چين پر هغې پولې پوځي تاسيسات جوړ کړل، چې ۲۰ هندي سرتيري پرې ووژل شول

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، چين له هندوستان سره د ګډې پولې په نېږدې پوځي تاسيسات جوړ کړي دي. ګډې کرښې ته پرته سيمه چې اوس په کې د چين پوځي تاسيسات تر سترګو کيږي، د ګلوان د سیند غاړې دي. 

د هند حکومت په ياده سيمه کې د چين د اقداماتو پر وړاندې مخالفت وښوود او ترمنځ يې جګړه وشوه. ياده جګړه کې د هندوستان شل پوځيان ووژل شول. د چين خواته د مرګ - ژوبلې تائيد راپورونه  رسنيز نه شول. 

د چين او هندوستان ګډه پوله د همالیه د غرونو لړيو کې د لداخ  په نوم له سيمې تيريږي او د دغه دوه هېوادونو ترمنځ نښته په ګلوان دره کې شوې. هغه مهال هندي ځواکونو د چين له خوا د پوځي تاسيساتو د جوړولو مخالفت کړی وو. 

د هندي سرتيرو وژل کېدو لومړی وزير نرېندرا مودي په غوسه کړی وو او ويلي چې وينه به يې ضايع نه شي. وروسته دواړه هېوادونو د خبرو له لارې د راپورته شوي ستونزې حل پيل کړ. 

د هندوستان او چين ترمنځ د پولې پر سر شخړه کې هندوستان پړه پر چين اچوي او هندي قومندانانو ويلي، چې چين زرګونه پوځيان ګلوان دره ته استولي دي.