د پاکستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه ميرمن ډګر جنراله شوه 

روهي (درې نۍ/۱۰ د چنګاښ)، د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې ميرمن نیګار جواهر پوځ کې دګر جنرالۍ رتبې ته رسېدلې ده. د لومړي ځل لپاره د پاکستان پوځ کې يوه ميرمن تورن جنرالۍ ته رسېدلې ده. 

که څه هم د شمېرو اړوند د پاکستان د ټولې کلنۍ بودجې ۷۰ سلنه پيسې پر پوځ لګيږي خو بيا هم د ياد هېواد په پوځ کې د ښځو ونډه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله کمه ده. 

دغه پاکستانۍ ميرمن تېر کال له درېيو نورو پاکستانيو ميرمنو سره تورن جنرالۍ ته رسېدلې وه. د پاکستان پوځ ويلي دي چې د نوموړي ډګر جنرالي به مثبت اغېز ولري.