روهي (څلورنۍ/۱۴ د غبرګولي)، عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې هېواد کې د کرونا ويروس د پېښو په ډېرو سره يې د مصنوعي تنفس ۵۱۰ او د کرونا ويروس د تشخيص لس دستګاوې يې اخېستې دي.
عامې روغتيا وزارت وايي چې د پلازمينې کابل په شمول عامې روغتيا وزارت د کرونا ويروس دوه زره شکمنو کسانو د د معاينې وړتيا لري او اوس مهال هره ورځ زر د کرونا ويروس مشکوک کسان معاينه کيږي.
له بلې خوا، عامې روغتيا وزارت د اعلان شوې شمېرو اړوند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۷۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۷۲۶۷ ته ورسېد.
د يادونې ده چې عامې روغتيا وزارت د حکيم الکوزي په نوم د يو کس درمل چې د کرونا ويروس د مخنيوي او درملنې په نوم يې جوړ او کارول، ممنوع اعلان او ويلي دي چې نشه يي توکي يې په کې استعمال کړي وو.
وروستي