
د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د خبر له مخې په ٢٠١٠ کال کې په هره يوه ثانيه کې د مبايلونو له لارې دوه سوه زره مېسجونه لېږل شوي دي.
د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې (Itu) د خبر پربنسټ په دې ورستيو دريو کلونو کې د تېرو کلونو په پرتله د ميسجونو لېږل درى چنده ډېر شوي دي يانې دا چې په ٢٠٠٧ زېږدي کال په ټول کال کې يو زر او ٨٠٠ ميليارده ميسجونه د مبايل له لارې ليږل شوي و، په داسې حال کې چې په ٢٠١٠ زېږدي کال کې دا شمېره شپږ زره او سل ميليارد ميسجونو ته رسېدلې ده.
چې په دې توگه په هره يوه ثانيه کې د نړۍ له مبايلونو څخه ٢٠٠ زره ميسجونه لېږل شوي دي.
د( Itu ) شمېرې ښيي چې په منځي ډول له مبايل څخه د هر مېسج لگښت د ډالر ٧ سېنټه کېږي يانې په دې مانا چې د مبايل کمپينيو ته له دې لارې په دقيقه کې ٨١٠ زره ډالر گټه رسېدلې ده.
ددې نړيوالې اتحاديې په وينا اوس مهال د نړۍ ٩٠ سلنه خلک د مبايل له اسانتياوو گټه اخلي او ددې کال تر پايه پورې به د مبايل کارونکي ٥ ميليارده او درى سوه ميليونو ته ورسېږي .
د مبايل د شبکې پراختيا ښيي چې په لوېديزو هېوادونو کې ١١٦ سيم کارټونه سل کسانو ته رسېږي په داسې حال کې چې په افريقا کې يوازې ٤٠ سيم کارتونه د ١٠٠ کسانو په سر استمالېږي.
د eWeek د راپور له مخې همدارنگه انټرنېټ ته د لاس رسي په برخه کې افريقا د اسيا او استراليا او پرمختللي هېوادونو په پرتله شاته پاتې ده.
په نړيواله کچه د انټرنېټ کارونکي په ٥ ورستيو کالونو کې دوه برابره شوي دي او دا شمېره به د روان کال تر پايه پورې دوه زره ميليون کسانو ته ورسېږي.