ګاونډي

د یوه ملګري سره مې شپه شوه، دوی له کلي کډه شوي او پر خپله قومي ځمکه یې  ښکلی کور جوړ دی، خو دا ځای پخوا یوه دښته وه، څۀ یې سره وېش کړه او څۀ یې قومي مشرانو پۀ یوه بله بهانه ترې خرڅه کړه چې  اوس پۀکې د کورونو شمار نشته.
 
سهار کې چې بهر راوواتم، خدای د یې لري زما د ملګري شپږ بچیان دي، زۀ ورته ډېر ګران یم، پر ما د خپل خدای بښلي کشري شهید ماما چې پۀ ملي اردو کې سرتېری ؤ، تېر کال شهید شو د هغې مینه راباندې ماتوي، راسره ناست وي او ټوکې ټکالې کولي، خو زما عادت دی چې ماشومان نازوم، دوی ته د معمول پۀ څېر مې جېب ته لاس کړ یؤ یؤ لسګون مې ورکړ، منډې یې کړې دوکان ته.
 
پام مې شو چې د تر څنګ کور پۀ دړه کې یؤ ماشوم ولاړ دی خو خت یې پره تن نشته یواځې پرتوګ یې اغوستی، خولۀ کې یې ګوته نیولي او ماته پۀ خوارو سترګو راګوري، زر مې ورباندې غږ وکړ: دلته راشه! 
 
ماشوم رامنډه کړه،مخامخ راته ودرید، د پرتوګ لشتیک ځای ته مې پام شو چې سپین رنګی ماشوم دی خو څرمن یې لمر توره کړي ده، ترې ومې پوښتل: خت د ولې نۀ دی اغوستی؟
 
پۀ وړه ژبه یې وویل: وچ نۀ دی!
ومې خندل، ماوې تۀ به نیم ساعت کې یؤ جوړ جامې خیرنوې نو!
 
غلي یې وویل: نه یې خیرنوم!
 
جېب ته مې لاس کړ پیسې مې راوباسلې خو لسګون مې پۀکې پیدا نۀ کړ، بېرته مې جېب ته کړې او ماشوم ته مې وویل: ګله ماتې نۀ لرم ګني درکؤلې مې!
 
زر یې وویل: ښه ماما!
 
له همدې سره یې سر ټیټ کړ او روان شو، ما دۀ ته کتل چې ولې یې منډه نۀ کړه او پۀ مړو قدمونو روان دی، لا دړې ته نۀ ؤ رسیدلی چې ور غږ مې کړ: هې!
 
زر یې مخ راتاو کړ
 
ــــ: راشه !
 
رامنډه یې کړه، جېب ته مې لاس کړ، پنځوسی تر ګوتو راغی ورمې کړ، ماشوم چې ولید وموسکید همدې سره پۀ منډه د کور پۀ دړه ننوت
 
شېبه وروسته له کور د ماشوم غږ راووت: نا نا!!
 
ورلنډ شوم دړه کې مې غؤږ ونیو یوه ښځه ماشوم ته لګیا وه ویل یې: زما ګلاپ نۀ یې!
 
ماشوم زر وویل: یم!
 
ښځې وویل: دا پیسې حدیجې ته ورکړه چې د غؤړیو خلته پرې راوړي هله ګل مې!
 
ماشوم پۀ قهر وویل: نۀ یې ورکوم دا زما پیسې دي!!!
 
ښځې وخندل بیا یې وویل: هۍ زما خؤږه! تاتا مې دوه هګۍ  ايښي دي له حدیجي، فاطمې او ظهرې به یې پټې پۀ غوړیو کې درته پخې کړم، تۀ به یې وخورې!
 
ماشوم رضا شو
 
زۀ لۀ کور را لرې شوم، پر مټ مې لاس کېښودل شو، جټکه مې وخوړه، ملګري مې حیران راوکتل، ویې ویل: ځو به!  موټر مې راباسلی!
 
ماوې زړۀ دط رانه وباسلو سړیه! صبر!
 
شېبه وروسته له کور یوه انجلۍ راووته، شلیدلي جامې یې پر تن وې او ځای ځای غار څادر یې پر سر ؤ، پښو ته مې یې وکتل، یوه چپلکه یې نیمه نه وه، په ګړندیو ګامونو روانه شوه، لا به لس قدمه نۀ وي تللي چې غږ مې ورپسې وکړ: هې!
 
انجلۍ مخ راتاو کړ ودرېده
 
ورنږدې شوم، په وهم ناکو سترګو یې راوکتل، ترې ومې پوښتل: چېرته ځې؟
 
غلي یې وویل: دوکان ته!
 
ـــ : چیشته ځې!
 
راغبرګه یې کړه: د غوګؤړیو خلته راوړم!
 
پۀ لاس کې نیولي پنځوسی ته مې اشاره وکړه ومې ویل: پر دې به دې غؤړیو خلته وشي؟
 
انجلۍ وویل: که پرې ونۀ شي نو پاتې روپۍ به زما پلار ورکړي!
 
