انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينه کې د (Writing) يا لېکنې درس- نولسمه برخه

شپاړلسمه (ح) سټراټېژي: د جملو برخې او نېمګړې جملې سمې کړئ Correct any sentence fragments, or incomplete sentences. 
هر وخت او په ځانګړي ډول د انګلېسي ژبې د ټافل ازموينه کې  متوجې وسئ، چې هره خپلواکه جمله بايد يو خپلواکه فاعل او يو خپلواکه فعل ولري. دا هم شونې ده چې جمله له يو فاعل او يو فعل ډېر هم ولري، خو  يو فاعل او فعل په کې اړين دی او که نه وي ورته جمله نه ويل کيږي. يو فاعل او يو فعل په خپله يوه ساده جمله ده او مفهوم لري، لکه I think. دا په خپله يوه خپلواکه او مانا لرونکې جمله ده، ځکه چې I يې فاعل او think يې فعل دی. 

خو که چېرې له فاعل او فعل وړاندې د تړنې کلمې یا conjunctions راځي نو بيا خپلواکه جمله نه ورته ويل کيږي، د جملې برخه يا نېمګړې جمله ده. نېمګړې جمله بايد له يوې خپلواکې جملې سره وتړل شي ترڅو مفهوم ورکړي. لاندې بېلګې وګورئ. 

Because she was tired. دغه جمله هم فاعل لري او هم فعل، خو دا چې د تړنې کلمې یا conjunction سره شروع شوې ده او Because يې  په سر کې راغلی دی يوه خپلواکه جمله نه ده او ورته incomplete sentence يا dependent sentence وايو. دغه جمله اړتيا لري چې له يوې خپلواکې جملې سره وتړل شي. لکه: She went home, because she was tired. 

د بشپړو او نيمګړو جملو په اړه دغه تېروتنې په پام کې ولرئ: 
ناسم: 
- I agree with the plan to build a new theater. Because it will improve the economy. 
سم: 
- I agree with the plan to build a new theater because it will improve the economy. 

دا هم په ياد ولرئ چې خپلواکه independent او ناخپلواکه يا dependent فقرې يا clauses دواړه فاعل او فعل لري، خو بيا عبارت برخې يا phrases هېڅ فاعل او فعل نه لري. لاندې بېلګې د عبارت برخو يا phrases دي. 

- to improve the economy and entertain people 
- for economic improvement 

لندې ناسمه بېلګه ولولئ، دلته عبارت برخې يا phrases د جملې به ډول استعمال شوي دي. 
- I think that the new theater will bring many benefits. For example, economic improvement and entertainment. 

پورته جمله کې  For example, economic improvement and entertainment د جملې په ډول کارول شوي دي، په داسې حال کې يادې کلمې د جملې برخه يا fragments دي. سمه بڼه يې په لاندې ډول ده. 

- I think that the new theater will bring many benefits for example, economic improvement and entertainment. 

نور بيا ....