سپيڅلتيا او پايله يې


ضياالرحمن حبيب (سپين غر )
 وايي چې په تېرو پېړيو کې په يوه ناڅرګنده سيمه کې يوه ورځ سخت توپان راغى مازيګر وو خو وخت ماښام ته هم نېږدې هم وو په دې وخت کې دپاچا لورپه پاچاهي  بڼ کې  په سيل  بوخته وه چې ناڅاپه توپان چټک شو تر هغې چې دې کوښښ کاوه چې ځان امن ځاى ته ورسوي نو توپان واخيسته او تر لرې ځايه يې ورسوله کله چې توپان لږ په قرار شو نو دا يې له خپل دربار نه ډېره لرې وړې وه ،خواوشا يې وکتل کورونه ښکارېدل خو ډېر لرې وو تر ټولو ورته نېږدې يو جومات په نظر ورغى دې همداسې جومات ته يې زړه په دې ښه کړ چې راځه څوک به نه وي هلته به په ارامه شپه تېره کړم .
جومات ته يې زړه په دې ښه کړه چې  دا يو مقدس ځاى دى او بل څوک به په کې نه وي ،هماغه وو چې جومات ته ننوته چې ګوري په جومات کې يو طالب له نړۍ بې خبره ناست دى او درس وايي !!!
دا لومړى زړه نازړه وه خو بيا يې زړه وکړه چې دالله په کور کې به دا انسان څنګه ناوړه عمل ته زړه ښه کړي .هماغه وو چې ورننوته سلام نه وروسته يې هغې ته وويل چې ورورجانه دالله له پاره ماته نن شپه په دې جومات کې راکړه دباندې توپان زه له ډېر لرې ځايه تر دې ځايه راورسولم .
طالب ورته په ورين تندي وويل سمه ده خورجانې راځه او دلته داسې شپه تېره کړه لکه په خپل کور کې چې بې غمه او بې فکره ويده کېږې .
جينۍ دطالب څخه مننه وکړه او په ګوته شوي ځاى کې ويده شوه خو بيا هم شېطان ورته په زړه کې يو څه او بل څه اچول او دطالب له لوري يې ورته ديو ډارګواښ کاوه چې له همدې امله تر ډېره ويښه وه يو وخت يې پام شو چې طالب خپله ګوته په شمعې پورې نيسي ده څو ځل دغه حالت وليد خو له ځانه يې څه غبرګون ونه ښود او له لږ وخت تېرېدو وروسته همداسې پسې ويده شوي وه .
شپه تېره شوه او سهار جېنۍ وخته له خوبه پاڅېده خو طالب ورته وويل چې ته به ترهغې نه ځې تر څو چې دې چاى نه وي څښلى .
جينۍ ته طالب چاى راوړ ،چاى يې وڅښه او له هغې څخه يې درخصتېدو غوښتنه وکړه  خو طالب ورڅخه اوس ايله وپوښتل چې کور مو چېرته دى څو زه درسره مرسته وکړم خو دې ورته وويل :
چې زه ديوې غريبې کورنۍ څخه يم او لږ مزل مې تر کور دى نور دې له ځان سره نه په عذابوم له همدې سره يې ترې مخه ښه واخيسته او دکور په لور روان ه شوه .
جينۍ روانه وه خو دخپل کور هېڅ لورى ورته په نظر نه راته چې ګوري په همدغه وخت کې ددربار له عسکرو سره مخ شوه ،هغوۍ وپېژنده او هغوۍ دربار ته بوتله  .
دربار ته ورسېده او هلته دپلار خونې ته لاړه ،پلار يې دلور په روغ ليدو ډېر خوښ شو له هرکلي وروسته يې ورڅخه دشپې  او ددې څخه دجدا تېرېدو وپوښتل :
کله چې يې لور ورته پورته ټوله کيسه تېره کړه ،پاچا کيسه په ډېرې پاملرنې واورېده او له کيسې پاى ته رسېدو وروسته يې همدغه طالب دربار ته وغو‌ښت .
طالب چې جينۍ دپاچا په دربارکې ولېده حېران شو يوڅه ويرې واخيست ،خو زر يې له ځان سره وويل :
(چې غل نه يې له پاچا نه مه وېرېږه ).
پاچا ترې دلور په اړه پوښتي چې دې له تا سره شپه وه نو تا ولې خپل لاس اور ته نيو ؟؟؟
طالب ورته وويل :
پاچا سلامت هغه وخت چې ستاسې لور جومات ته راغله ما نه پېژنده او دا تر اوسه پورې مې نه پېژنده ؟
ما دې ته دانساني زړه سوي له مخې دشپې ځاى ورکړخو دشپې په اوږدو کې چې ما خپل درس وايه نو شېطان څو ځل ماته راغى او زه يې ستاسې لور دعزت لوټلوته وهڅولم او دا به يې راته په زړه کې اچول چې تا دلته څوک وينې هرڅه چې کوې ويې کړه او که جينۍ څه غبرګون له ځان نه وښوده نو همداسې ته هم ورسره زور ووهه خو که بيا هم ونه شو نو همداسې يې په جومات کې له منځه يوسه او بيايې دباندې مړى وغورزوه .
خو ما دشېطان او نفس دا هرڅه تر پښو لاندې کړه او دالله له ويرې او دقيامت له عذاب نه دځان ويرولو په موخه اور ته لاس ورته کړه او له ځان سره مې وويل :
دا چې داخيرت اورله دې نه اوياځله سخت او تېز دى نو له ځان سره مې وويل :
که زه دا کار وکړم  که په دې نړۍ عذاب ونه وينم نو په هغه نړۍکې به خو راته عذاب خامخا وي نو له همدې امله مې اور ته لاس کړما ويل که دې اور ته ټينګ شوم نو هغې اور ته هم شايد کلک شم نو له همدې امله مې اورته لاس نيو چې په پايله کې ورته زه کلک او ټينګ نه شوم خو ما په بيا بيا دا کار کاوه او همدا يې پايله شوه چې شېطان له ما نه و تښتېده او زه بريالى شوم .
پاچا ددې زلمې دنفس سره جهاد ته فکرويوړ خپل لورڅخه يې وغوښتل او ورته يې وويل :
دا چې ته پېغله يې نو زه غواړم تا دې پاک نفسي زلمي ته ورکړم .
ده دپلار پرېکړه خوښه کړه او له پلار نه يې وغوښتل چې ستاسې خوښه .
پلار يې ورته وويل چې تر دې به بل ښه او په نفس حاکم ځوان په نړۍ کې تر دې بل نه وي .
هماغه وو چې ددوې واده په خوښۍ په پاچاهې دربارکې تر سره شو .
نوټ :دغه ځوان دالله دويرې او ددې نړۍ دشرم له امله دڅودقيقو له خوند څخه لاس په سر شو چې الله ورته ددغه صبر په کولو سره دټول عمر خوندونه ورپه برخه کړل .ريښتيا خبره ده چې وايي درې شيان پاک ساتۍ (نفس ،خيالات و بدن )
چې ددغو درېو ټکو ګټه تاسې په پورته کيسه  کې ولېده .نو راځئ چې له ناوړه کارونو څخه لاس په سر شو څو مو دنړۍ او اخيرت تل خوندونه په برخه شي.