ماوې پلار دې څۀ کوي؟
 
ویې ویل: بازار کې د لاس ګاډۍ چلؤي او ورور مې هم ورسره وي!
 
ـــ: ورور دې هم ګاډۍ چلوي؟
 
ـــ: نه! هغه د بوټانو پالش کوي!
 
ـــ: څو کلن دی؟
 
ویې ویل: نۀ پوهېږمه خو له ما مشر دی!
 
د انجلۍ عمر مې اندازه کړ نهه کلنه راته ښکاره شوه فکر مې وکړ چې ورور یې هم همدا دوه کله مشر ترې وښیه.
 
ومې ویل: دا کور ستاسو دی؟
 
سر یې تاو راتاو کړ: نه! مونږ دلته پۀ کرایه اوسيږو!
 
غلی شوم، جېب ته مې لاس کړ یؤ سلګون مې راواخیست، ورمې کړ ومې ویل: د غؤړیو له خلتې چې اظافه شوې پر هغو ځان او نورو ورڼو خویندو ته شیان واخله.
 
د انجلۍ څېره وغوړیده او روانه شوه
 
راتاو شوم، ملګري مې حیران راکتل، ورنږدې شوم ومې ویل: خپه شوم چې ستا سره تر څنګ داسې ګاونډي اوسې چې د غؤړيو خلتې پیسې نۀ لري او ماشوم یې یؤ جوړ کالي لري چې سهار یې خت ورته وینځي، مازدیګر یې پرتوګ او تۀ پۀ شپږ لکه موټر کې ګرځې!
 
زر یې وویل: والله باالله که خبر وم! دا درې میاشتې کېږي چې راغلي هېڅ یې تر اوسه ښځه زمونږ کره نۀ ده راغلي چې کوم شی یې پۀ کار وي، عجب خلک دي، بېګا مې زوی راته وویل چې د کور څښتن ورپسې غرمه کې راغی کرایه یې ترې غوښته خو ښځې ورته وویل چې خاوند مې دې راشي در به یې کړي، خو څښتن ورته غوسه ؤ چې درې میاشتې وتلي باید زر یې راکړئ ګني وباسم مو، نن مې پلان دی چې مازدیګر ته راشم د کور څښتن سره ووینم، خو اوس ځه چې ځو ناوخته دی!
 
ماوې نه! تر هغې نۀ ځو چې تر څو مو د دوی غم خوړلی نۀ وي، زر کور ته لاړ شه او ورینداره ورولېږه چې د خوراکي شیانو لېست ترې راجوړ کړي، د چپلکو لپاره دې د ماشومانو پر پښو مزي ونیسي، همدا نن باید دا شیان ورته راورسیږي.
 
پۀ منډه کورته ننوت، شېبه وروسته ورینداره د ګاونډي پۀ کور ننوته، داسې لس دقیقې وروسته مې ملګری بېرته له کور راووت کاغذ او څو مزي یي لاس کې وو.
 
موټر ته پورته شوو ومې ویل: د کور څښتن ته باید ورشو!
 
ویې ویل: هغه خو دلته لنډ دی راځه په پښو ورشو!
 
 له موټر بېرته راښکته شوو د کور څښتن دړه مو ټک ټک کړه، شیبه وروسته پۀ عمر پوخ، خېټؤر سړی راووت، لۀ ستړي مه شي وروسته ټینګ شو چې چای ورسره وڅښو، خو ومو نۀ منله، ورته ومې ویل: حاجي صاحب د دې لپاره راغلو چې تاتا کرایه درکړو!
 
پۀ حیرانۍ یې وپوښتل: د څۀ کرایه؟
 
ملګري مې وویل: هغه ستا کور کې چې کومه کورنۍ اوسېږې، د هغو!
 
ویې خندل بیا یې وویل: ښا ښا!!! دومره شرم خو پۀکې پیدا شو چې ماته یې نشوه راکولی او ستاسو پۀ لاس یې راولېږله؟ ښۀ ده چې اوس یې راولېږله ګني سبا مې نیت ؤ چې ویې باسم.
 
ماوې څومره کرایه دې ده؟
 
ویې ویل: خو همغه دوه زره ده اوس غواړي کمه یې کړي!؟
 
ماوې نه! مه یې تۀ باسه او نۀ به دوی کرایه کې چېړ درسره کوي، مازدیګر ته به د همدې ملګري په لاس د یؤ کال کرایه درته راولېږم، یواځې  دا مهرباني وکړه چې کال پۀ خط کې ورته وصول کړه.
 
سړي پۀ حیرانۍ وپوښتل: تاسو یې ولې راکوئ؟
 
ملګري مې وویل: هغه غریب چې پۀ دې شنډ بازار کې ماشومانو ته وچه ډوډۍ راپیدا کړي هم پرې ډېره ده.
 
رخصت مو راواخیست خو سړی دړه کې ولاړ ؤ او مونږ ته یې حیران کتل
 
ښار ته راغلو، ملګري مې دفتر ته زنګ وکړ ویې ویل: نن نشم درتلی ضرور کار لرم!
 
