په افغانستان کې د ایډیالوجیو ناکامي

لاملونه، زیانونه او د حل لار
په هېواد کې د ایدیالوجیو ناکامی د ایدیالوجیو تصادم له امله رامنځته شوی او مخکې تر دې چې دا بحث راوسپاړو یو څو اړڼی کرښی چی اړوند مطلب پوهاوی کی مرسته کوی لیکل غواړم او هڅه به وکړم تر څو له دی مسایلو پرده راپورته کړم چی ولی او د کومو لاملونو په بنست مونږ د عصریت او مدنیت له نومونو سره نا اشنا او له حقیقی تعاریفو سره نابلده پاتی شوی یو. د افغانستان د خلکو پوهی کچي ټیټوالی د ښه او بد شعور کموالی د دی لامل ګرځیدلی چې هر زبر ځواک یی خپلو موخو ته د رسیدو په لاره کې وغلوی او کار ورڅخه واخلی پدی کی شک نشته چی عقیدی لحاظه د دی هیواد خلک په اسلام دومره پخه عقیده لری چی بیلګه یی په درسته نړی کی نه لیدل کیږی او پدی ترخه حقیقت هم باید اعتراف وکړو چی دغه عقیدوی چلند یی له نسلونو نسلونو له خپلو مشرانو او په خاصه توګه د منابرو له واکدارانو په میراث اخیستی او دا هم ټولو ته جوته دی چی د افغانستان خلک تر ټولو نږدی اړیکی له منبر او مهراب سره پالی او منبرونه بدمرغه داسی اشخاصو د اسلام په نامه یرغمل کړی چی هغوی ټول د افراط تر حده په اسلام سرونه ورکوی خو په اسلام سرونه نه خلاصوی.

افغانستان کې ولي عصري او مدني ټولنې ناکامه دي..!؟
پر له پسي څلور لسییزی جنګ جګړو او د دی جکړو تر شا فرمان ورکونکي احزاب ټولنې شورګانې مختصر دا چی ټولو او په خصوصي توګه ګوندونو د خپلو شخصي اعراضو رسیدلو لپاره تل له دی ولسه د ډال په توګه کار اخیستی او د قال الله او قال رسول په سپیځلو وینناوو اسلامی او انساني شعارونو خلکو ته دوکه ورکړې نسلونه یې تبا کړي لسګونه زر خلک وژل شوي د هېواد ټول مادي او معننوي ارزښتونه د خاورې سره خاورې شوي او دا هر څه د همدغو ګوندونو او خوځښتونو شوراګانو له آدرسه په همدې دلیل نن چې عصریت او مدنیت سره خلک حساسیت ښایي دلیل یې همدا دی چې دا خلک د تاریخ په هر دور کی د همدغو عصریانو ،مدنیانو ،ګوندونو ،شوراګانو له لوري ځپل شوي او ځوریدلي لنډه دا چې ناهیلي شوي دا ځکه چې اسلام پالو (د مصر اخوان المسلمین ،آل سعود ، د پاکستان اسلامي سختدریځه ګوندونه ،ایران پلوه فکرونه او..... ) څښتنان همدارنګه کمونیزم (مارکسیزم ،لنینیزم، ماوواز ) ستمیان، افغان ملتیان اسلامی ګوندونو د الله او رسول په نامه خلک وځپل ، کمونیزم د کور، کالي او ډوډۍ په نامه خلک وځپل. ستمیانو اوافغان ملتیانو د سمتونو ، قومونو او په ژبو سره وویشل. مقصد دا چې د هرې ایدیالوجۍ لارویانو او پلویانو اوبه خړې کړې او کبان یې ونیول. نو په داسې حالاتو کې به دا ځوان نسل څنګه مثبت الهام واخلي؟او له کومه به یی واخلي؟

 دا اوس چې کوم مدني خوځښتونه رامنځته شوي دي دوی ډېرو یې له هېواد څخه بهر د هجرت پرمهال د نورو هېوادونو له سیاسي نظامونو،سیاسي خوځښتونو او مدني ټولنو څخه الهام اخیستی او دا هم نشو ویلې چې دا ټول په سم مسیر روان دي، اوس هم لکه د تېر په څېر د مدني خوځښتونو تر شا هېوادونه ،ګوندونه او شخصیتونه رول لوبوي او د خپلو ګټو لپاره یې کاروي. مګر د تېر په تناسب ویلی شو چې نن سبا دیموکراتیکه فضا کې د تېر په پرتله ډېر بدلون راغلی اوس خلک په آزاده توګه د آزادۍ د بیان له نعمته برخمن دي مګر د فکري لحاظه تر اوسه واکمن نه دي. ځکه چې اوس هم دلته بیا ځیني د خپلو افکارو یا ایدیالوجيو لپاره اقتصادي ، اجتماعي او پوهنیزې پروژې لري چې د دې پواسطه د ځان په ګټه حرکت وکړي چې پدې پروژو له لارې خپلې ایډیالوجۍ ته پرمختګ ورکړي چې داسي پروژې تر ډېره د اروپا او امریکا لخوا پر مخ وړل کیږي بیا کلتوري او عنعنوي یرغل کې ایران هم ترنورو کم نه دی چې په همدې اساس خپلې ایدیالوجۍ پر مونږ ومني. ستونزه دا ده چې پخوا به هم یو شمېرلوستي ځوانان ، لیکوالان ، سیاسیون به چې له کومې ایدیالوجۍ متاثره وو بیا به یې هغې خوا ګټو ته ارزښت ورکاوه. مثال د کارل مارکس، ولاديمیراېلېچ لینین، ماوونیزم له نظریو متاثره به چې ووهغوې به په هېواد کې د خپل هېواد ګټو پر ځای به د روسیی او چین ګټو ته ارزښت ورکاوه او سیاسي حرکات به یی د دوی په ګټه مخکې وړل . بیا ځیني اسلام پال وو چې اسلامي بنسټونه یې رامنځته کړل بیا همدې اسلام پالو د اسلام د سپیڅلي ادرسه خپلي هېوادنۍ ګټې قربانولې همدا لویه ګټه وه هغو هېوادونو ته چې نه یې غوښتل افغانستان د عصریت او مدنیت څښتن شي او پرمختګ وکړي اوس هم داسې نښې نښانې شته چې ایدیالوجۍ مو کومې خوا ته برابره وي یا د کومي ډلي ایډیالوجۍ څخه متاثره وي د دوی ګټو ساتلو کې سیاسي ،عنعنوي او کلتوري رول لوبوي.

نو همدا لامل دی چې افغانستان د نورو لاس وهلو او د ګټو د جنګ په ‌‌‌ډګر بدل شوې، له بدمرغه مونږ لا تر اوسه پورې د وطن په ګټه د یوې مخکښې ایډیالوجۍ خاوندان نه یو شوي او سیاسي نظام مو تل له ننګونو سره مخ دی.اوس چې یو څه دیموکراتیکه فضا حاکمه شوې چې معنوي ، ځاني ، مادي او مالي زیانونو باوجود یې تر اوسه خپل استقامت ساتلی، تر اوسه د ډیموکراتیک فکر په مخالفت کې تل سیاسي او مذهبي اسلام پالو خنډونه ایجاد کړي او یو شمېر هېوادونو ته زمینه برابره شوې چې مونږ په خپل منځ کې په بېلا بېل ډول اختلافونو کې د تېر په څېر وساتي او زمونږ په اختلافاتو او تربګنیو کې خپلي ګټې چې ښه مثال یې اوسني شرایطو کې په معیارنه برابر او نه په قانوني چوکاټ برابر سیاسي ګوندونه او بې شمېره مدني ، قومۍ او اجتماعي ټولنې ایجادول دي چې ډېر کم ګوندونه یا ټولنې به وي چې ملي افکار او د وطن په ګټه ایدیالوجیو خاوندان وي.حتی ځینې داسې سیاسي ګوندونه هم شته چې وزارت کې ثبت دي نور پرته له کوم دفتره یوازې په ښو او خوندورو شعارونو خلکو ته خپل شتون ښايې نور په عملي ډګر کې څرک نه لیدل کیږي.

