له تجربې هم اړین

څو وخته وړاندې په یوې ناروغۍ اخته شوم، لویو، پوه او تجربه لرونکو ډاکټرانو ته ولاړم، نږدې شپږ میاشتې مې پرله پسې مختلفې دواګانې وخوړې، ولې ستونزه حل نشوه.

 یوه ورځ چې ډېر ستونزمن حالت کې وم، او فکر مې کاوه که یو بل قدم ووهم شاید د ژوند ورستۍ شېبه مې وي، په عاجل ډول یوه روغتون ته ننوتم، یو ځوان ډاکتر چې فکر کوم نوی فارغ شوی وو، د مرض د نښو نښانو په اړه راڅخه وپوښتل، بعضې درمل یې راته نوشته کړل او ویې ویل چې سبا څه مه خوره، تر څو ځینې معاینات وکړو. لاړم کور ته او فکر مې کاوه چې، څومره پوهو او باتجربه ډاکټرانو څخه مې لیدنه وکړه، ولې مرض مې جوړ نشو، نو دا ځوان او بې تجربه ډاکټر به څنګه راته ګټور تمام شي.

سبا، سره له ډېرې ناهیلۍ او زړه نا زړه توبه ورغلم، ډاکټر څلور ټیسټونه راته نوشته کړل، او ویې ویل چې انشالله، له دې ټیسټونو سره دې اصلي رنځ معلومېږي. د ټسټونو له ترسره کولو وروسته، دری یې منفي ول او څلورم ټیسټ-انډسکوپي (کامره معدې ته داخلوي او وضیعت یې ګوري) مثبت وو، د دوه اونیو دوا یې راته راکړه، دوه اونیو کې مې وضیعت ۹۰ فیصده بدلون وموند، او روغتیایي حالت مې بیخي نورمال شو.

د ژوند له دې پېښې مې لاندې نکتې زده کړې:
•    د ستونزو حل لپاره، اړینه ده ټول ممکنه حلونه په دقیق ډول، وڅېړل شي.

•    له خپلو تجربو څخه ګټه اخیستنه مهمه ده ولې، ټول شته وسایل کارول تر تجربې لا مهم دي.

•    تل نوموتي او برانډ څیزونو پسې تلل ګټور ندي، کېدای شي له هغو غوره یې، د څېړنو په پایله کې ومومو.