انسان نیمګړی او خطاکار دی. کله چې انسان پۀ خوښۍ او راحت کې وي خپل رب ېې هېر وي، د رب شکر او حمد ترې پاتې وي، خو کله چې د ژوند د تریخ مخ سره مخکیږي، د ستونزو او کړاونو ګرداب ته لوېږي، داسې مصیبت او غم سره مخ شي چې پۀ خپلو اسبابو ېې نه شي لرې کولای، بیا رب ته پناه وړي، ژاړي، زارۍ کوي او د خپل رب در ور پۀ یادېږي.
خو ریښتنی مومن هغه دی، چې پۀ هر حال کې د الله تعالی شکر کوونکی وي، خوښۍ او غم دواړو کې ېې خپل معبود یاد وي، که د خوښۍ ملایم شمال پرې راځي، که د سختۍ توفان دواړه پۀ سړه سینه زغمي او د مدبر ذات ستاینه او مننه کوي.
هو!
موږ ډېر تېروتلي یو، ډېر ځلې مو د اسلام لۀ حدود پښې اړولې، ډېر ځلې مو د الله ج امر مات کړی، موږ خپل رب خپه کړی، سرغړونه مو ترې کړې او د هغه د نعمتونو حق مو نه دې ادا کړی، خو مهربانه ذات موږ ته حوصله کړې، پر موږ يې خپل قهر ندې اورولی، او خپل عذاب یې پۀ موږ ندې نازل کړی نه ېې د خپلو نعمتونو خوږه چینه راباندې وچه کړې.
راځئ! نور خپل رب راضي کړو، د ګناهونو مغفرت ترې وغواړو، لۀ زړۀ توبه ورته وباسوو، ورته وژاړو، زارۍ ورته وکړو او رښتینې معنا خپل خالق ته رجوع وکړو. الله تعالی پۀ خپل بنده ډېر مهربانه دی، لۀ مور نه اویا ځلې زیات مهربانه، ان شاءالله رب به مو توبه او دعا قبلوي اود خپل مغفرت دروازې به مو پر مخ پرانیزي.
قدرمن لوستونکیه!
لیکنه کې مې درته د دعا او ريښتنې توبې پۀ اړه لنډې کرښې لیکلې.
دعا ارزښت، څۀ وکړو چې دعا مو قبوله شي، ولې زموږ دعا نه قبليږي؟!
او د توبې پۀ ارزښت، لۀ توبه کوونکي نه رب څومره خوشحالیږي؟! او کومه توبه الله تعالی قبلوي او ردوي يي نه، ددې موضوعاتو پۀ اړه مې درته د خپل قلمي توان پۀ اندازه توري کتار کړي. هیله ده زغم ولرې.
د دعا ارزښت او اهمیت پۀ ډېرو ایاتونو او نبوي احادیثو کې څرګند دې.
محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي:
دعا مغز دي عبادت دي. ( ترمذي)
بې لۀ مغزو انسان سالم نه وي، لیونی وي او خلک د کامل انسان نسبت نه ورته کوي.
همدارنګه بې لۀ دعا نه عبادت کامل نه دی.
وعن النعمان بن بشير رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “الدُّعاءُ هوَ العبادةُ”. وقرأ: {وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ (أبو داود 2/77، برقم 1479، والترمذي 5/211 برقم 2969).
ژباړه: نعمان بن بشیر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه ویلي دي: دعا عبادت دی او بیا یې دا ایت ولوست، ژباړه: او رب مو ویلي چې ما رابولئ، دعا به مو قبوله کړم، بېشکه هغه کسان چې زما له عبادته لویي کوي، ډېر ژر به په سپکاوي دوزخ ته ننوځي.
ابو هریرة رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: څوک چې له الله څخه څۀ نه غواړي، هغه پرې غوسه کیږي.
( أحمد في المسند 3/18).
ابن عمر رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وویل: دعا هغو افتونو ته ګټوره ده چې راغلي دي او هغو ته هم چې نه دي راغلي، نو ای د الله بندګانو! پر ځان دعا لازمه کړئ.
( الحاكم 1/493، وأحمد 5/234).
د دعا اړوند نور ډېر احادیث هم رانقل شوي چې د دعا مقام، ارزښت او اهمیت یې ډېر ښۀ روښانه کړی.
♣: څۀ وکړو، چې دعا مو قبلوله شي( د دعا قبلېدا شرطونه څۀ دي؟! )
هر عبادت ځانګړي آداب لري، دعا هم ځانګړي آداب او شرطونه لري، چې پۀ مراعت سره به يې ان شاءالله رب پۀ خپل دربار کې قبلوي.
کله چې د کائناتو څښتن ته لاسونه لپه کوئ او سوال ترې کوئ لاندې لارښوونې عملي کړئ!
• کامل یقین ولرئ، چې الله ج مو دعا قبلوي.
دا مه وایئ، چې خدا دعا به مې قبلوله شي کنا. پوره باور ولره چې لوی ذات مې هیله پوره کوي.
محمد صلی الله علیه وسلم پۀ دې اړه فرمایي:
د الله(ﷻ) څخه پداسې حال کې سوال وکړئ چې پر اجابت باندې يې پوره یقین کونکي یاست او پوی شئ چې الله (ﷻ) د غافل او لاهي زړه دعا نه قبولوي.
• دعا کې د وختونو او ځای خیال وساتئ.
ځینې ځانګړو وختونو کې الله تعالی دعا ژر قبلوي لکه:
د روژې مبارکه میاشت کې، جمعې مبارکه ورځ کې، ځینو سپېڅلو ورځو کې، د شپې درېیمه حصه( تهجدو وخت) کې، باران اورېدلو وخت کې او...
دعا قبلولیت کې د ځای انتخاب هم ډېر اغېز لري مثلاً: بیت الله شریفه، د رسول صلی الله علیه وسلم روضه مبارکه، بیت الله شریفې شاوخوا مقدس ځایونه، جوماتونه، د علماوو مجلسونه، د جهاد میدان او...
دغه هغه وختونه او ځایونه دي، چې الله تعالی د خپل بند سوال پکې ژر قبلوي او د ناهیلۍ غېږ ته ېې نه پرېږدي.
• ترک د ګناهونو وکړئ.
کله هم چې لۀ لوی ذات څخه یو څۀ غواړئ، هغه راضي کړئ د الله (ﷻ) رضایت د ګناهونو او ناروا کارونو پۀ پرېښوولو کې دې.
•دعا به د زړۀ پۀ حضور کوې.
داسې نه چې په خولۀ رب ته زارۍ کوې، او سوچ او فکر دې پۀ دنیاوي چارو کې غرق وي.
• دعا کې تلوار مه کوئ.
داسې نه چې نن دعا وکړئ سبا ته بیا دعا نه کوئ، چې الله تعالی یې نه قبلوي، پرون مې کړې وې هغه کله قبلولې شوې؟! دا عمل د دعا قبلولیت لۀ منځه وړي.
خوږ نبي علیه السلام فرمايي:
ستاسو د هر یوه دعا قبلیږي خو چې عجله ونکړئ او ونه وایئ، چې دعا مې وکړه قبوله نشوه. ( ابو داود)
•دعا به د ګناه او ناروا کړنو لپاره نه وي.
هغه کارونه چې رب کریم منع کړي دي، موږ ته یې لۀ هغو څخه د ځان ساتنې امر کړی، د داسې کړنو د کولو د توان سوال باید لۀ الله تعالی څخه ونکړو، پرځای د دې چې دعا مو قبلوله شي د رب کریم د خپګان او قهر سبب کيږي.
• خوراک به حلال وي.
لوی خدای (ﷻ) د هغه چا دعا نه قبلوي، چې حرام مال خوري.
خو که چیرې یو څوک غایب کس ته دعا کوي، که خوراک او څښاک یې حرام هم وي مهربانه ذات ېې دعا د غایب پۀ حق کې قبلوي.
• ځینې اذکار وکړئ.
درود شریف او ځینې افضل اذکار او کلمې ووایئ، لۀ هغه ورسته د رب درګاه ته لاسونه لپه کړئ.
دا هغه لارښوونې او کړنې وې، که چیرې یې د دعا نه مخکې او د دعا کولو وخت کې وکړو ان شاء الله رب کریم به مو خالي لاس نه پرېږدي.
♣: ولـې زمــوږ دعـــا نــه قبـلېږي؟!
اللّٰه پاک په قرآن کې وايي: ﴿ادعوني أَستَجِب لَكُم﴾ [غافر: 60]
(ای زما بندګانو!) له ما څخه دعا وغواړئ زه ستاسې دعا قبلوم.
موږ ډېر کله دعا کوو، رب ته زارۍ کوو، سوال کوو خو رب کریم زموږ سوال نه قبلوي، خو الله تعالی خپل کلام کې ویلي: لۀ ما څخه دعا وغواړئ زۀ ستاسې دعا قبلوم.
