د افغانستان ضعف ټکې

افغانستان کې همیش جګړې د کمزوري حکومتونو او نظامونو له امله منځته راغلي چې همدې کمزوري موقف څخه هر چا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره ګټه اخیستي.چې تر اوسه پوري دلته اقتصادې ، سیاسې ،جغرافیې او ایډیالوجې ګټو په لټه کې دي. چې همدې اهدافو لپاره یې افغانستان کې ښکار کړي چې بدبختانه دا ښکار اوس هم دوام لري.البته د ۲۰۰۱ کالو راهیسې افغانستان کې بیرته حالات داسې خراب شول چې د بربادې زیانونو تر څنګ یې وخشت او ظلم زورزیاتې خپور کړي چې دغو لاملونو په هکله پدې لیکنه کې مختصره کتنه شوي ده.
 
لومړي: د وضعیت داخلي مخالفتونه:
له ۲۰۰۱ کال راهیسې متاسفانه چې حکومت، تنظیمونو او سیاسیون جګړې ختمولو  او د افغانستان پرمختګ لپاره دومره کار ونه کړ څومره چې په باید شوي وای. پدې سره مصروف شول چې حکومت کې زیاته برخه ولري. ښه امتیازات واخلي . شخصي موقفونو ته او شخصي موخو ته د رسیدو لپاره ناسالم رقابتونه یې پیل کړل .همدارنګه د خپلو موقفونو لپاره یې د افغانانو ذهنونه د ځان په ګټه استعمال کړل.
 
سیاسي حرکتونه د جهاد ، قومي او قربانیو په نوم امتیازاتو اخیستو ته وقف شول. سیاسي ګټې او سیاسې مبارزي تر شخصي ګټو ،موقفونو ، امتیازاتو غوښتنو تر سیورې لاندې اغیزمني شوي. هر څه محدودو کړیو له لاسه انحصار شول.
 
قانوني خپلواکي، عدالت ، اطاعت ،ارزښت مشخصو کړیو لخوا ځانونو ته تابع کړل شول. اما متاسفانه چې تر اوسه پوري یې ځانونه د افغانستان اساسي قانون  ته تابع نه کړل. نه څوک د اساسي قانون په بنیاد د عدالت غوښتونکي شول. نه چا د اساسي قانون حکمیت ته اهمیت ورکړ . زور د بلا زور اوج ته رسیدلي. قانون څخه سرغاړونه زورواکې ،لنډغریزم دي چې دغه لنډغریزم پواسطه چې څه وغواړي هغه ترسره کولي شي ځکه چې د دوي ګټې ، موقفونه لپاره قانون هیڅ معنی نه لري حتئ بعضو ته اساسي قانون شتون اهمیت هم نه لري اما دا هم نشو ویلي چې دا هر څه کلتوري او عنعناتو برخه دي دلته په ریښتوني ډول د قانون تر څنګ کلتوري او عنعناتو هم خپل ارزښتونه بایللي تر اوسه پورې د اساسي قانون په څیر يتیمان دي. چې همدې نن ورځې پوري قومي ټیکاداران ، لنډغر ،زورواکي ، فسادګر ګڼ پلویان لري چې په همدوي باندې خپل قدرت ، موقف ، زورواکې، لنډغریزم ته دوام ورکوي او همدغو موخو ته د رسیدو لپاره پلویان وکاره وي چې د دې هر قسم امتیازاتو څخه بې برخې نشي.
 
په همدې توګه تر نن ورځي پوري حکومت او نظام په قومي ،سمتي ، تنظیمي ، زورواکو او لنډغرو په ګټه جوړ شوی دي ځکه خو ملت په قومونو ، ضوابظ په روابط ، مجازات په مکافات، صداقت په چاپلوسي ، ریښتونیوالي په درواغو ، مینه په نفرت ، یووالي په نفاق ، اهل کار په نااهل کار ، استعداد په خپلوې ، عدالت په زورګویې تبدیل شوي او له دوام لري.
 
