که د رسنیو ډګر ته یوازې د پیسو او آرام ژوند په موخه راځئ، نو یوځل بیا فکر وکړئ او نورې لارې وپلټئ. ولې؟ ځکه.
ښه مې یاد په شپږم ټولګي کې به مې د ښونځي د ستیج پر سر ترانې ویلې، وروسته نطاقۍ ته وټاکل شووم. په ټولګي کې محدودو کسانو په ورځیني پرګرام کې برخه اخیسته، دود داسې وو چې نطاقي باید له یاده وشي، خو زه چې هیرجن وم، له نطاقۍ( ویاندویۍ) سره مې دومره مینه وه چې د مالونو پیولو پر مهال به مې د شعرونو او پرګرام کې د برخه اخیستونکو کسانو د نومونو یاداښت پاڼه مخې ته نیولې وه او له یاده به مې زده کوله. د راډیو او ټلویزیون وینادویان به راته د نړۍ تر ټولو ستر شخصیتونه ښکارېدل او مخامخ لیدل یې راته خوب ښکارېده. داسې ورځ هم راغله چې د زیاتې مینې له کبله مې د ښونځي د ترانې ټیم ځانګړې غونډې ته چې په ولایت کې جوړه شوې وه ،ه له بلنې پرته له کلي پلی لاړم، کابو دوه ساعته لار وه. که څه هم ماته برخه رانه کړل شوه، خو له ما څخه دا هر څه ناخود آګاه او د سوځندې له کبله کېدل. د راډیو ګانو نظاقانو( ویاندویانو) مخامخ لیدل مو ستر ارمان وو. دشپې تر ۱۱ بجو به مو د ملي راډیو( دشپې پرلپسې داستانونو) خپرونې ته ناست وو. اوداسې نور...،. فکر مو کاوه، داخلک( ویاندویان) به زښت زیات امکانات، په لوړه کچه ژوند او ټول به لوړې زده کړې ولري. خو هرڅه زموږ دفکر خلاف وو. د دوی د اغېز یوازینی لامل له دندې سره مینه وه. وروسته به بیا چې کوم ویاند خپله دنده پرېښوده، تر ډېره به مو یاداوه او ځینې خبرې به مو لا ترې کاپي او په ورځیني ژوند کې به مو دغټ کس ښکارېدو لپاره کارولې.''
دغو کسانو ولې دندې پرېښودې؟
کله چې د رسنیو ډګر ته راغلو، یو شمېر داسې کسان مو ولیدل چې د خپلې رسنیزې دندې ترڅنګ به یې پوهنتون لوست، جالبه وه، چې کار به یې په رسنیز ډګر کې کاوه او په پوهنتون کې به یې د اقتصاد،کمپیوټر ساینس، حقوقو او نورو څانګو کې لوست. چې پوښتنه به مو وکړه، ولې؟ ویل به یې، دلته رخصتي کمه، معاش کم او کار زیات دی. په حقه وو خو دې خلکو په اصل کې د اوږد مهال لپاره په رسنیو کې له کار سره ډډه نه لګېده. ازاد خیاله وو، له ازاد کاروبار سره یې مینه درلوده او راډیو محدودیتونو ته یې زړه تنګېده.
نو تاسې هم!
۱: که په لنډ وخت او د رسنیو په ډګر کې له ځانګړي هنر پرته د ډېرو پیسو غوښتونکي یاست، د رسنیو ډګر ته مه راځئ. ځکه په رسنیو( راډیو، ټلویزیون او چاپي خپرونو) کې دوخت په تېرېدو(تجربې) او د لیکنو، خبر جوړونې، ویاندویۍ او نورو برخو کې ستاسو ځانګړي هنر له مخې امتیاز درکول کیږي.
۲: که قوي هوډ، له رسنیو سره مینه او حوصله ونه لرئ، ښایي ژر له ماتې سره مخ شئ. دنده مو له لاسه و وځي، وګواښل شۍ، تر انتقادونو لاندې راشۍ، مینوال ونه مومۍ، باآخره زړه ماتي شۍ او بیا ښایي په رسنیزه برخه کې له دندې زړه توري شۍ.
۳: که لټ یاست، پراخې او منظمې مطالعې ته مو ډ ډه نه لږي، د نسبت ازاد ژوند او زیاتې تفریح شوقیان یاست، دې ډګر ته مه دانګۍ، ځکه په رسنیز ډګر کې د کار پر مهال په بېلا بېلو برخو کې پراخو معلوماتو، پر وخت پاڅېدو، او په منظم ډول د دې ډګر اړوند جامو اغوستو ته اړتیا ده، ترڅنګ یې د اونۍ د نورو ورځو ترڅنګ کله ناکله آن د جمعې ورځې رخصتي هم په دفتر کې د کار قرباني کیږي.
۳: په سیاسي ډلو او ګندونو کې غړیتوب او د یوې ځانګړې ډلې پر خلاف او د بل په پلوۍ دریځ لرل هم کله ناکله د رسنیز ډګر ملګري له ګواښ سره مخ کیږي، او که په دې برخه کې بې پرې ونه اوسئ، نو دنده مو تر سوال لاندې راځي او په تېره په خبري بحثونو کې کله ناکله ځان درنه میلمه حسابیږي.
۴: که د ژبو زده کړې ځواک ونه لرۍ( حافظه مو کمزورې وي) هم له ستونزو سره مخ کیږۍ او که مخ هم نشۍ د کار پر مهال یې ښایي وخت پیدا نه کړۍ او بیا مو دپرمختګ د مخنیوي لامل کیږي. ځکه که په رسنیو کې په ځانګړي ډول خبري برخه کې کار کوۍ، نو دغه برخه تر ډېره د انګلیسي په ګډون تر ډېره بهرنیو ژبو پورې تړلې. په دې برخه د پراخه اړیکو درلودلو چانس هم تر ډېره د هغو په نصیب کیږي چې په ډېرو ژبو واک ولري.
۵: که ښکلی غږ ، د ژبې لکنت(د خبرو پر مهال د ژبې بندښت)، ښکلې څېره ونه لرئ، بیا هم دې ډګر ته ستاسو راتګ له ستونزو سره مخ کیږي خو که بیا هم د لیکنې په برخه کې دځانګړو پنځوونو ترڅنګ د لیکنې د ځانګړي سبک خاوند یاست، ټول به مو هرکلی وکړي، موخه داده چې په دې دنده کې تر ډېره تکراري مسایل ځای نه لري او که فکر کوۍ کاپي پیسټ به مو درد دوا کړي، نو هسې د وخت ضایع کول او له بلې دندې، کار او کسب له لاسه ورکول دي، ځکه ژوند دومره اود نه دی چې سړې دې له شلو مسلکونو و وځي او بیا دې په هر یو مسلک کې تر ماسټرۍ ورسي او دندې واخلي.
۶: په رسنیو کې تر نورو ادارو زیاتو نزاکتونو (د نورو همکارانو وخت نه نیول، په رسمي جامو کې دندې ته تګ، نشي توکي نه کارول، داړیکو جوړولو ځانکړو هنرونو درلودل) او نورو ته اړتیا ده. که یې د عملي کېدو وس په ځان کې نه وینۍ، دې ډګر ته راتګ مو وروسته له ستونزو سره مخ کوي.
۷: تر ټولو مهمه لا دا چې داوس عصر رسنیو کې کار کول د ټیکنالوژۍ وسایلو(کمپیوټر، کمپیوټري پرګرامونه، تیز ټایپ، انترنېټ کارول...) سره تړلي که فکر کوۍ د دندې تر اخیستو وروسته به یې زده کړۍ، په اسانۍ شونې نه ده، ځکه په رسنیز کار کې په بېړه دزده کړې زمینه نه برابریږي.
ښایي ډېرې نورې ځانګړې هم و اوسي چې د نه درلودلو په صورت کې تاسې له رسنیزې دندې د تل لپاره بې برخې کړي، نو تل تر کانکور امتحان وړاندې د پوهنځي ټاکنې په برخه کې خپله مینه، دیادې پوهنځۍ د دندې کاري ساحه او خپل معلومات په نظر کې ونیسئ.
وروستي