ددې څو لامله دي، ما درته پرې لنډې کرښې لیکلې:
• لومړی خو داچې موږ هغه پورته لارښوونې پۀ ځان نه عملي کوو، کومې چې د دعا پۀ قبلېدا کې ډېرې موثرې دي.
ابراهیم بن ادهم نه چا دا پوښتنه وکړه، چې ولې زموږ دعا نه قبلېږي؟! د هغه ژور ځواب کې فکر وکړئ!
هغه وويل: دا ځکه چي
- تاسو الله پېژندلی دی، خو اطاعت يې نه کوئ.
- تاسو رسول الله صلی الله عليه وسلم پېژندلی دی، خو پيروي يې نه کوئ.
- تاسو قرآن پېژندلی دی، خو عمل پرې نه کوئ.
- تاسو د الله نعمتونه خورئ، خو شکر يې نه ادا کوئ.
- تاسو جنت پېژندلی دی، خو د جنت طلب نه کوئ.
- تاسو دوزخ پېژندلی دی، خو له دوزخ څخه تېښته نه کوئ.
- تاسو شیطان پېژندلی دی، خو له شیطان سره جګړه نه، بلکه پيروي يې کوئ.
- تاسو مرګ پېژندلی دی، خو د مرګ لپاره تیاری نه کوئ.
- تاسو مړي ښخوئ، خو عبرت نه ترې اخلئ.
- او تاسو خپل عيبونه پريښي دي، او د نورو خلکو په عيبونو (لټولو) کي اخته ياست.
[تفسير القرطبي]
• بل لامل دا چې:
الله تعالی د مومن دعا قبلوي، خو د هیلې او غوښتنې پرځای کله ورته ګناهونه پرې معاف کوي، یا اخرت کې ورته نعمتونه پراخوي، او یا پۀ دې مومن راتلونکي غمونو او مصیبونه لرې کوي.
ابو سعید رضی الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وویل:
هر مسلمان چې له الله څخه داسې دعا وغواړي چې په هغې کې ګناه او خپلوي پرېکونه نه وي؛ نو الله له دریو څخه یو ورته ورکوي، یا یې ورته غوښتنه پوره کوي، یایې دعا ورته په اخرت کې زېرمه کوي، یا هغې دعا غوندې کړاو ترې لیرې کوي، صحابه وو وویل: نو ډېرې دعاوې به کوو، هغه وویل: الله تر ټولو زیات ورکوونکی دی.
• ورستی لامل دا چې:
کله یو مومن ډېر پرهیزګاره، متقي، د الله ج امر منوونکی او صدیق بنده وي خو بیا یې هم دعا نه قبلېږي؟!
دغه مومن رب کریم ته محبوب وي، الله تعالی ترې راضي وي، دعا يې ځکه نه قبلوي چې الله ج ته یې دعا او زارۍ خوند ورکوي، رب د ده لۀ بار بار غوښتنو خوند اخلي.(یا الله ته مو د داسې کسانو لۀ ډلې کړې)
او هغه کس چې الله تعالی ترې بد راځي او ترې ناراضه وي، د هغه سوال ژر قبلوي، چې بیا لۀ ما څۀ ونه غواړي، پۀ رب کریم يې غږ بد لږېږي.
ولې زموږ دعا نه قبلېږې؟! دا وو ددې پوښتنې ځواب، لاملونه او حل لارې.
محترم لوستونکیه!
دا وو د دعا د ارزښت، قبولیت او نه قبولیت پۀ اړه لنډې کرښې.
*******
♣: تــــــــوبـــــــه
توبه په شريعت کې پر تيرو ناوړو کارونو او ګناهونو باندې د هغو په بدوالي باندې په پوهيدو سره پښېماني او د تل لپاره د هغو د پريښولو ټينګ عزم او هوډ دى.
توبه په اسلام کې ډېر لوى ځای لري او علمای کرامو د قران او حديثو پر بنسټ فرمايلي دي، چي له ګناهونو څخه توبه سمدستي واجب ده.
محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وايي:
ټول بني آدم(انسانان) خطاکار دي، خیر د خطاکارو توبه کوونکي دي. (ترمذي)
یعنې ټول انسانان بغیر لۀ انبیاوو نه ټول ګناهګار او تېروتلي دي، خو کامیاب انسانان توبه ایستوونکي دي.
رښتینې توبه ټول ګناهونه لۀ منځه وړي، د الله تعالی قهر پۀ خوښۍ بدلوي، د رب کریم عذاب پۀ رحمت بدلوي، او مسلمان لۀ ګناهونه پاکوي.