په اوسنیو سیاسي فعالیتونو کې هر لوړپوړي چارواکې په خپل مسولیت کې محتاطانه عمل کوي ځکه چې راتلونکي ګټې یې خرابې نشي ، راتلونکي موقف ته رسیدو کې ناکامي ونه ګوري. کچیرته مهمي پیښې وڅیړو محتاطانه عمل پکې په نظر راځي چې ښه مثال یې نږدې ورځو کې د ایران ظلم وو چې افغانانو سره یې وکړ ،ویې سیځول  ،ویې وژل خو بیا هم د مسولینو افغانانو له لوري په لوړ مورال سره ایران ته ځي پر ځای د دې چې دغه مشکلاتو حل لپاره ایراني لوړپوړي چارواکې افغانستان ته راغلي واي.
 
اقتصادې ګټو ته دایمي پروژې نه شتون ، تجاراتي ترانزیټ لارو نشتون ، قوي ډیپلوماسې او پالیسې نشتون، سیاسي فعالیتونو کې ملي پرمختیایې انګیزې نشتون ، افغانستان د نورو استعمال څخه خوندې ساتلو مبارزي نشتون، تیرو تجربو څخه نه زدکړه، د تیر راهیسې تر نن پوري بې ګنا افغانانو په وژنه، د افغانانو په لوږه، د افغانانو په عزت لوبې کیدل دا هر څه باندې رحم نه لرل د دې باعث ګرځیدلې چې افغانستان څخه  د پاکستان ، ایران ، امریکا ، روسیې ،هند ورته نورو هېوادونو استعمال الي یې جوړه کړي دي. چې همدې وجهي جنګ دوام لري. وخشت کې کمښت نه راځي. جنایې جرمونه اوج ته رسیدلي. در په در یو ، حتی د یوې ورځي ډوډي لپاره اولاد خرڅیږي. د یوې ورځي ډوډي لپاره بعضي افغانان خپل بچیان د ګدایې لپاره لارو کوڅو ته یې رایستلي چې د دې هر څه ټول مسولیت د حکومت په لوړپوړو چاورواکو، سیاسیون او تنظیمې رهبرانو او غړو په غاړه دي.
 
اوس باید ټول اړخونه دې پایلې ته ورسیږي چې د سیاست پر بنیاد تحلیل او سیاسي فعالیتونو تجربو څخه په اوسنیو سیاسي فعالیتونو کې افغانستان په ګټه کار وکړي نور باید خپلي څیرې په تیر سیاست کې نه بلکې راتلونکي سیاست کې وګوري. د نړي سره اړیکو په اساس  د خپل هېواد ګټو ،ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي.
 
همدارنګه په اوسنيو سیاسي فعالیتونو کې سوله راسپړل شوي ده چې سوله د ملت او د افغانستان په ګټه دي د دې لپاره هم بغضي لنډغر، زورواکي او فسادګر خنډ او د ځنډ سبب ګرځي چې د دوي ګټې پکې خاوري کیږي ځکه چې د سولي راتګ سره ممکن افغانستان کې قانون خپل ارزښت پیدا کړي، حکمیت ومومي. کلتورې او عنعنات ارزښتونه پیاوړي شي او په سیاسې فعالیتونو کې د خوندې افغانستان لپاره مبارزي او هلي ځلي وشي. د ملي یووالي پشمول ملي ارزښتونو ته په سپکوې تر څنګ ځینو نورو جرمونو او فساد ته د اعدام سزا اعلان شي. چې پدې سره څوک د دې کوښښ ونکړي چې د نورو اهدافو ته په افغانستان کې کار وکړي. هر ډول استعمال څخه به  افغانستان وساتل شي. او د افغانانو ذهنیت څخه به نور څوک د ځان په ګټه ګټه وانخلي، بیرته يو هېواد ، یو ملت او یوې خاورې ته د سمسورتیا او ثمر ډک پرمختګونو موجونه خواره شي.
 
دويم: د سیمه ییزو هېوادونو اختلافات:
لکه څرنګه چې پوهیږو چې کلتوري او عنعناتو ارزښتونه، سیاسي نظام، اقتصاد ، تجارت،موقعیت، فعاله ډیپلوماسې او د پالیسې قوت، ملي ځواک ، يووالي ورته نور نهادونه په نړیوالو اړیکو کې مثبت اغیز لري خو متاسفانه چې په ډیرو برخو کې افغانستان یې په لرلو کې کمزوري دي چې همدا کمزورتیا د دې سبب شوي چې هر هېواد یې په اساني سره خپلو ګټو او اهدافو لپاره استعمال کړي. د خپلو ګټو په سر اختلافات ، دښمني په افغانستان کې وپایلي، دلته ورباندې شخړې تودې وساتي.
 
