قريشي: اسلام اباد کې د هند سفارت تر نميايي کارمندان له خپل هېواده وباسو

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هندوستان د حکومت هغه اقدام چې نوي ډيلي کې د پاکستان له سفارت ۵۰ سلنه ډپلماټان وباسي، غندلې او د نړيوالو او ډپملماټيکو اصولو خلاف عمل يې بللی دی. 

قريشي ويلي دي چې د هندوستان حکومت د نړيوالو اصول خلاف کړنې تر سره کوي، هند کې پاکستاني ډپلماټان تر تعقيب لاندې نيسي او د ځورونې سبب يې کيږي. قريشي ويلي دي چې پاکستان هم په ورته عمل لاس پوري کوي او اسلام اباد کې يې پنځوس سلنه هندي ډپلماټانو ته د وتلو ويلي دي. 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي وايي چې هندوستان هڅه کوي چې له چين سره د پولې پر سر د راپورته شوي کړکېچ څخه د نړۍ توجه بلې خوا کړي او په دې اساس يې پر پاکستاني ډپلماټانو بې بنسټه تورونه پوري کړي دي. 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې هلته د پاکستان د سفارت ځيني کارمندان په جاسوسۍ تورن کړي او له هندوستان څخه د وتلو امر يې ورته کړی دی.