حدیث شریف کې راځي:
توبه ویستوونکی لۀ ګناه داسې ده، لکه چې ګناه یې نه وي کړې. (ابن ماجه)
• الله تعالی پۀ تـــوبــه څومره خوشحاليږي؟!
علماو لیکلي:
الله ج پۀ توبه دومره خوشحالیږي، لکه یو مسافر چې پۀ خوفناک بیابان کې روان وي، لۀ خوراک، څښاک او ټول اړتیا وړ شیانو بار اوښ هم ورسره وي، او پۀ سلګونه میله نژدې کور، آبادي او انسانان هم نه وي. اوښ یوې ونې پورې وتړي او دی د ضرورت رفعه کولو لپاره لږ لرې لاړ شي. کله چې راځي ویني چې اوښ تښتېدلی او ورک شوی. دغه مسافر ټول ځنګل او بیابان پسې ولټوي، پۀ موندلو یې ځان ډېر ستړی کړي، ساعتو ساعتو پسې وګرځي خو پیدا یې نه کړي، بیرته ناهیلی هغه ونې ته چې اوښ یې پورې تړلی ؤ، پۀ دې امید راشي او څملي چې شاید اوښ بیرته همدلته راشي.
کله چې لۀ خوب راویښ شي، ګورې چې اوښ ېې لۀ ټول سامان سره سلامت بیرته راغلی او د ده خواته ولاړ ده. نو دغه مسافر دومره خوشحال شي، چې لۀ ډېرې خوشحالۍ نه یې خوله غلطه شي او ووایي: چې اې الله تعالی بیشکه چې ته مې بنده او زۀ دې خدای یم. (العیاذبالله)
نو دغه مسافر به خپل اوښ پیداکېدو ته څومره خوښ شي، الله(ﷻ) دخپل بنده توبې ته لۀ دې نه زیات خوشحاليږي.
♣: څۀ وکړو، چې رب مو تــوبه قبوله کړي.
• هغې ګناه نه چې توبه ترې باسو، سمدستي پرېښودل.
• پۀ کړې ګناه پښېماني او شرمندګي ښکاره کول.
• ټینګ عزم او هوډ کول، چې راتلونکي کې به دا ګناه نه کوم.
• که حقوق العباد دې ضایعه کړي وې، یا دې پۀ چا ظلم، زیاتی کړی وي مال دې ترې خوړلی وي، لۀ هغه کس نه بښنه غوښتل او بیرته یې خپل حق ورکول.
• پای کې لۀ خپل رب نه د زړۀ لۀ اخلاصه مغفرت غوښتل، ژړل، زارۍ کول او خپله ملامتیا او نا تواني ورته ښکاره کول.
درنو لوستونکوو!
راځئ موږ هم لۀ رب کریم نه مغفرت وغواړو، پۀ تېرو ګناهونو باندې پښېمانتیا ښکاره کړو. خوږ رسول صلی الله علیه وسلم وایي:
کامیابي/ خوشحالي ده هغه چا لپاره چې اعمال نامه کې ډېر استغفار ومومي.
هغه بې لارۍ او شرکشۍ چې موږ کړې، د هغو د دبښنې لپاره رب ته وژاړو.
دوه څاڅکي الله ج ته ډېر محبوب دي، یو د شهید د وینې څاڅکی، بل د هغو اوښکو څاڅکی چې د الله تعالی لۀ وېرې توی شي.
راځئ!
مبارکه میاشت ده، د اسلام د سرلوړۍ سوال وکړئ، مسلمانانو ته لۀ دې شرمېدلي حالت نه د خلاصون دعا وکړئ، پۀ افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ د اسلام او اسلامي شریعت د حاکمیت لپاره رب ته زارۍ وکړئ، د اسلام او د رب کریم د قانون پۀ خلاف د راپیدا شویو ایډیالوژیو او مفکورو لکه: ډیموکراسۍ، سیکولریزم او نور طاغوتي پدیدو د نابودۍ لپاره د کائناتو څښتن ته لاسونه لپه کړئ.
د هېواد د سرلوړۍ، ښیرازۍ او آرامۍ لپاره دعا وکړئ.
د ژورې مبارکه میاشت پۀ تمامېدو ده، لۀ زړۀ لۀ اخلاصه د تېر ژوند د ګناهونو، نافرمانیو بښنه لۀ الله تعالی څخه وغواړئ، هسې نه چې د رسول صلی الله علیه وسلم او د جبرائیل آمین د بد دعاوو ښکارشوو، چې:
هلاک دي شي، هغه کس چې روژه پرې تېره شي او ده ته مغفرت ونشي.
وروستي