دوستم، د مارشالی رتبې شرایط لري؟!

په دې وروستیو ورځو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ دولسمشریزو ټاکنو پر سر جنجال پای ته رسیدو په موخه هوکړه وشوه، چې په کې د محمد اشرف غني لخوا عبدالله عبدالله ته د ۵۰ سلنه حکومت کې واک او څوکیو ورکولو تر څنګ عبدالله عبدالله ته د سولي عالي شورا مشرتوب ورکولو باندې دواړو لوریو توافق وکړ او همدارنګه جنرال دوستم ته د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د مارشالی رتبه ورکړل شوه، نو پوښتنې دا دي چې مارشالی رتبه باید چاته ورکړل شي؟ او ایا جنرال دوستم  د مارشالی رتبې شرایط لري؟

په منځنیو پېړیو کې د مارشال لقب اروپا کې هغه چا ته ورکول کیده، چې د دربار اعتماد وړ کس وي. څو پېړۍ وروسته هغه مهال چې نظامي قوانین رامنځته او نظامي رتبې وټاکل شوې، نو د مارشال یا فیلد مارشال رتبه هم د ځینو هېوادونو په نظامي قوانینو کې درج شوه، چې کولای شو په ۱۹۱۸زکال کې د فرانسوی مارشال هر یو پتن او فردیناند فوش همدارنګه د انګریزي فیلد مارشال داګلاس هایګ یادونه وکړو. ځینو هېوادونو کې مارشال غیر نظامي او افتخاري رتبه ده او هغه کسانو ته ورکول کیږي، چې لویه کارنامه ولري او یا د هېواد لپاره یې لوی خدمت کړی وي، یا دا چې د هېواد لویه برخه یې د اشغال څخه آزاده کړي وي.

نظامي رتبې هر هېواد کې د نظامي خدمت، وړتیا او تخصص له مخې ورکول کیږي، په افغانستان کې مارشال لوړه نظامي رتبه ده او هغه چاته باید ورکړل شي چې هېواد ته یې لوی خدمت کړی وي، د هېواد یوه برخه یې له دښمن څخه آزاده کړي وي او همدارنګه د هېواد په کورني سیاست کې بې پلوه پاتې شوی وي د خاص قوم، ژبې، سمت او مذهب پلوي یې کړې نه وي او د بې ګناه خلکو په وژلو تورن یا محکوم شوی نه وي.

د افغانستان د اساسي قانون ۶۴ مادې له مخې ولسمشر د قانون حکمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو ورکولو صلاحیت لري. د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ګن شمیر کورنیو او بهرنیو کسانو ته د میر مسجدي خان، امان الله خان، وزیر اکبر خان، امین الله خان لوګري، میرویس خان او سید جمال الدین په نوم مډالونه ورکړل شوي دي. 

د حامد کرزي واکمنۍ مهال محمد قسیم فهیم ته د مارشال رتبه ورکړل شوه، نوموړی د احمدشاه مسعود مړینې وروسته د شمال جبهي قومندان وټاکل شو او د امریکا په نظامي او مالي ملاتړ یې پر کابل برید وکړ، دا چې نوموړي  د مارشالی رتبي وړ او شرایطو برابر وو؟ دا جلا بحث دی، چې دلته پرې خبرې نه کوو.

د محمد اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیز جنجال پای ته رسیدو په موخه د نورو امتیازاتو سربیره جنرال دوستم ته د مارشالی رتبه ورکړل شوه. دا چې جنرال دوستم په بشري جرمونو باندې تورن دی، په دشت لیلی کې زرګونه طالبان پرته له محکمې څخه ووژل او همدارنګه د اکبر بای او ایشچي په قضیه کې هم په تاوتریخوالي او جنسي ځورنې باندې تورن شوی دی، د بلې خوا د هېواد لپاره د خدمت برخه کې کومه لویه کارنامه هم نلري، همدارنګه په کورنیو جګړو کې هم ښکیل وو، د ډیرو بیګناه انسانانو وژلو باندې تورن دی او جنګي جرمونه یې ترسره کړي دي.  نو د اساسي قانون موخو، نړیوالو اصولو او پرنسیپونو ته په پام سره جنرال دوستم د مارشالی رتبی شرایط نه دي پوره کړي او د مارشالی رتبې وړ نه دی.