عبدالله عبدالله: ما ژمنه کړې وه، چې د سولې په خاطر هر ډول قربانۍ ته حاضر یم

د سیاسي هوکړې لاسلیک ټاکنیز بحران ته د پایې ټکی کېښود. موږ هیله لرو، چې دا سیاسي هوکړه به زموږ ټولنه سولې ته نږدې کړي. د دولت عالي شورا او د ملي مصالحې عالي شورا د نوي ترکیب او تشکیل سره جوړېدل زموږ د هوکړې یوه برخه ده. د ترلاسه شوي فرصت او تېرو تجروبو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوو، ترڅو شوې سیاسي هوکړه عملي شي.
 
ما ژمنه کړې وه، چې د سولې په خاطر هر ډول قربانۍ ته حاضر یم، اوس د سولې د تنګښت لپاره ځان وقف کوم، اما د سولې پروسې په بریالي کولو کې د سیاسي مشرانو او افغان ملت همکاري اړینه ده، که یو شخص یا یوه ډله هرڅومره هم هڅه وکړي بیا هم د سولې موضوع ډېره پېچلې ده نشي کولی په ښه ډول مخته لاړ شي.