سیمه ییز هېوادونه هر یو یې د خپلو دایمي او لنډمحالو ستراتیژیکو سیاسي ،اقتصادې،کلتوري، ایډیالوجې اهدافو په لټه کې دي. چې د دوي څخه یوازي چین او هند پالیسې تر یو حده پوري اقتصادې ګټو باندې تمرکز کوي پدې کوښښ کوي چې خپلو اهدافو ته د اقتصادې ګټو او پانګوني له لارې ځان ورسوي.
 
همدارنګه چین او هند خپلو لویو اقتصادې او تجاراتي پرمختیایې پروژو تطبیق او امنیت لپاره افغانستان ورته اهمیت لري. چې باثباته افغانستان د دوي ګټو ته پرمختګ وسیله کیدلې شي او همدارنګه جغرافیې موقعیت یې هم دواړو هېوادونو ته خورا مهم ارزښت لري چې همدې له لارې تجاراتي پرمختیا لپاره د مرکزې اسیا او اروپایې هېوادونو سره ځمکني وصل شي او هم کوښښ کوي چې په مرکزې اسیا کې پانګوني پراخي کړي چې نسبت نورو هېوادونو څخه ورته په ګټه تمامیږې. هند بیا تر یو حده پورې په افغانستان کې نور اهدافو په لټه کې هم ده چې همدې اهدافو له لارې خپلي لنډه محاله ستراتیژیکې ګټې خوندې کړي.
 
پاکستان د افغانستان سره همیش دوه مخي پالیسې له لوري چلند کړي. چې د یوې پالیسې له مخې افغانستان ته دوستې ، وروروالۍ، اقتصادې او تجاراتي ګټو پرمختګونو پیغام ورکوي . اما بیا بل اړخ کې پدې کوښښ کوي چې افغانستان څه ډول کمزوري کړي. خپلو ګټو ته یې استعمال کړي. افغانستان ثبات او پرمختګ ته خنډونه جوړ کړي همدارنګه په افغانستان کې جنګ تود ساتلو لپاره یې همیش خپله خاوره استعمال کړي ،جنګیالي یې پکې ساتلي او روزلي چې دا پالیسې تر نن ورځي پورې دوام لري چې پدې دوه مخې پالیسې کې یې خپلو ستراتیژیکو ګټو او اهدافو ته کار وکړي، همدې له لارې یې ځان په افغانستان غښتلي کړي . کوښښ کوي چې افغانستان سره په سرحداتو باندې کنترول لاسته راوړي چې نږدې دایمي پوځي اډې ولري او ورته نورو پرمختګونو پسې په لټه کې دي چې همدې پرمختګ لپاره افغانستان کې تود جنګ ته پوکې ورکوي چې ورته نور اهداف هم  په سیمه کې لري چې افغانستان کې د هند پانګوني ته خنډونه ایجاد کړي او د هند سره د افغانستان دوستانه اړیکو څخه په ویره کې دي.
 
ایران ستراتیژیک اهداف په مذهبې اړخونو پورې تړلي چې خپل کلتور په افغانستان کې تقویه کړي. چې همدارنګه په منځني اسیا کې هم د نورو هېوادونو سره د مذهبې ګټو په سر دښمني او اختلافات لري چې کوښښ کوي په سیمه کې خپل مذهب پراخ کړي او په سیمه کې مذهب په نوم ګټې لاسته راوړي او مذهب په نوم ملاتړې ولري. افغانستان کې ایران د امریکایې ځواکونو شتون مخالف دي او خپلو ملي اهدافو پر ضد یې ګڼې چې همدې له امله یې د طالبانو ملاتړ ته وردانګلي چې د امریکایې ګټو په خلاف یې افغانستان کې وجنګیږې او پدې کې هم کوښښ کوي چې په افغانستان کې سیاسې بې ثباتي شتون ولري همدې اختلافاتو څخه د خپلو اهدافو لپاره ګټه واخلي او سیاسې بې ثباتې له امله طالبانو ته هم ګټه ورسوي او همدارنګه په افغانستان کې د هغو هېوادونو نفوذ مخه هم ونیسې چې دوي ورته د دښمني په سترګه ګوري.
 
