جاويد: که زلمي خليلزاد داسې اسناد لري چې د دشتي برچي پر روغتون بريد طالبانو نه بلکې داعش کړی نو شريک دې کړي 

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، د هېواد ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل نن ورځ کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل چې د افغان حکومت ملاتړي بايد له داسې څرګندونو چې د وسله والو طالبانو مستقيم او يا غير مستقيم ملاتړ په کې کيږي، ډډه وکړي. 

د هېواد ملي امنيت شورا د زلمي خليلزاد هغه وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی، چې کابل کې د دشتي برچي پر سل بستريز روغتون د تېرې اوونۍ بريد يې د داعش کار بللی او ويلي دي چې دا ډول بريدونه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې فضا بې باوره کولی شي. 

د ملي شورا وياند جاويد فيصل ويلي دي چې که چېرې زلمی خليلزاد په دې برخه کې چې د کابل د تېرې اوونۍ بريد طالبانو نه بلکې داعش ډلې کړی دی نو سندونه  او ثبتونه لري، بايد افغان حکومت او خلکو سره شريک کړي. 

نوموړي د زلمي خليلزاد وروستۍ څرګندونې د طالبانو په ګټه تبليغات بللي دي او ويلي دي چې وسله وال طالبان د افغان او نړۍ لپاره ګډ ګواښ دی.