نن سهار وختي کابل کې دوه چاودنې شوې 



روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، نن سهار وختي نېږدې شپږ بجې د کابل په تايمني کې دوه پرله پسې چاودنې شوې. تر اوسه يې د تلفاتو شمېرې نه دي ښوودل شوې. 

ويل کيږي چې دواړه چاودنې د سړک غاړې ماينونو له امله شوې، چې موخه يې  د پوليس رېنجر موټر وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريدونو مسووليت نه دی اخېستی. 
 
کابل او ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د خونړيو بريدونو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د دفاعي حالت پر ځای تهاجمي حالت اختيار کړي او طالبانو هم خپل بريدونه زيات کړي دي. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