روسیه د په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو شتون سره مخالفت لري چې تر اوسه پورې د امریکا شتون نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي چې ایا دوي پاتی کیږي که په تیښته بریالي کیږې که پاتي کیږې کومو اهدافو په لټه کې به وي که ځي سیمه به کوم برخلیک سره مخامخ کیږې چې پدې سره روسیه تشویش کې ده. همدارنګه د روسیې زیات مخالفتونه د افغان سولې پرمختګ کې د خلیلزاد څو ځلي سفرونه روسیې ته کړي او هدارنګه یې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي سره په لیدو کتو کې دا ډول تشویشونه او مخالفتونه راکم کړي اما بیا هم پوره باور په امریکا نه لري چې دوي د خپلو دایمې ګټو ته هر څه کولي شي. روسیې غیر مستقیم ملاتړ د طالبانو څخه دا علت هم ممکن کیدلې شي چې د اشرف غني راتګ سره د روسیې سره اړیکې کم رنګه شوي د نږدې اړیکو لپاره یې هیڅ سیاسې فعالیت تر سره نکړ او همدارنګه روسیه کوښښ کوي چې امریکایې ځواکونه د افغانستان په حدودو کې په جنګ مصروف وساتي چې لویو اهدافو تعقیب خوبونه ونه ګوري.
 
اما روسیه غواړي چې په  افغانستان کې مهمو پروژو او همدارنګه پاتې شوني پروژو چې پخواني حکومتونو کې یې کار په کړي بیرته د ترمیم کارونه وکړي. د تیرو سیاسې پدیدو تجربو څخه په زده کړه کې دا ځل روسیه کوښښ کوي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري خو دا اړیکې د دې سبب نه شي چې بیرته یو ناورین رامنځته کړي.
 
درېیم: اروپا او امریکا:
اروپایې هیوادونه خصوصا د ناټو غړي دې ته کوښښ کوي چې په افغانستان کې شتون ولري هغه خطرونو مخه ونیسې چې د دوي امنیت ته زیان کیدلي شي. اما دې ته هم لګیا دي چې په افغانستان کې د ښه ثبات او پرمختګ لپاره پانګونه وکړي چې افغانستان د ښې حکومتداري او قوي نظام خاوند شي. اما یو څه یې کارونه امریکایې اهدافو پڅ کړي او نه په ډاډه ډول امریکا ورتللي شي چې د لوبې حقیقت ورته ووایې. اروپایې (ناټو غړو ) هېوادونو ته د روسیې په خلاف د افغانستان جغرافیې موقعیت خورا اهمیت لري چې همدې ځاي څخه په منځني او مرکزي اسیا کې د روسیې پرمختګونه وڅیړې او د هغو ګواښونو څخه په وخت خبر چې د روسیې له لوري دوي ته متوجې دي.
 
اروپایې ټولنه د افغانستان لپاره په ګټه تمامیدلي شي او هم په نړي سطحه د افغانستان ښه ملاتړ کوونکي کیدلې شي پدې شرط چې د دې څخه کابل په صحې معنی ګټه واخلي ، دوستانه اړیکو پاللو ته پوره کوښښونه وکړي. د ښه اقتصادې پرمختګ او لویو پروژیو تطبیق لپاره کابل باید د اروپایې لوی شرکتونه د پانګوني لپاره رادعوت کړي او د پانګوني لپاره ورته اسانتیاوي برابري کړل شي.
 
امریکا چې د هر قسم لوبو پیل وړتیا لري چې د دې وړتیا څخه یې خپلو ستراتیژیکو اهدافو مقابل کې پریمانه توګه ګټه اخیستې ده. بعضي شرایطو کې ستراتیژیکو اهدافو ته د رسیدو دوه مخې لوبې کولو وړتیا هم لري. امریکا شتون اوږد سیاسې بحث دي اما شتون ته یې ځغلنده توګه کتنه کاوه چې د دوي په لوبه کې بیا هم افغانستان وبایلوده.
 
