ولی افغانونو سره بد رفتاری؟

ایران باندې هسې هم امریکا او نړیواله ټولنه غوصه ده چې د بشر حقونو برخه کې سرغړونې کوي او له همدې کبله یې پرې بندیزونه لګولي دي، خو له د دې سربیره هم بشري سرغړونې کوي.

تاسو ولیدل چې یوه میاشت وړاندې يې ۴۶ هغه افغانان چې غوښتل یې د ایران له لارې ترکیه او یا اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، سیند ته غورځولي چې د ځینو جسدونه موندل شوي او ځینې لاهم نادرکه دي.

افغان حکومت  له ایران سره پر همدې موضوع کار کوی چې د پېښې څرنګوالی مالوم کړي، چې ورپسې بله داسې پېښه وشوه چې انسانیت ترې شرمیږي.

هغه ځل هم ایراني پولیسو په لوی لاس افغانان سیند ته غورځولي و او ټول یې ډوب کړي و چې یواځې څو کسانو پکې نجات پيدا کړی او هغه هم ماهي نیونکو ژغورلي دي.

افغان حکومت د حمید طهماسي په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی چې له ایران سره کار وکړي چې څنګه یې افغانان سیند ته غورځولي دي، دې پېښې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپورته کړي و، خو ایران له دې باخبره بله داسې پېښه وکړه چې غبرګونونه یې څو چنده زیات کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې، ځینې هېوادونه هیڅ حق نه لري چې د کډوالۍ مخه ونیسي، په دې تړاو له هېوادونو سره تړونونه شوي چې ترکیه او ایران هم پکې شامل دي او د کډوالو باقاعده امتیازات هم اخلي.

ایراني ځواکونو د جمعې په سهار هغه کرولا موټر په نښه کړی چې شاوخوا ۱۴ افغانان پکې سپاره و او غوښتل یې چې د ایران له خاورې تیر شي او اروپایي هېوادونو کې پنا واخلي.

دا موټر لومړی په ډزو ویشتل شوی او بیا ایراني ځواکونو ورته اور اچولی او یواځې دوه افغانان پکې ژغورل شوي چې هغه هم سوځیدلي دي.

دا به د افغانانو بدبختي وي چې ډير بد ګآونډي هېوادونه لري چې هر کله ورته یو سرخوږی جوړوي، له یوې خوا پاکستان کلونه وشول چې د جګړې لپاره بشري قوه روزي او د جګړې امکانات ورکوي.

له بله پلوه ایران قومي او مذهبي تفرقو ته لمن وهي او خپله خاوره کې د افغانانو له اوسیدو او له دې خاورې په تیریدو ناسمه ګټنه کوي.

دا چې د ایراني ځواکونو یا د ایران د حکومت به له دې ډول پېښو هدف څه وي، خو په ټوله کې یو څه چې روښانه دي، هغه دا چې ایراني ځواکونه له افغان کډوالو او پنا غوښتونکو سره د کډوالو د قانون له مخې چلند نه کوي.

ایران کې مشیت افغانانو سره ایراني ځواکونه ډیر سپک او بد چلند کوي او ډیر کله یې په داسې بدو نومونو یادوي چې سپی ورته هم خوله نه نیسي.

موږ ځینې افغانان لیدلي چې ایران کې کلونه مزدوري کوي، خو کله چې هېواد ته راستنیږي، د مزدورۍ پیسې یې نه ورکول کیږي او که پولیسو ته عارض کیږي، نو پولیس یې وهي او هیڅ ډول عریضه یې نه اخلي.

دغه راز ایران کې میشت کډوالو څخه ایرانیان ناسمه ګټنه کوي او د فاطمیون په لښکرو کې یې سوریې او عراق ته لیږي او د پیسو او کورونو د ورکړې ژمنه ورسره کوي، خو وروسته مالومیږي چې هیڅ افغان له سوریي او عراق بیرته ایران ته نه راستنیږي.

ایران به یوه ورځ د دې پېښو حساب ورکوي، افغانستان به تل په جګړه کې نه وي او نه به افغانان تل داسې بې توانه وي.