له رسمي او غیر رسمي ادارو سره افتخاري( له امتیاز پرته) کار کول، په ټولیز ډول له پوهنتون او یا ځانګړي مسلک څخه تر فراغت وروسته د کاري تجربې او یاهم په راتلونکي کې په اړوند برخه کې د مسلکي کېدو او دندې اخیستو په موخه کیږي، خو ترڅنګ یې داسې خلک هم شته چې له کومې ځانګړې پوهنځۍ لوستو پرته د شوق او علاقې له مخې یوې ادارې ته د افتخاري کار وړاندیز کوي. خو ایا له یوې ادارې سره افتخاري کار کول د یوښه راتلونکي تضمین کېدای شي او کنه؟. په ټولنه کې د افتخاري کار کولو په اړه ډېر لیدلوري موجود دي. ځینې یې د وخت ضایع بولي، څوک یې د اداراتو له لوري له یو مسلکي کس څخه ناوړه ګټه اخیستنه او ډېر بیا په دې باور دي چې افتخاري کار کول د یو ښه راتلونکي په موخه یو طلایي فرصت او زېری دی. زه په نورو برخو پسې سر نه خوږوم او یوازې د هغو افتخاري کار کوونکي په اړه لیکم چې په اړونده اداره یا مسلک کې د دندې اخیستو په موخه کار کوي.
تر ټولو لمړی باید دا و وایم چې ډېر افتخاري کار کوونکي ولې تر یوڅه مودې کار وروسته له خپلې دندې زړه سوړی کیږي او په اړونده اداره کې د رسمي کار کوونکي په توګه تر ګومارل کېدو وړاندې دنده پریږدي او یا شړل کیږي؟. او دلیکنې په دوهمه برخه کې په افتخاري کار کې د بریالیو کسانو چې اوس آن په لوړو ادارو کې کار کوي رازونه لیکم.
ولې ځینې افتخاري کار کوونکي په نیمه لار کې دنده پرېږدي او یا شړل کیږي؟
(۱) مسئولیت نه منل: افتخاري دنده، که څه هم امتیاز( معاش) نه لري خو مسئولیتونه یې له رسمي کار کوونکي سره توپیر نه لري، خو دا ډله وګړي بیا تر څه ناڅه زده کړې وروسته له مسئولیتونو سر غړونه کوي او او ټول کار پر رسمي کار کوونکي ور اچوي. پایله کې رسمي کار کوونکي چې افتخاریان ورته په راتلونکي کې د دوی ځای ناستي ښکاري، د خپلې ادارې رئیس (مشر) ته شکایت کوي او دغه ډول کسان تر فشار لاندې راولي، چې په اداره کې د افتخاري کس ځای کم رنګه او له دندې زړه سوړی کیږي.
(۲) له محدودیتونو سرغړونه: په ټولو ادارو کې د پر وخت حاضرۍ او رخصت په ګډون یو لړ قوانین شتون لري چې کار کوونکي یې په عملي کولو مجبور وي، ځکه دغه ادارې د کارکوونکو شمېر ته په کتو خپل مهالویش جوړوي. خو اکثر افتخاري کار کوونکي بیا دغه محدودیتونه د دوی په حق کې ظلم بولي او په دې توګه یې له دندې سره علاقه کمیږي.
(۳) نزاکت نه مراعاتول: په هغو ادارو کې چې کار یې ډېر وي کارکوونکي د زیاتې تفریح لپاره وخت نه لري. د کار ښه ترسره کېدو لپاره آرامې فضا ته اړ تیا لري او له اړین کار پرته د بل کار کوونکي مزاحمت نه کوي خو د افتخاري کار کوونکو ناکامه ډله بیا دغه محدودیتونه نه مراعاتوي او آن د رسمي کار پر وخت سندرې زمزمه کوي، په کمپیوټر د ټایپ پر مهال د سپیس تکمه پر څپیړه وهي، سګرټ کاروي او نصوارو چونډۍ پر ځمکه غورځوي. دغه ډله کار کوونکي که څومره هم په خپل کار کې ماهر وي خو دادارې کار کوونکي یې له دې کارونو د تنګېدو شکایت کوي او د ادارې مشر یې په اړه منفي پرېکړه کوي.
(۴) په محرمو اسنادو کې لاسوهنه: په رسمي ( شخصي او دولتي) ادارو کې د افتخاري کار کوونکي پرتله پر رسمي کارکوونکو ډېر باور وي او اکثر رسمي اداري کارونه رسمي کارکوونکو ته سپارل کیږي، خو یوه ډله افتخاري کار کوونکي بیا تر خپل حد اوړي او یاده اداره خپل کور ګڼي، ځانکړو خونو ته ننوځي او له خپل محدودیتونو پښه اړوي.