کچیرته د ۱۹۹۰م کالو جنجالونه وڅیړو دې ته رسیږو چې سیاسې ګوندونو رهبرانو د یو بل قدرت یا په سیاسي فعالیتونو کې د یو بل شتون نشو زغملي ټول پدې کوښښ کې وو چې د سیاست زیات واک ولري خو د واک په سر یې خپلمنځي شخړو کې افغانستان تبا او برباد کړ چې دا دي تر نن ورځي پورې ورڅخه کړیږو کچیرته د امریکا راتګ سره په لومړیو  وختونو کې په ریښتوني ډول جمهوریت او ولسواکي ته کار شوي وای ،ولسواکې ته یې د ګواښونو مخه نیولې وای ، یو په بل یې سیاسې او جهادې مشران معتبر کړي نه وای نن به ممکن د شته حکومت او نظام څخه بهتر نظام درلودو او قوي حکومت به مو لرلي اما متاسفانه چې د دې نااخوالو ،جنجالونو ، ګواښونو جنګ ته پراخه زمینه برابره کړه چې همدې مخالفتونو امله له جنګ دوام لري. نن چې امریکا کوم تلاش کې ده که دغه تلاشونه یې نن نه شل کاله پخوا کړي وای اوس به افغانستان په امن کې پوره ښه والي راغلي وای شاید افغانستان پوره د امن څښتن شوی وای.
 
امریکا ځکه د دې مسولیت لري چې یوې خوا یې جنګ تود ساتلو کې همکاري کړي او بلې خوا یې په قصدې ډول حکومت کمزوري کړي چې خپل لاس پوڅي او غلامان ته کوښښ کړي چې په قدرت کې یې وساتي په لوړو موقفونو یې ونازه وي اما د دې سره تر اوسه پوري امریکا سره په سیاسي دوستانه ارتباطاتو کې خنډونه شته چې بعضي وخت ارتباطات یو طرفه هم کیدلي شي چې امریکا څه وغواړي په حکومت کوي اما څه چې افغانستان وغواړي د هغوې غوښتنو لپاره بیا ارتباطات دومره کمزوري وي چې د امریکا وزارت خارجې عادي ماموریت پورې وتړل شي. چې پدې کمزوري ارتباطاتو کې امریکا هم ګرم کیدلي شي ځکه چې کله کله یې داسې سفیران یا خاص استازي افغانستان لپاره ګمارلې چې هغوې شخصې اړیکو په اساس افغانستان کې هر څه کړي. د حکومت پر ځاي یې دوي ته اهمیت ورکړي. حکومت هم پدې کوښښونو کې ناکام شوي چې مستقیما د سپني ماڼې سره ارتباطات ټینګ کړي او ښې اړیکې ولري.
 
په پای کې:
اوس افغانستان ته یو ښه چانس پلاس ورغلي چې ټولې سیاسې او جنګې ډلې، ټپلې ، تنظیمونه او حکومت باید د دې چانس څخه پوره د افغانستان په ګټه ګټه واخلي چې په سولي کې پرمختګونه دي. حکومت او طالبان پشمول سیاسیون باید د شخصي ،تنظیمې ، قومې او سمتې ګټې پریږدې د باثبات افغانستان لپاره باید روغي جوړي ته ورسیږې کله چې د سولې توافق ته ورسیږو بیا انشاالله هغه کمزورتیاوې چې د نظام په نهادونه کې لرو دا به تقویه کیږې او غښتلي نظام ته به لومړیتوب ورکول کیږي چې د افغانستان فرد فرد نمایندګې وکړي.
 
د افغانستان په سوله کې باید فرد فرد ځان ووینې حقیقي غوښتنې په توګه ومنل شي. د یو موټې افغانستان ساتلو سبب شي. هیڅوک ورته د کمزوري یا ګټلو ،بایللو فکر ورنکړې هر څوک چې د دې کوښښ کوي باید مخه یې ونیول شي. د سولې څخه باید د نورو هېوادونو ستراتیژیکو اهدافو څخه افغانستان خوندې ساتلو لپاره ګټه واخیستل شي.
 
اما نور باید تیرو تجربو څخه زده کړو راتلونکې نسل ته په میراث کې داسې څه پریږدو چې د ویاړ او افتخار سبب یې وګرځي. مخالفتونه او دښمني باید په دوستې او مینې محبت تبدیل کړو او وروروالي ژوند ته دوام ورکړو ، ارام ژوند پیل کړو.
د یو باثبات افغانستان په هیله.