عمران خان اسامه بن لادن شهید بلل قصدي وو که سهواً!؟

کچیرته د پاکستان  ۱۹۷۰م کالو راهیسې د دوي ستراتیژي مطالعه کړو تر ډیره حده پوري تروریزم ته تمایل شوي دي ځکه چې دوي د اغه وخت څخه د هند ، افغانستان تقویه، پرمختګ څخه په ویره کې وو. چې پاکستان به د چین، هند ، افغانستان او ایران غوندې هېوادونو کې راګیریدل به د پاکستان ملي ګټو ته سخت په زیان تمام شي. اغه وو چې په سمیز سطحه باندې یې تروریزم او تروریسې درد سر یې راپیدا کړ چې د دې درد سر زیاتوالي ته امریکا، سعودې عربستان ، انګریزانو او بعضي نورو هېوادونو هر رنګه مرستو او ملاتړ ته یې راودنګل. ځکه چې ډیرو پکې ګټې نغښتې وي. د دې ستراتیژي تطبیق لپاره پاکستان پوځي کودتا وکړه چې ضیاءالحق یې په واک کینه وه،  بیا د دې څخه وروسته یې  د نړي مختلفو هېوادونو څخه القاعده پاکستان ته راوستل  چې خوندې ځایونو تر څنګ یې روزنه هم دلته کیده. چې د پوځ منځ کې داسې جنرالان اوس هم شته چې د القاعدې ملاتړ لري ، اړیکي او خواخوږي ورسره لري دا ځکه چې بیا د دوي په سر کریډت اخلي او همدې له لارې لشکرطیبه ډلې ته ملاتړ پیدا کړي.

چې پدې مرستو کې پاکستان هم ښې پریماني مزي وکړي او هم یې استخبارات پې غښتلي کړل، پوځ یې په منظمو اسلحو سمبال کړ ، اټومي پیژندني نهادونه یې جوړ کړل چې همدې امله اوس د اتومي بم خاوند دي همدارنګه یې پوځي نظامي له اړخه په سمه ییزه کچه د قدرت انډول کې ځان برابر کړ او تقاعد جنرالانو او استخباراتي مشاورینو پشمول اکثره انجنیران، ډاکتران ، اقتصاد پوهان یې په منځني ختیځ تر څنګ نړیوالو لویو سازمانونو کې دا اوس ښې پریمانې واظیفې لري او لګیا دي خپل هېواد ته مادې او معنوي ډول ګټه رسوي. دوي د تروریزم لار کې اوس هم دنیا ته داسې پیغام ورکوي چې پاکستان ګټې خوندې نشي دا تروریزم به دوام لري که دغو ګټو ته خطر د هند څخه وي که د افغانستان څخه.

اوس چې پاکستان د دې پروژي بدلون درک کړي ، پوهیږې چې نړيواله سناریو په بدلیدو ده همدې سناریو بدلون کې اوس خپلې ګټې لوټوې چې ښه مثال یې د افغانستان په سوله، کشمیر حل او د قرضونو اخیستو کې ده. همداسې به د فرانسې، امریکا څخه نور پوځي وسایل هم وپلوري چې امریکا به یې مخه نه نیسي.

اوس چې عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید لقب ورکول پدې معنی چې د پاکستان پوځي ستراتیژو څخه غیر مستقیم ملاتړ دې او همدارنګه مهم پیغام هم لري د خپلو ملي اهدافو ساتلو په مورد کې، چې دنیا ته وښایې پاکستان په ریښتوني معني ستونزو کې راګیر دي داسې نشې چې په سیمه کې د قدرت ،پرمختک او ځواک د پاکستان ټوټه کیدو  بلوڅ، سیندې، پښتانه) یا د پاکستان موجودیت ته په خاطر کې شي او یا د نړیوالو مرستې، ملاتړ محدود شي .کچیرته داسې کیږي نو تروریزم به موجودیت لري چې تر څو د پاکستان ویرې ته قانع کوونکې ځواب نه وي موندل شوي.

پاکستان لکه مخکې مو هم وویل چې د ستراتیژې تکتیک بدلون ته اړتیا درک کړي چې پدې کې هم د نړیوالو ملاتړ ، همکاري ، مرستو او دوستې ته په موثره توګه ضرورت لري چې پاکستان همایه کړي ، پاکستان قرضونو کې د تبا کیدو سبب نشي بلکې نړیوالو په مرسته او همکاريو باندې پاکستان له قرضونو څخه وباسي ، اقتصاد پیاوړي کړي ، مقابل کې یې هیڅ قدرت خنډ نشي او د نورو هېوادونو خاوره د پاکستان پر ضد استعمال نشي، بعضي هېوادونو خارجه پالیسې او ډیپلوماسې له لارې د پاکستان کمزوري ښودل پای ته ورسوي. چې کچیرته داسې ونشي پاکستان مجبور دي دا اور ګرم وساتې تر هغي پوري چې ویره یې ختمه شوي نه وي.

په سیمه کې پاکستان لنډمهالو ستراتیژيکو ګټو ته نه بلکې دایمي ګټو ته لګیا دي چې د پاکستان بشر حقونو کمیسویون مشر بن رحمان یو وخت ویلي وو چې پاکستان د طالبانو ، لشکرطیبه او القاعده ساتلو کې کوچینې اهداف نه لري. همدارنګه پاکستان په پدې شل کلن جنګ کې پدې کوښښ هم کړي چې نړیوالو ځواکونو ماموریت عملا کمزوری کړي. د افغانستان په مختلفو سیمو کې قومي ستونزو ته هم کار کړي چې یوې خوا پښتانه همایه کړي بلې خوا تاجک او هزاره د پښتانو مقابل کې به له نړیوالو ځواکونو مرسته وغواړي چې پدې سره به په افغانستان کې د شخړو دوام پیدا کړي .همدارنګه پاکستان وزارت خارجه ډیر قوي پالیسې ساز او ډیپلوماټان لري چې هغو څخه په ګټه اخیستو کې تر یو حده پوري د دوي ستراتیژي احیا دي.

چې په اوسنیو شرایطو کې ورته کار وکړي ، درک کړي چې د پاکستان دایمې ګټې له هر ډول خاطر څخه ساتل کیږې او په سیمه کې د پاکستان پرضد مخالفتونه شتون نه لري بیا د پاکستان څخه د ښو کارونو تمه ولري.

اوس پدې مه خوشالیږې چې اسامه بن لادن ته د شهید په لقب باندې د پاکستان حثیت ته ضرر رسیږې یا متضرره شو. 

بلکې پدې باندې باید افغانستان مطالعه وکړي، څیړنې وکړي ، تحقیقات پیل کړي چې څنګه پاکستان دغه لوبه کې اوټ کولي شي.