مودي: څوګ چې هند ته کاږه وګوري سترګې به ترې وباسو خو چين د هند او چين ګډې پولې ته د رزمي روزنې لپاره تازه ډله لېږلي 

روهي (يوه نۍ/۸ د چنګاښ)، د چين او هندوستان ترمنځ تېره مياشت تاوتريخوالی وروسته له هغې پېښ شو، چې لداخ کې يې پر ګډې پولې پوځيان يو او بل ته سره په سنګر شول. هند پر چين پړه اچوي چې له خپل بريد يې وړاندې تګ کړی او د پوځي تاسيساتو د جوړنې چارې يې پيل کړي دي. 

د پولې پر سر د چين او هند ترمنځ وروستي تاوتريخوالي کې د هندوستان شل پوځيان ووژل شول. د هندي بوځيان وژل کېدو لومړی وزیر نرېندرا مودي غوسه کړی او خبرداری يې ورکړ چې د هندي پوځيانو وينه به ضايع نه کړي. 

لومړي یوزير نرېندرا مودي تازه تېره ورځ په يوې راډيويي وينا کې ويلي دي، چې هندوستان هم دوستي کوي یاو هم د ګواښ پر وړاندې ځواب وايي. هندي پوځيان به د له خپلې خاورې له هرې لوېشت ننګه وکړي. 

خو تازه د چين حکومت د هند او چين ترمنځ ګډې جنجالي پولې ته د رزمي جګړې يوه شل کسيزه ډله لېږلې ده، ترڅو هلته چنيايي پوځيانو ته رزمي زده کړې ورکړي. چين د يادې ډلې د لېږلو د موخې په اړه څه نه دي ويلي. 

چين او هندوستان دواړه اټومي ځواک لرونکي هېوادونه دي، دوی په تېر کې سره نښتې کړې خو په دې وروستيو کې يې اړيکې ډېرې دوستانه او سوداګريزې شوې وې.