ولسمشر غني کابل کې ایټالیا سفیر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ 



روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، افغان ولسمشر د افغانستان لپاره ايټاليا سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه او نوموړي ته يې د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ. 

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ایټالیا سفیر روبیرټو کانټوني سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړ."

ولسمشر غني د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د مرستو او دوستانه اړیکو په برخه کې د ایټالیا د سفیر هلې ځلې وستایلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه.

د ایټالیا سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختبا او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