
د رخصتۍ له زنګ سره سم، زده کوونکي د ښوونځي له دروازې د سېلاب د لومړیو څپو په څېر په منډه راووتل، په شا مې د یونسيف شنه بکسه ټينګه تړلې وه، په سینه د بکسې د بندونو لاټینګولو په موخه مې د دغو بندونو تر غوټې یو لوېشت اوږد پنسل راویستلی و. تر غونډۍ راواوښتو، د رمې تورې وزې، سپينې او برګې مېږې د موساخېلو په سپېرو غونډيو کې څرېدې، شپونکي خپله ملا په اوږده خیرن څادر ټينګه تړلې وه، په غاړه کې یې غټې شنې تسبې راځړېدې او تر ببرو وروځو لاندې یې خپلې ګردجنې سترګې زموږ په ډله ښخې کړې وې، شپون د تل په څېر په خپل ځانګړي انداز، غاړه تازه کړه، پر وچو شونډو یې ژبه راتېره کړه، د اوږدې برګې ږیرې ګردونه یې وڅنډل: های، های، های.... مکتبیان دي....لارویان دي.... په مزه مزه روان دي....های، های، های...اۍ ورکه خو مه شې! های، های سپینې بلبلې!
موږ ته دا ناره آشنا وه، کابو هره ورځ مو اورېده، خو د صدوګل اکا په ژبه یې بېل خوند کاوه، سړی یې هېڅ په تکرار نه مړېده، ومو خندل او په موسکا ترې راتېر شوو. لا به کلي ته نیم سات لاره پاتې وه چې، له پاسه ټینګه ورېځ د غرونو پر سر راښکاره شوه، آسمان له څو غوسه ناکو نارو سورو وروسته په سلګیو شو، د اوړي تر ګرمې غرمې سړې څپې راتاو او شړکند باران پیل شو. تر څو مو چې ځانونه د حکیم کلا د غوړښتیو تر سیوري رسول؛ له جامو مو رڼې اوبه ونینېدې. هلته تم شوو؛ خو باران هماغسې په درز اورېده. د اوړي ځمکه وه، وچه کلکه وه، په شپو شپو یې د اوبو مخ نه و لیدلی. د باران اوبه نه پرې درېدې، موږ ورخطا و، چې سېلاب مو یو نسي؛ هماغه و چې د کوډۍ زاړه جومات ته مو د دمې او ځان ژغورنې په موخه پناه یوړه. هلته ګڼ کلیوال راټول وو، په سره اوړي کې یې څادر تر ځان راپېچلي او د درانه سېلاب وړاندوینې یې کولې. د باران له ودرېدو سره سم مو خپل مزل پیل کړ، خو لا به سل ګامه نه وو تللي، چې چیغې سورې شوې؛ خړ سېلاب له پاس غرونو راښکته شو، رمباړې یې وهلې، ګڼې تورې تیږې، غرني بوټي او خځلې یې تر مخ کړې وې، موږ په لوړه غونډۍ وختو، د لاندې خوړ ننداره مو کوله. د سېلاب لومړیو خونړیو څپو د پورې کلي د هماغه مست شپونکي له خټينو دېوالونو رغېدلې جونګړه ورسره تر مخ کړې وه چې ساعت وړاندې یې د موساخېلو غونډیو کې په رمه پسې سندرې او نارې وهلې. د خدای فضل و چې دا مهال یې کوچنیان ښوونځي کې او مېرمن یې د کوم ګاونډي کره تللې وه؛ کنه کور کې یې د یو تن د ژوندي پاتېدو هیله هم نه وه. د زړو کوټو ټول توکي یې سېلاب یووړل، د انګړ دېوالونه یې راونړېدل او خړ سېلاب هر څه په مخه کړل. کله چې سېلاب تم شو، موږ د کتابونو بکسې کور کېښودې، د ځمکو او پټیو تر څنګ د زاړه شپونکي د جونګړې کیسه د ټولو په خوله وه. په یوه ساه مو ځان ورورساوه، مېرمنې یې په چیغو ژړل، د خپل هر بچي نوم یې اخیست او د پرېوتو دېوالونو څنګ ته یې باقي پاتې کالي کپړي ټولول.
زما سترګو ته د شپونکي موسکۍ څېره ودرېده او د نوموړي مستو نارو مې غوږونو کې بیا آزانګې وکړې؛ خو دلته د طبیعت درنې څپېړې د نوموړي جونګړه په سېلاب وړې او کورنۍ یې د پولۍ ټک ته کېنولې وه، دلته د آسمان ترخو نارو د نوموړي د خوږو نارو ځواب په بله بڼه ورکړی و، دلته تالندې او خړ سېلاب د نوموړي له څېرې موسکا او له ژبې مستې نارې د تل لپاره تروړلې وې او د بچیانو سرپناه یې سېلاب وړې وه. ماذیګر ناوخته شپونکی کلي ته راورسېد، چا خبر کړی و، سخت یې وژړل او هغه شپه یې له درېیو ماشومانو او مېرمنې سره یو ځای د ګاونډي مومن ده ده په کور کې وکړه. په سبا یې هم د حسرت اوښکې تویې کړې، کال پوره شو، د رمې مذدوري یې راټوله کړه خو د ویجاړې جونګړې د ودانۍ بیه د شپنۍ په نیم من غنمو کله پوره کېده!