ماوې ولې پاتې شوې؟ لېست راکړه زه یې برابروم!
 
ویې نۀ منله
لاړو پۀ یوه لوی دوکان ننوتو، لېست مو ورکړ پۀ لسو دقیقو کې یې خوراکي او نور اړین مواد راته برابر کړل، حساب یې وکړ خو ملګري پرېنښودم چې پیسې ورکړم، دۀ ورکړې.
 
د رختونو مارکېټ ته راغلو، دلته مو د ماشومانو لپاره رختونه او څادرونه واخیستل، بیا هم ملګري قسم وکړ، حساب دۀ ورکړ.
 
د چپلکو دوکانونو ته راغلو یوه دوکاندار ته مو مزي ورکړل،چپلکې مو واخیستې خو حساب ورکړې ته پرېنښودل شوم
 
شیان مو سره یؤ ځای کړل رېکشه مو ترې ډکه کړه او ادرس مو ورکړ سړی لاړ.
 
لاړم بانک ته څلورویشت زره افغانۍ مې راواخیستې، خو ملګري مې ځان کشاوه چې زۀ یې ورکوم ماوې نه! خوراکي او پوښاکي شیان تا واخیستل د کور کرایه باید زۀ ورکړم ګني خپه کېږم!
 
پۀ نۀ زړۀ یې واخیستې او دی مې رخصت کړ چې ځان په رېکشه پسې ورسوي.
 
میاشت وروسته بازار کې روان وم چې پر مټ مې لاس ولګید، مخ مې راتاوکړ، همغه پۀ عمر پوخ او خېټؤر سړی ؤ، لاسونه یې راته خلاص کړل غېږه یې راکړه، ستړي مه شي مو وکړه پۀ موسکه خولۀ یې حال احوال وپوښت بیا یې لۀ لاس ونیوم ویې ویل: تۀ راځه!
 
د میوو خرڅوونګو ګاډیو پۀ کتار یې وربرابرکړم، یوې څلور ټایره ګاډۍ ته چې درې څلور ډوله میوه پۀکې ایښي او راځوړند وه، ودرولم، ډنګر سړی چې ږیره او سر یې سپین ؤ پر مخ یې پوستکی لکه وچ چې وي داسې ښکاریده، خو پۀ عمر کې تر خېټور سړي هم ځوان ؤ، لاس یې را اوږد کړ، غټ غټ  شنه رګونه پۀکې ښکاریدل، ستړي مه شي یې راسره وکړه.
 
پۀ عمر پوخ سړي ماته ګوته ونیوه ویې ویل: دا سړی داسې ګوره لکه زۀ، پۀ کومه میوه یې چې لاس کېښود هغه به ورکوې!
 
ډنګر سړي پۀ ټټر لاس کېښود وموسکید ویې ویل: پۀ دواړو سترګو!
 
د چای ست یې وکړ خو مونږ ترې روان شوو.
 
د کور څښتن وویل: ستا رلېږلي د کال کرایه ماته ورسیده، دا چې زۀ پۀ پیسو مئین سړی یم نو  ومې شمارلې پوره وې، خو عجبه وه زما لاس ته چې لسګون هم راځي زۀ ورته خوشالېږم خو ستا پیسې چې ان څلورویشت زره وې زۀ یې خوشاله نۀ کړم، د شپې پۀ کټ کې پروت وم حیران وم چې دغو ډېرو پیسو ولې خوشاله نۀ کړم؟ آخر پوه شوم چې دا پیسې زما نۀ دي که زما وای خوشاله به یې وای، بس سهار وختي مې زوی راسره ونیو کور ته ورغلم او دړه مې ور ټک ټک کړه، سړی راووت عذر یې وکړ چې خیر دی دوه ورځې صبر وکړه زه درته کرایه پیدا کوم.
 
ماوې نور صبر نۀ کوم کاغذ راوباسه!
 
سړي سوالونه شروع کړل، ماوې هېڅ د نۀ منم کاغذ راوباسه هله!
 
زوی مې وویل پلاره دومره ظلم مه کوه نو!
 
ومې ویل تۀ چوپ شه!
 
سړی پۀ ماتو قدمونو کور ته ننوت د کور قرارداد لیک یې راوویست، زوی ته مې وویل: قلم راواخله او لاندې ترې ولیکه چې د کال کرایه وصول شوه!
 
جېب ته مې لاس کړ ستا پیسې مې ټولې ورکړې، یوه شېبه سړي حیران راکتل
 
ومې ویل: واخله ته خوب نه وینې! دا هر څه حقیقت دي!
 
پۀ سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې مونږ ترې کور ته راغلو، دوه ورځې وروسته مې ولید چې د میوو ګاډۍ یې اخیستي او میوې خرڅوي، ناڅاپي مې تۀ ولیدې، ځکه مې راوستې او ورسره معرفي مې کړې چې سر له ننه، که دې میوه کورته وړه نو خوشالېږم به چې له دۀ یې واخلې.
 
غېږه کې مې ټینګ کړ او سره رخصت شوو.