(۵) له کاري فشار څخه شکایت: هره اداره خپلو امکاناتو او ګټې ته په کتو کار کوونکي جذبوي. دوی اړ دي ترڅو د کمو امکاناتو په وسیله خپلې چار پر مخ بوزي، په دې توګه ډېری مهال پر کار کوونکو کاري فشار زیاتیږي او کله ناکله د رخصتۍ د مازدیګر له ۴ بجې آن د شپې تر ۸ اوږدیږي. افتخاري کار کوونکي بیا دغه فشار د ځان په حق کې ظلم ګڼي او د یوې توندي ګیلې په توګه یې د ادارې له مشر سره شریکوي.
(۶) د امتیاز غوښتنه: د ادارو په ځانګړي ډول( شخصي) دفترونو مشران د کار کوونکي د کار کیفیت او معیار ته کتو هغوی د رسمي کار کوونکي په توګه جذبوي خو هغه افتخاري کار کوونکي چې تر لږ مودې کار او تجربې وروسته ورته ځان مسلکي ښکاري او یا تر ډېرې مودې ورته امتیاز ونه ټاکل شي د امتیاز له نشتون څخه سر ټکوي او د ادارې له لوري دامکاناتو نشتون په صورت کې دنده پریږدي.
د رسمي کار کوونکو او رئیس په ګډون د نورو کسانو په کمپیوټر او شخصي وسایلو کې لاس وهنه، له اجازې پرته رخصتي، توند چلند او د ادارې له آدرس څخه ناوړه ګټه اخیستل هغه څه دي چې له کبله یې افتخاري کار کوونکي دندې پرېښودو او یا شرل کېدو لامل کیږي.
بریالي افتخاري کار کوونکي
(۱) علاقه: که په افتخاري دنده کې له سوځنده مینې او علاقې کار واخیستل شي، کار کوونکی په لنډه موده کې ځلیږي او د ادارې د مشر په ګډون د ټولو کار کوونکو پام ور اوړي. په دې توګه د ادارې مشر د دغه کار کوونکي مسئولیتونه زیاتوي، چې په حقیقت کې دغه دوره د افتخاري کار کوونکي لپاره ستره ازموینه وي. د وخت په تېرېدو یاد کار کوونکي ته د رسمي کار کولو وړاندیز کیږي.
(۲) ځانګړی موخه لرل: هغه افتخاري کار کوونکي چې یوې ادارې ته له ځانکړې موخې او پلان سره ورځي. محدودیتونه، کاري فشار او نورو ته د یوې تجربې په سترګه ګوري. زده کړه کوي، مهارتونه زده کوي او په دې توګه ځان د ادارې د سیسټم یومهمه پرزه جوړوي، چې له وړاندیږي وړاندې یادې ادارې ته په رسمي ډول جذبیږي.
(۳) نوښت: دغه ډله افتخاري کار کوونکي ادارو ته د یو نوښتګر په توګه کار کوي. نوې طرحې جوړوي، د ادارې له مشر او وړ کسانو سره ښې اړیکې جوړوي، د کار زده کړې په موخه مرسته غواړي، ښه چلند کوي او په کم وخت کې د ادارې پام ځان ته اړوي.
(۴) لوړ فکر: دغه ډله افتخاري کار کوونکي ځان په یادې ادارې پورې محدود نه بولي، کاري مهارتونه زده کوي، د همدې ادارې له آدرسه له نورو کسانوسره اړیکې ټینګوي، ترناوخته خپله دنده ترسره کوي او په دې توګه تر دې وړاندې چې بلې ادارې ته لاړ شي همدا اداره یې جذبوي.
(۵) تر خپل وخت زیات کار: دغه ډله افتخاري کار کوونکي، د رخصتۍ وخت ته نه ګوري بلکې پر ځای یې د کار خلاصون ټاکي. د بل کار کوونکي د غیر حاضري پر مهال د هغه مسئولیت هم اخلي او په دې توګه یې په ادراه کې د رسمي کار کوونکي په توګه پاتې کېدو ته اړتیا پېښیږي.
دندې ته پر خپل وخت تګ، پاکوالی، د اداري قوانینو مراعاتول، مینه ناک اوسېدل، اجازه او بښنه غوښتل، هغه نور موارد دي چې یو افتخاري کار کوونکي ته درسمي دندې زمینې برابرېدو کې مرسته کوي.
وروستي