پر ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغېزې

یوویشتمه پېړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې د یو ستر انقلاب شاهده ده، ټولنیزې رسنۍ هم دې پېړۍ کې د پرمختگ اوج ته رسیدلې دي. په ننني عصر کې له ټولنیزو رسنیو سره د ټولنې د هر قشر وگړي بلد دي؛ له ځوانانو نیولې بیا تر سپینږیرو، ښځې، استادان، دیني عالمان او په ټوله کې لوستي او نالوستي یې له اغېزو خوندي او پټ پاتې نه دي. ټولنیزې رسنۍ په غږیزه، ویډیویي او ليکنیزه برخه کې اسانتياوې لري.

د مخکښو ټولنیزو رسنیو له ډلې فېسبوک، ټویټر، یوټیوب، انسټگرام او گڼ شمېر نور راځي، چې هر یو یې د نړۍ په سطحه گڼ شمېر کاروونکي لري. که څه هم د ټولنې هر قشر یې د بېلابېلو او جلا موخو لپاره استعمالوي، خو ټولنیزو رسنیو ته تر بل هر چا ځوان قشر زیات لاسرسۍ لري او ډېر په کې فعال دي. پر همدې اساس یې اغېزې هم تر بل هر چا پر دوی زیاتې دي. زدهکړیالان، استادان او په مجموع کې د ټولنې لوستي طبقه یې د تحقیق او معلوماتو پیدا کولو لپاره کاروي او نور یې بیا د ساعتیرۍ او د نړۍ او هېواد پر حالاتو د ځان خبرولو په موخه استعمالوي.

د ټولینزو رسنیو استعمال په افغانستان کې په نوي پړاو کې دی، چې پر ټولنه یې د مثبتو تر څنگ منفي اغېزې هم ډېرې زیاتې دي. په دې لیکنه کې پر ځوانانو د ټولنیزو رسنیو  منفي اغېزو ته کتنه شوې ده. دلته به د ټولنیزو رسنیو د منفي اغېزو له ډلې د ځوانانو لټ او سست روږدي کول، له مطالعې او زدهکړو زړهتوري کول او پر ذهن يې منفي او خرابې اغېزې وڅېړل شي. 

د ټولنیزو رسنیو خصوصاً د فېسبوک استعمال لومړۍ منفي تاثیر چې د ټولنې پر ځوان قشر یې لري دوی کې د سستۍ او ټمبلۍ رامنځته کول دي. د ټولنیزو رسنیو په رامنځته کېدو او پرمختگ سره ځوانان خپله انرژۍ د فزیکي او نورو روزمره مهمو کارونو پر ځای د ټولنیزو رسنیو پر استعمال مصرفوي. دې کار ډېری ځوانان لټ او سست روږدي کړي او له هغو کارونو يې زړهتوري کړي  چې د ترسره کولو مسولیت یې لري. همدا شان یې، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې راپيدا کړې دي او د کورنیو د غړو تر منځ يې جنجالونه رامنځته کړي دي.

هغه ځوانان چې له ټولنيزو رسنيو سره يې ډېر سروکار وي له مختلفو فکري اړخونو سره مخ کېږي چې پر ذهن یې مستقیما اغېز کوي او په فکري لحاظ ورسره تړل کېږي. د دې اغېز په وجه له ټولنیزو رسنیو سره ډېر پاتې کېږي، بل هېڅ کار نه کوي او بلاخره لټ او سست روږدي کېږي. 
د لټ او سست روږدي کولو ترڅنگ، ټولنیزو رسنیو ډېری ځوانان له مطالعې، زدهکړې او پوهې حاصلولو زړهتوري کړي او ویستلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هر ډول مواد موجود دي، چې زموږ خلک یې له مؤثر او اغېزمن استعمال سره نابلد دي او په غلط استعمال سره يې خپل سره زر وخت  له لاسه ورکوي.

ټولنیزو رسنیو کې د پښتو ژبې لپاره د نورو ژبو په څېر کار نه دی شوی، یو لوري ته گټور مواد موجود نه دي او بل لوري ته یې زموږ خلک له سمې کارؤنې سره بلد نۀ دي، همدا وجه ده چې خپل وخت پر بېگټې او بېځایه کارونو لگوي چې د زدهکړې او تحصیل په برخه کې یې لوی خنډ گرځي او په دې سره یا خو زدهکړې په کامله معنا ترې پاتې کیږي او یا یې د زدهکړو پایله د قناعت وړ نه وي. 

بل خوا ټولنیزو رسنیو کې د زیاتو غیراخلاقي او  غیر اسلامي موادو شتون ځوانان په منفي لور روان کړي دي. د مثبتو اسلامي او اخلاقۍ موادو پر ځای منفي او غیراخلاقي غږیز، لیکنیز او ویډیویې مواد ډېر دي. کله چې ځوانان حتا د مثبتو موخو په پار هم ټولنیزو رسنیو ته ننوځي نو له دا ډول منفي شیانو سره مخ کېږي او په رواني لحاظ پرې بده او ناوړه اغېزه کوي چې پر منفي لوري یې روانوي او بلاخره پر یادو موادو روږدي کېږي او بیا یې تل د تعقیب هڅه کوي.

مثلاً که د کومې علمي موضوع د تعقیب او معلوماتو پیداکولو لپاره کومې ټولنیزې میډیا لکه یوټیوب ته سر ورښکاره کوو، له میلیونو غلطو او غیر اخلاقي ویډیوگانو، تصویرونو او غږیزو مواردو سره مخ کېږو، د ځان پر لور مو راکاږي او د هدف پر ځای مو پر غلط او ناټاکلي لور هڅوي. کله چې پرې روږدي شو نو بیا ترې اوښتل ډېر سخت او مشکل کار دی.

ټولنیزو رسنیو کې غیر اخلاقي او غیر اسلامي موادو ته اسانه لاسرسی او تر منځ یې نه تفکیک د ځوانانو لپاره ډېرې ناوړه او خرابې اغېزې لري. همدا شان يې، ډېری ځوانان پر فضول او غیرمؤثرو ویډیوگانو او نورو وخت ضایع کوونکو او غیر اسلامي پروگرامونو جوړولو بوخت ساتلي او له اصلي او هدفمند ژوند څخه يې منحرف کړي دي. 

په پایله کې ویلی شو چې ټولنیزې رسنۍ زموږ پر ټولنه خصوصاً پر ځوانانو د مثبتو پر ځای منفي اغېزې ډېرې لري. ځوانان یې د یو برخلیک ټاکوونکي او ګټور ژوند د تعقیب پر ځای سست او لټ روږدي کړي دي. چې له ژوند سره تړلو مهمو او مفیدو کارونو کولو ته زړه نه ښه کوي. همدا ډول یې د هېواد پرانرژي قشر ځوانان، محصلین او زدهکوونکي د مؤثر هدف ټاکلو پر ځای پر غلطو او وخت ضایع کوونکو لارو روان کړي او له زده کړو څخه یې د محروم کیدو پر طرف روان کړي دي. همدا شان یې د ټولنې ډېر ځوانان په غیر اسلامي او غیر اخلاقي لارو روان کړي دي. چې د هېواد ټولنې او کورنیو لپاره ډېرې ناوړه او خرابې پایلې لرلی شي.

هیله ده د کورنیو مشران پر خپلو ځوانانو کنټرول زیات کړي او علمي بنسټونه او ادارې، دولت او مسؤلین د ټولنیزو رسنیو د مؤثر استعمال پروگرامونه رامنځته کړي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره زیات کار وکړي څو یاده برخه کې منفي اغېزې راکمې او له منځه یووړل شي.