
لسګونو شاعرانو د ځوانو شاعرانو په اونيزه مشاعر كې برخه اخيستې وه د تيرو اونيو په څير يو ځل بيا د خوست په علمي اوفرهنګي مركز ميديو تيك كې د ځوانو شاعرانو اونيزه مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره كې چې هره اونۍ پكې په لسګونو تنه د خوست ځوان شاعران ، اديبان او د شعر او ادب مينوال برخه اخلي دا پرله پسې نهه اويايمه غونډه وه . د ځوانو شاعرانو اونيزه مشاعره د ځوان شاعر قاري صيب سميع الله حيات لخوا د پاك قران د مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د سولې پيغام راډيو مرستيال نجيب الله اخيل پرانيستونكې وينا وكړه ، ده دخپلو خبرو په سر كې ټولو راغلو ځوانو شاعرانو ته هركلى او ستړې مه شي وويله او بيا يې ځوانو شاعرانو ته ډاډ وركړ چې له پخوا يې څو برابره په شعرونو او كلام كې ښه والى راغلى، ده زياته كړه چې سولې پيغام راډيو او ميديوتيك به تل د ځوانو شاعرانو سره خپله مرسته او ملاتړ جاري وساتي. د مشاعرې د وياندويئ چارې چې د ځوان مدني كلتوري خوځښت مشر ميرعلي ملنګ او د سولې پيغام راډيو وياند طيب بريال لخوا پر بيول كيدې پكې شاوخوا يوسلو څلويښتو كسانو خپل او ځينو هم نورو شاعرانو انتخابي شعرونه ، نظمونه او لنډۍ ولوستې. د ځوانو شاعرانو د اونيزې مشاعر په منځ كې په هغه كسانو هم جايزې وويشل شوې چې د سولې پيغام راډيو د لټون په خپرونه كې ذهني پوښتنو ته سم ځوابونه ويلي و او ګټونكي پيژندل شوي ول. دغه جايزې چې د خوست ښار د سوداګرو او دوكاندارنو صنفي اتحادې لخوا برابرې شوې د تكړه شاعر زهدالله زاهد لخوا يو بريالي تن ته وركړل شوې د پاتې دريو كسانو د غيرحاضرې له امله د دوى جايزې رد كړاى شوې. همدارنګه ځوانو شاعرانو په هغه عصريه كې هم برخه واخيسته چې هره اونۍ د خوست علمي او فرهنګي مركز لخوا د دوى لپاره برابريږي. مشاعره غرمه مهال د نجيب الله الوخيل له لنډو خبرو او دعايې ورسته په دولس نيمو بجو پاى ته ورسيده . بايد يادونه وشي چې د ځوانو شاعرانو دغه اونيزه مشاعره نيږدې يو نيم كال وړاندې د سولې پيغام راډيو رئيس او د خوست علمي او فرهنګي مركز ميديو تيك مشر زاهدشاه انګار په هلو ځلو پيل شوي چې تر اوسه هره اونۍ په دومداره توګه پر مخ ځي او د دې اونۍ مشاعره يې نهه اويا يمه وه او پكې تر دوو سو كسانو برخه اخيستې وه.