په ۱۹۷۱زکال دسمبر میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې پاکستان لویه ماتې وخوړه، چې ورسره سم د پاکستان شرقي برخه د بنګلدیش په نوم ترې جلا شوه، د غربي پاکستان ۶۱۶۴ میله مربع او آزاد کشمیر ۳۴۰ میله مربع سیمه ترې هند ونیوله او همدارنګه ۹۳۰۰۰ پاکستاني پوځیان د هند لخوا اسیر ونیول شول. دا د پاکستان لپاره لویه ماتې او شرم وو، چې له دې وروسته ذولفقار علي بوټو د اټوم جوړولو په فکر کې شو.
ذولفقار علي بوټو په ۱۹۷۲زکال د پاکستان ملتان ښار کې د پوهانو ۵۰ کسیزه غونډه جوړه کړه، چې پروفیسر عبدلاسلام، ډاکتر اشارت حسین عثماني او ډاکتر منیر احمد خان هم په کې حضور درلود. په دې غونډه کې بوټو له هند څخه د پاکستان ماتې خوړلو ته په اشارې سره په دریو کلونو کې د اټوم بم جوړولو غوښتنه وکړه اما د اټوم بم جوړولو پوهانو لخوا د پنځه کلونو وخت ورکولو غوښتنه وشوه. له هغه وروسته ذولفقار علي بوټو د ۱۹۷۲زکال مې میاشت ۲۹ نېټه منځني ختیځ او افریقایي هېوادونو ته د ۱۳ ورځني سفر په موخه لاړ او د اټوم جوړولو کې ترې د مرستې غوښتنه وکړه.
ذولفقار علي بوټو په ۱۹۶۵زکال هغه مهال چې نوموړی د جنرال ایوب خان په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر وو، وویل: « که هند اټوم بم جوړ کړي، موږ هم باید جوړ کړو که د اټوم بم جوړولو مصارفو لپاره اړتیا شوه، واښه او د ونو پاڼې به وخورو، لوږه به تیره کړو، موږ باید د هند اټوم بم لپاره مناسب ځواب ولرو، یواځینۍ مناسب ځواب د اټوم بم جوړول دي».
په ۱۹۷۴زکال هند لومړنۍ اټومي بم جوړ او د راجستان صحرا کې د پاکستان سرحدي پولې ته نږدې یې وازمایه، ددې اټوم بم تخریب قدرت د امریکا هغه اټوم بم سره معادل وو، چې په ۱۹۴۵زکال د جاپان هیروشیما ښار باندې اچول شوی وو. پاکستان د هند لخوا د اټوم بم جوړولو او ازمایلو پر وړاندې شدید غبرګون وښوده او بوټو پاکستان ملت ته په وینا کې وویل، چې هېواد یې شدیداً اټومي برنامي لرلو ته اړتیا لري.
په ۱۹۷۴زکال ډاکتر عبدالقدیر خان له هالند څخه د پاکستان لومړي وزیر بوټو ته یو لیک ولیږه او د کراچی اوسپنې ذوب کارخانه کې د همکاری وړاندیز یې ورته کړی وو او همدارنګه د یورانیمو غني کولو کې د تخصص څخه هم یادونه کړې وه. بوټو لخوا عبدلقدیر خان ته بلنه ورکړل شوه چې پاکستان ته راشي. عبدالقدیر خان په انګلیسي، آلماني، فرانسوي او هالندي ژبو پوهیده او کولای شول چې د یورانیمو غني کولو اړوند فني سخت متونو ژباړه وکړي. عبدالقدیر خان په ۱۹۷۵زکال پاکستان ته راغی او له ځانه سره یې ځینې مهم اسناد هم راوړل، چې د اټوم بم جوړولو کې استفاده کیدله.
د بوټو په امر د عبدالقدیر خان له نظر لاندې نوي پټ تشکیلات جوړ شول او نایجریا څخه د یورانیم اکساید پاکستان ته راوړل شول او مختلفو هېوادونو څخه یورانیم هم پاکستان ته انتقال شول، همدارنګه د اټوم بم جوړولو اړتیا وړ وسایل له سویس، هالند، آلمان، فرانسې او انګلستان څخه وپېرل شول او سنګینې اوبه له کاناډا څخه پاکستان ته راوړل شوې تر څو په اټوم بم کې ترې استفاده وکړي. د پاکستان اټوم بم مالي مصارف د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ، عراق او لیبیا لخوا ورکول کیده، چین هم ورسره د اټوم بم جوړولو کې د مرستې ډاډ ورکړی وو.
په ۱۹۷۷زکال ضیالحق پر ذولفقار علي بوټو کودتا وکړه او واک یې ترلاسه کړ. له بوټو وروسته هم پاکستان د اټوم بم جوړلو څخه لاس په سر نه شو او په ۱۹۷۸زکال کوهاټ کې یو بل مرکز پرانیست. په ۱۹۸۴زکال عبدالقدیر خان اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو باندې بریالی شوی دی.
د امریکا لخوا ضیالحق ته اخطار ورکړ شو، چې پاکستان نباید یورانیمو کچه له ۵ سلنو زیاته غني کړي، پاکستان هم امریکا ته کتبي تضمین ورکړ چې ګویا یورانیم به له ټاکلې کچې زیات نه غني کوي، خو په پټه یې د یورانیمو غني کولو باندې بوخت وو.
په افغانستان کې د شوروي پرمختګ او بمبارونو سره امریکا لخوا پاکستان ته د طیارو ضد توغندي ورکړل شول او په ۱۹۸۷زکال د شپږ کلنې برنامې له لارې امریکا لخوا پاکستان سره ۴،۲ میلیارده ډالرو مرسته وشوه او په افغانستان کې د شوروي مداخله او پاکستان ته د امریکا اړتیا شتون سره، امریکا د پاکستان اټوم بم جوړولو سره ښکاره مخالفت کول پرېښودل.
بالاخره پاکستان د ۱۰ کلونو هڅو وروسته د ۱۹۹۸زکال مې میاشتې په ۲۸ نېټه د اټوم بم جوړ کړ او بلوچستان صوبه کې پنځه د اټوم بمونه وازمایل. پاکستان د خپل قلمرو څخه دفاع او د هند هسته یي توغندیو پر وړاندې د بازدارندگی یواځنی حل لار د اټوم بم جوړول وو، چې په جوړولو یې بریالی شو.
وروستي