روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هېواد کې د جګړې په تيزۍ خواشېني ښوودلې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي دي چې د بنديانو د خلاصون لړۍ ګړندۍ او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پيل ته لار پرانېزي.
د پخواني ولسمشر حامدکرزي له دفتر رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼې کې لېکل شوي دي، چې روانه جګړه له افغانانو قرباني اخلي، خو په حقيقت کې يوه پردۍ او تپل شوې جګړه ده.
په تېرو کوچني اختر کې له درې ورځني اوربند وروسته، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه يو ځل بيا ډېره شوې ده.
ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې د طالبانو د بريدونو په اړه ويلي، خو طالبانو چې په جګړه کې يې د پام وړ کموالی رامنځ ته کړی دی.
وروستي