څلوریزه
چې فغان ئې له نامه خیږي افغان دی
چې لمبې ئې تل له زړه خیږي افغان دی
چې پیدا په بده ورځ دی بدې ورځ ته
چې ئې مرګ تل په کاله خیږي افغان دی
د نفاق اتفاق
ا فغانانو چې پرې کړی اتفاق دی
چې ئې سر دي پرې ورکړی تل ، نفاق دی
دغه زوړ تړون اوس دی د ماتولو
چې نن وخت د یو کیدو او د وفاق دی
افغان
چی له انس سره ملګری شي انسان شي
چې پالنه د وطن کی قهرمان شي
دزمري،شاهین،ګربت خوی چی څوک واخلي
د غیرت یوه ټوټه شی او افغان شي
وروستي