تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۳ مثبت پېښې ثبت شوې؛ ټول - ټال پېښې ۵۶۳۹ ته ورسېدې 



روهي (پنځه نۍ/۲۴ د غوايي)، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد  د کوېډ-۱۹ ناروغانو ۴۱۳ تازه پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د کرونا ويروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۳۹ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا  وزارت ويیاند وحيد مجروح نن ورځ په يوې رسنيزې ناستې کې وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کوېډ-۱۹ څلور کسان مړه شوي او ۴۳ نور رغېدلي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تازه ۴۱۳ مثبتې پېښې د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې ثبت شوي دي چې تر ټولو ډېرې په پلازمېنې کابل کې دي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له يوې تر بلې ورځې په ډېرېدو دی او عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې که چېرې روغتيايي لارښوونې پلي نه کړي نو بحران به رامنځ ته کړي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