پړاوونه


دا چې په ژوند کې انسان له راز راز ستونزو سره مخامخ کيږي او دغه ستونزې دژوند په بېلابېلو پړاوونو کې بېلا بېل ډولونه او شکلونه لري چې په هماغه وخت ورسره انسان هماغه ډول عکس العمل ښيئ خو ددې تر څنګ بيا دانسانانو برياليتوبونه هم په برخه کيږي چې په دغه ډول حالا تو کې پرته له ځنيو ځنيوانسانانو نور په دغه ډول حالاتو خوښ نه وي خو ځينې وختونه بياهمدغه حالتونه انسان ښه انځوروي او وايي څه ښه وختونه وو چې تېر شول !!!
له دې څرګنديږي چې هر نن تېره زمانه يا ماضي ده او هر نن راتلونکى دى .انسان بايد په هر وخت کې په موجوده او شته وخت په اکر او حالاتو بايد خوښ او په هر څه له الله (ج) څخه راضي وي .که خبره ښه وشنل شي نو څرګنده به شي چې انسان په موجوده حالت خوښ نه وي مګر کله چې دغه وخت تېر شي نو بيا وايي چې يره ښه وختونه ووچې تېر شول همدغه حالت يو وخت حال وو چې نوموړى انسان پرې خوښ نه وو او اوس وايي چې ښه وخت وو .که فکر وکړو په حال يا تېرېدونکي وخت هيڅوک خوښ نه وي که څه هم دهغه ژوند ډېر ښه تېريږي خو خو ښ پرې نه وي ددې برعکس راتلونکي ته ډېر لېوال او هيله من وي او له ځان سره کرل رېبل کوي چې داسې او هغسې به وکړم او دې ته يې فکر نه وي چې په دې ژوند څه باور دى چې زه به تر دغه مهاله روغ پاتې يم که نه خو هغه دچاخبره باد وي او هسې يې پېمانه کوي په دې اړوند دپښتو ژبې وتلى شاعر،ليکوال او ژورنالست ښاغلى عبدالباري جهاني وايي:
يوه ورځ به دا جـــهــــــــان وي نه به ته يې نه به زه يــــــم
هم به ځمکه هم اســمـــان وي نه به ته يې نه به زه يـــم
کله چې انسان له ستونزو سره مخ شي نو نه زغم لرونکي خلک بيا چغې او کوکارې وهي او نور چټياټ خو پرېږده .....
رابه شو دې ته چې په دغه مهال بايد څه وشي .الله پاک په خپل مبارک کتاب قران کريم کې فرمايلي :
((زه دصبرکوونکو ملګرى يم ))
په دې خو موږ او تاسې پوهيږو چې دا نړۍ او مافيها الله پاک پېدا کړي دي او دا هرڅه دهغه ذات په واک کې دي نو هغه ذات چې له چا سره مل شي نو نور به يې دڅه شي کمى وي ښکاره خبره ده چې دهېڅ شي نه به نيمګړى نه وي .نو جوته خبره ده چې صبر ډېر ښه دى لکه چې وايي ديو ساعت زمرى دټول عمر ګېدړ دى .پټه دې پاتې نه وي چې صبر ډېر تريخ هم دى او ډېرى داسې انسانان به وي چې دغه تريخ حالت به ونه زغمې .په ټولنه کې ډېر داسې مسايل شته چې په هغې کې الله پاک نه دي ويلي چې زه په دغه پرخه کې له تاسې سره مرسته کوم يا مو ملګرى يم خودا چې صبر ډېر تريخ دى نو ځکه خو هغه ذات فرمايلي چې زه ستاسې ملګری يم دتريخوالي په اړوند يو متل هم شته چې وايي :(صبر تريخ دى خو مېوه يې خوږه ده ).
بله خبره داده چې که په دې نړۍ کې موږ سل کاله او يا له دې څخه زيات عمر ولرو بيا هم به له دې نړۍ څخه ځو نو چې داسې ده بايد دلته دصبر،زغم او ښه اخلاقو په ملتيا ژوندوکړو که نه نو بيا خلک ددغه ډول کس ديادولو پر وخت وايي ښه وو چې ترې خلاص شو خو برعکس که ښه وي او شاتينه يې ښه وي نو بيا وايي الله دې وبښي او په لپو لپو دوعاوې ورته کوي.
که په پورتنيو خبروته ځېر شو نو ريښتيا هم په حال وخت کې انسان دې ته ځېر نه وي چې يو وخت به راته دغه حالت بل ډول برېښېږي .نو دلته ده چې په يو خوله په دې قانع شو چې په هر وخت کې دالله په رضا خوښ اوسو پرته له کفرنه .
امين ثم امين