 که شتون هم لري نو سیاسي اختلافاتو کې به لګیا وي چې د همدې اختلافاتو له لارې د امتیازاتو اخیستلو هڅې کوي او داسې سیاسي ګوندونه هم شته چې نومونه به یې د رسنیو له لاري اورو خو شتون به یې له هېواده بهر وي او د بهرنیو هېوادونو له ادرسه به په افغانستان په مرکزې نظام نقد کوي تر څو په شته اختلافاتو کې ځانونه مطرح کړي.

 دا ټول د امتیازاتو لپاره یا د نورو هېوادونو د ګټو لپاره اما د دې کمزوريو ختمولو یا د ګوندونو ثبت او رسيمت کې قانوني طې مراحل پوره کیدو کې حکومت هم پاتي راغلی چې د داسې مافیايي کړیو مخه ونیسي که چیرته حکومت جدي اقدام وکړي دا د سلګونو په شمېرګوندونه ،ټولنې او شوراګانې به لسګونو ته راښکته شي او په زرګونو ټولنو شتون به سلګونو ته راټيټ شي او تر ډېره حده پورې به ایډیالوجیکي اختلافاتو کې کمښت راشي، سیاسي امتیازات چې باج غوندې اخیستل کیږي د دې مخنیوي تر څنګ لویه ګټه دا هم دي چې د نورو لاس وهلو مخنیوې په کیدلي شي. همدا لویه بدبختې ده چې د هېواد په ګټه د ایډیالوجیو نه شتون مو نه یواځې عصري کېدو او مدني کیدو ته نه پریږدي بلکې د قوي سیاسي نظام نه شتون ، زراعت ، صنعت ، سوداګري ، تدریسې پوهنتونونو او ښوونځیو ته يې هم زیان رسولي حتی چې دا اوس هم افغانیت ( نشنلېزم یا وطنپالنه) په نېشت کې حساب ده  چې وطنپالنه کې ټول اقوام ، مذهبې ، سیاسې ګوندونه، ټولنې ځانونه ویني او له بده مرغه دغې برخې ته ډېر کار نه کیږي البته نشنلېزم یا وطنپالنه دا اوس هم په اسلامي هېوادونو کې چې افغانستان کې به یې وطنپالنه کفر بلله نن هلته همدغه د وطنپالنې افکار د ودې  او تقويې په حال کې ده  چې د خپل هېواد ټول وګړي پې راټول کړي حتی ځینو اسلامي هېوادونو کې سکولریزم په دې دلیل مخ پر وړاندې روان دی چې د عامو خلکو ترمنځ وطنپالنه او نشنلیزم وساتي.

افغانستان کې هم باید هغه څه ته لومړیتوب ورکړل شي چې د افغانانو ترمنځ د یووالې ټينګښت سبب ګرځي،عنعنوي او کلتوري پرمختګونو ته باید ستراتیژیک اهداف ولرو ، افغانیت پیاوړی کړو او وطنپالنې ته ارزښت ورکړو، د هېواد په ګټه په تعلیمي زیرمو،په سیاسي ایډیالوجیو ،په ډیپلوماتیکو اصولو پانګونه وکړو او خپل افکار داسې وروزو چې د هېواد ګټې مو پکې خوندي شي او داسې ایډیالوجی باید ولرو چې هېواد مو د سیالانو سیال شي او د پردیو  افکارو او ایدیالوجیو د یرغل څخه خپل هېواد او هېوادوال خوندي وساتو.