهو شوې.

د نويمو کلونو کورنۍ جګړه او د حکومت نشتون، نه ښای بیا تکرار شي!
نن بیا هم له تېر تاریخه په درس نه اخیستو، په حکومت کې هېوادپالې کړۍ پرونۍ ماجراجویۍ ته هڅول کیږي او د واقعیتونو خلاف معجزو ته لمن وهل کیږي.

مرکزي منتخب حکومت ته یوخوا پرله پسې د موقت حکومت ترانه تکراریږي، په څو ولایتونو کې طالبان غواړي چې پر یوه برخه يي واکمني ولري چې حکومت سره د سولې په خبرو کې د زیاتې ونډې لپاره چنې ووهي، جهادي مافیا او د حکومت دننه فاسدې کړۍ چې ولسمشر غني ته په میراث پاتې دي، طالبانو سره په غوږ جنګولو کې د مرکزي حکومت په خلاف هر سازش ته چمتو دی او بلخوا حکومت سره د دوستۍ او د روغو نیوکو په جامه کې مخالفین هم سرباري سردرد جوړوي چې منفي اغیز يي نه ښای کم وګڼل شی.

حکومت ته په دوستۍ یو چا لیکلي«د ولسمشر تازه او بی وړه تفکر :ما پيسې درته پيدا کړې، هر وزارت کي په ميليونه افغانۍ دي، دا چي وزيران سمه استفاده نسي ځيني کولی، خو ولس دي خپل استازي راټينګ کړي، تر ځو هغوی دا وزيران ځواب ته وروغواړي“

ولسمشره!
دا مفسدین خو ته کابینی ته وړاندی کوی او زور یی بیا له ولسه کاږی ؟ داسی معلومیږی چی ستا برداشت له افغان ولسه ډیر کمزوری او ناقص ده .د افغان ولس وطن او دهیواد ملی ګټو ته نوی راپورته شوی خوان او پوخ نسل (۶ ملیونه بکلوریا پاس، لیسانس، ماستر او داکتر) ستا پردی مالیخولیایی څرګندونو نور نه تیروځی او پرون دی وکتل سترګو په سترګو کی دی نغد خواب وایی او ته ورته ډیر عاجز اوشرمیدلی ثابت شوی، فیسبوک»
د ولسمشر په پورته خبرو کې چې وايی« ما پیسې درته پیداکړې، دا چې وزیران سمه اسفاده ځینې نه شي کولای..... خو ولس باید خپل استازي راټینګ کړي چې وزیران ځواب ته وغواړي»، د نیوکګر د خبرو برعکس پوره پوهه او تفکر پروت دی، خو پوهېدل يي پوهه او بصیرت غواړي.

ولسمشر ولس ته وايي پورته شۍ، له دیموکراسۍ څخه په ګټه له خپلو واکیلانو وپوښټۍ، چې وزیران څه کوي او ولې په دولتي پیسو خدمات نه ترسره کوي؟ ولسمشر له ولس څخه زورنه باسي؛ بلکې ولس پوهوي، ویښوي او هڅوي. نوموړی د ولس د ویښتیا په زور بدلون غواړي، نه په هوايي معجزو! خو نور برعکس د حکومت په وړاندې ولسونه پاروي او لمسوي. دوی مثبت بدلون نه، بلکې د داسې بدلون پرځای، ولس ګډوډۍ اوبغاوت ته لمسوي!

همدغه د دیموکراتیک تفکر او د بغاوت او اړودوړ تفکر ترمنځ لوی توپیر دی!
وکیلان، وزیران او مفسدین چې نوموړی نیوکګر ورته اشاره کوي، ولسمشر له ځان سره په جیب کې نه دي راوړي، بلکې ولسمشر ته په میراث کې ورپاتې دي. لیري کولو او اصلاح کولو ته يي ولسمشر د ولس او روشنفکرانو ملاتړ او وخت ته اړتیا لري. ولسمشر د حضرت موسي پشان کومه لکړه نه لري چې پر ځمکه غورځولو سره يي ټول ماران( مفسدین» یو دم له منځه لاړ شي. زموږ ځینې روشنفکران بې له دې چې مرکزي حکومت څخه ملاتړ وکړي، شرایطو ته پام وکړي، لومړیتوبونو وپېژني، له حکومته معجزه غواړي.

په واک کې د مفسدینو د بېلا بېلو کړیو په شتون، چې سیمه یزه او نړیواله مافیايي ملاتړ کوي؛ د لنډپارو، ماجراجو او مالیخولیايي روشنفکرانو په جوړ شرغوبل؛ د ټولنې د پېړیو په درانه خوب او په ناچیزو امکاناتو چې مرکزي حکومت او ولسمشر دومره هم کوي، بلا کوي او باید ملاتړ ترې وشي. له روان کړکېچه وتل تدبیر او وړ اقدامات غواړي.
واهي فکرونه او ارمانونه نه ښای د ټولنې پر عینی واقعیت وتپل شي او ماجراجويۍ ته میدان پریښودل شي!