له دې وروسته د جامو تڼــۍ هم فلم برداري کولاى شي!

‏په لاندې انځور کې د جامو يوه تڼۍ وينئ چې په بشپړ ډول د يوې مجهزې کامرې کار ورکوي ، دا کوچنى کامره چې په جامو کې د جاسوسي کامرې په ډول نصبېږي.له پخوا څخه جوړه شوې وې، خو اوس، اوس په نوي تخنيک بازارته راوتلې دي. دا کامرې د ټانکو په نامه شرکت جوړې کړې ، چې کولاى شي ويډيو او تصويرونه واخلي

‏ دا کامره ٨ مېگا پيکسيل ده او ريزولوشن يې ١٢٨٠×٩٦٠ دى او په HD ډول فلم برداري کوي دا تڼۍ ډوله کامره چارچ کېږي. چې په يوځل چارچ کېدو په پرلپسې توگه ٥٠ دقيقې فلم برداري کولاى شي. کوچني کوچني ميموري کارټ microSD خوري او بيه يې ٥٨ امريکايي ډالر ده.