افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې

 افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې تر عنوان لاندې کتاب په دې وروستیو کې د اکسوس کتابپلورنځي له لوري چاپ  او خپور شوی دی  افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې کتاب د افغانستان علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز  د رییس څېړندوی محمد سرور احمدزي له لوري لیکل شوی دی.

 سیمه ییزه همکاري هغه سیاسي او اداري میکانیزمونه دي، چې په یوه ځانګړې جغرافیايي سیمه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ او تفاهم د پراختیا، د ملي ګټو د خوندیتوب او د مشترکو ګټو د رامنځته کولو او پراختیا په موخه ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. افغانستان چې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکي پله حیثیت لري، نو د جیوپولټیک او جیو ایکونومیک موقیعت ته په پاملرنې سره افغانستان د سیمه ییزې همکاری لپاره ستر فرصتونه لري.

 مرکزي آسیا د تیلو او ګازو لویې زیرمې لري او سویلي آسیا یې ښه مارکیټ دی، مرکزي آسیا هېوادونه  د افغانستان له لارې کولای شي خپل سوداګریز توکي سویلي آسیا ته ولیږ دوي، چې ښه بیلګه یې د ټاپي پروژه ده، چې ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د نللیکې په واسطه لیږدوي. افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې تر عنوان لاندې کتاب څلور څپرکي لري، چې لومړی څپرکی د څېړنې کلیاتو، موخې، اهمیت، پوښتنو او فرضیو ته ځانګړی شوی دی. په دویم څپرکي کې سیمه ییزه همکاري او اړوند نظریې روښانه شوي دي همدارنګه د سیمه ییزې همکاري اړتیا باندې هم بحث شوی دی. دریم څپرکی چې د کتاب مهمه منځپانګه جوړوي، په دې څپرکي کې د ټوټاپ، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰، ټاپ ۵۰۰، وریښمو نوې لار، لارجوردو لار، چابهار بندر، اورګاډي پټلۍ، هوایي دهلیزونو.... په شان اقتصادي سیمه ییزو پروژو باندې بحث شوی دی. په څلورم څپرکي کې د سیمه ییزې همکارۍ پر وړاندې  په پرتو ستونزو بحث شوی دی، چې جګړه او بې ثباتي، امنیت محوره بهرني سیاستونه، سرحدي ستونزې، مذهبي او ایډیالوژیک اختلافات، د اعتماد او باور نشتون ... یې مهمې ستونزې یادې کړې دي. 

په پایله کې ویلی شم، چې افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې تر عنوان لاندې کتاب  په پښتو ژبه  لومړنی کتاب دی، چې تر اوسه په پورتني عنوان او محتویاتو باندې  کوم کتاب نه دی لیکل شوی او په دري ژبه کې هم  په دې اړه کمې لیکنې شوې دي. افغانستان او سیمه ییزه همکاري فرصتونه او ستونزې تر عنوان لاندې کتاب مطالعه د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو او کارکونکو، دسیمه ییزو چارو څېړونکو، پالیسي جوړونکو او د نړیوالو اړیکو او سیاسي علوموپوهنځیو محصلینو ته ګټور بولم، همدارنګه بایدووایم چې قدرمن لوستونکي کولای شي دغه مهم کتاب له اکسوس کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړي .