تلپاتې اتلولي  

نن د مور په اړه ګڼ رنګین متون لولم. زړه مې هوا کوي، د ماشومتوب د قاف د غره تر لوړو څوکو آخوا د محبت په شنو درو کې د یوې لامثاله مینې لار څاري. غوږونو کې مې د خوب په څېر، د الاهو هغه نری ترنم په انګازو دی، چې کلونه وړاندې مې مور زما د ویده کولو پر مهال زمزمه کاوه. د زانګو او الاهو هماغه ترنم له مینې زما لومړی ناخودآګاه تفسیر و. ما لا د مینې توري له یو بل سره نشو جنګولی، د کوم امام، ښوونکي او یا روزونکی مخې ته مې د بغدادي قاعدې ژېړې پاڼې پر زنګانه نه وې اېښې، دا پاڼې پر ځای پرېږده؛ لامې پر ژبه د خبرو توري نه وو راشنه شوي چې ‎مورجانې مې د وجود په نازکه کرونده د مینې تخم وشیند او د مینې ستره بې سارې اکاډمي یې راباندې ولوستله. په دې توګه مې د مور هره موسکا د ژوند د ستر کتاب یو خوندور باب جوړ شو.

ماشوم وم، نورو خلکو له ما د دوی په ژبه خبرې غوښتې؛ خو دا یوازې زما مور وه چې له ما سره زما په خپله ژبه غږېده او په تتو او نیمګړو کلماتو مې پوهېده. نړۍ زه یو اړ او د دوی پر اوږو بار موجود بللم؛ خو مور مې د خپلې تودې غېږې په بې جوړې دنیا کې، د خپلې سینې سپينې پۍ راکولې، د موسکا په ژبه راته غږېده، راز او نیاز مو کاوه او دواړو په سترګو کې یو بل ته زرګونه ناویلې کیسې راسپړلې. کوچنی وم، غټکی شوم، د نورو په خوله تنکی او بیا د ځوانۍ په منګ سړی شوم؛ خو ادې ته مې هماغه د مینې او عاطفې له نړۍ راستون شوی ګلالی د مینې سفیر ښکارم. زما په لیدو یې هماغسې تنده ماتېږي، په موسکا مې من من غوښه اخلي، په هره څړيکه مې دردېږي او له څېرې مې د روزګار د غمونو غبار د تسکین بښونکي خوږ مجلس په مقطرو اوبو وینځي. د ادې د ټيکري پيڅې هماغسې خوږې راباندې لګي، دا پيڅې یې سلګونه ځله زما پر مخ د خولو او اوبو پر پاتې څاڅکو راتېرې کړې او آن د ماشومتوب په شوخیو کې یې زما له مات تندي د وینو د جریان مخه پرې ډب کړې ده.

ماشوم وم، د مینې او عاطفې په نرم ټال یې زنګولم او د ژوند په هر پړاو کې یې زما د همزولي سیوري په څېر زما ملتیا کړې ده. د قوت او کمزورۍ له ټکو مې تر بل هر چا ښه خبره ده. زما د ژوند د هرې شېبې کیسې یې په یاد دي او تل یې د خدای ورکړي عجیب هنر پر مټ د دغو کیسو د یو اتل کرکټر رول لوبولی دی. ښوونځی مې ولوست، له پوهنتون مې د فراغت سند ترلاسه کړ، مسلکي زده کړې او آفاقي مطالعې مې وکړې، هره ورځ د پوهنې له پراخ سمندر لپې ډکوم؛ خو هېڅ نه یم توانېدلی چې د مور د کلمې په تول پوره تفسیر دې وکړای شم. د ذهن پر ارته دنیا مې زرګونه کلمې ځان مخې، مخې ته کوي؛ خو هېڅ یوه یې د مور د کلمې دروند معنايي بار ته غاړه نه شي اېښودلای. ښه یم چې لا د دې کلمې په تفسیر کې سرګردان یم او د کرکې او خیرنو افکارو سپړنې ته فرصت نه مومم. نو چې یوازې نوم یې ما د مینې او عاطفې له نړۍ وتو ته نه پرېږدي، وجود او خبرې به یې زما د هرې ساه اروا نه وي؟

مورې، ژوند مې ستا د نوم د مانا په لټون تېر شه