د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ

د چاپیریال يا (Environment) کلمه د فرانسوۍ ژبې له (Environ) کلمې څخه اخيستل شوې ده چې زموږ په شاوخوا چاپیریال کې د موجوده شیانو مانا لري.

د شاوخوا چاپیریال هغه احاطه ده چې له هوا، اوبو، فلورا (ټولو نباتاتو)، فونا (ټولو ژویو) او خاوري څخه جوړه ده.

ټول هغه شیان چې زمونږ شاوخوا تر سترګو کېږي که ژوندي موجودات دي او که غیر ژوندي لکه اوبه، هوا، لمر، ونې او خاوره ټول چاپیریال بلل کیږې.

د چاپیریال ژوندیو موجوداتو ته بیالوژیکي چاپیریال او غیر ژوندیو موجوداتو ته فزیکي چاپیریال ویل کیږې.

د بیالوژیکې چاپیریال او فزیکي چاپیریال ټولو برخو تر منځ د متقابلو اړیکو سیستم ته ایکوسیسټم (Ecosystem) وایي.
 
د چاپېريال ککړتيا!
هره ورځ انسانان په ټنونو ککړونکي (pollutants) شاوخوا چاپیریال ته خپروي چې په پایله کې دغه سیسټم تر ډیره حده پورې اغیزمن شوى.

همدا اوس زموږ اوبه، هوا او خاوره د ککړتیا له ګواښ سره مخامخ دي او د ځنګلونو سوځیدل، د شنو ساحو له منځه تلل، صنعتي فعالیتونه، ټرانسپورټ، فاضله مواد، هوایي صنعت، او دې ته ورته نور عوامل زمونږ د چاپیریال د ویجاړولو لامل کیږي.

چاپیریال ساتونکي او پوهان د نن ورځې د نویو ستونزو په لیدلو سره لکه د اوزون په طبقه کې د سوریو پیداکیدل، په انسانانو کې د یو شمیر  نویو ناروغیو را منځته کیدل او همدارنګه د قطبي یخونو په ویلي کیدو سره دې نتیجې ته رسیدلي دي که چیرته له چاپیریال سره مناسب او سالم چلند ونشي نو په راتلوونکي وخت کې به د انسانانو لپاره ژوند ستونزمن او نا ممکن شي.
 
د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ!
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ (World Environment Day) چی د عیسوي (زیزدیز کال) د جون په پنځمه په نړیواله کچه لمانځل کیږې؛ دا ورځ د ۱۹۷۲ز کال د جون د مياشتې له پنځمې څخه را پدیخوا هر کال لمانځل کیږې. دغه ورځ د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام پر مټ لمانځل کیږي او ددې ورځې د لمانځلو څخه اساسې هدف انسانانو ته په نړیواله کچه د چاپیریال ساتنې په هکله عامه پوهاوى ور کول دي. 

د لومړۍ ځل لپاره چې د چاپیریال د ورځې په مناسبت کوم کنفرانس دایر شوی وه شعار یې (بشري چاپیریال) وه او سږ کال د دغې ورځې په مناسبت  (د طبیعت لپاره وخت) Time For Nature شعار غوره شوی دی.

او د همدغه شعار تر عنوان لاندې به په ډیرو هیوادونو کې د ټولنیزې فاصله په مراعت کولو سره او د ټولنیزو رسنیو له لارې به د چاپیریال نړیواله ورځ لمانځل کیږې او اساسې هدف به یې د چاپیریال ساتنې په وړاندې د خلکو پوهاوى ډېرول او د چاپیریال له ویجاړولو څخه مخنیوى کول دي. 

کرونا ویروس د تیر ۲۰۱۹ کال د چین وهان ښار څخه را شروع شوې او تر دې دمه یې په نړیواله کچه ډیر اقتصادي او بشري زیانونه اړولي دي چې د یاد ویروس له امله په ډیرو هیوادونو کې د قرنطین حالت اعلان او صنعتي فعالیتونه بند شول تر څو له دغه نړیوالۍ وبا څخه په امان کې پاتې شي. 

خوشبختاته د قرنطین په نتیجه کې په طبیعت کې ډیر مثبت بدلون را منځته شو او د چاپیریال ژوندیو موجوداتو د خوښۍ او ترقۍ احساس وکړو.

خو اوس ورځ تر بلې هیوادونه د قرنطین له حالت څخه ووځي او بیرته عادي حالت ته را ګرځي.
نو ټولو هیوادونو ته بلخصوص صنعتې او پرمختللې هیوادونو ته پکار ده چې په خپلو کړنو کې چاپیریالي اصول او قوانین په سمه توګه مراعت کړي تر څو په راتلونکو وختونو کې له چاپیریالي ستونزو او آفتونو نه په امان کې ووسیږې.

چاپیریال زمونږ لپاره يو الهې امانت او یو تلپاتې میراث دی نو مونږ باید له دې تلپاتې میراث څخه په سمه توګه ساتنه وکړو او دغه الهي امانت راتلوونکې نسل ته سالم پریږدو.

ځکه ټول ژوندي موجودات خپلې ټولي اړتیاوې له طبیعت څخه لاسته راوړي. هوا، اوبه، ځمکه او ټولې طبیعې زیرمې الهي شتنمي ده چې الله تعالې مونږ ته په وړیا توګه د استفادې وړ ګرځولي دي نو راځئ چې په ګډه سره له دغې الهي شتمنۍ څخه په سمه توګه استفاده وکړو یو خو به مو له دغې الهي شتمنۍ څخه په سمه توګه ګټه اخيستې وي او بل به له چاپیریالي ستونزو او افتنونه څخه په راتلوونکې په امان یو.