دوستم ته د مارشالي ګنګوسې؛ پر ملي القابو او رتبو معامله نه بښونکي خیانت ده!

وروسته له زیاتو ټاکنیزو ناندریو، سیاسي کښمکښونو او فشارونو بلاخره ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د یوه نیسبی بین الافغاني ډیالوک په هڅه کې د یوه بل ګډ حکومت پر جوړولو سره سلاه شوی دی.

ولس خوشبینه ده او تمه لری چې دغه سیاسي جوړجاړې یوځل بیا د ملي یوالي د دوه سرې حکومت ترخي تجربی تکرار نه کړې او تر ډیره سولې ته چې د افغان ملت ملي لومړیتوب، ولسي غوښتنه او یوازنۍ هیله ده کار وکړې، د تیر له اشتباحاتو عبرت واخلي، پر خپل ولس تکیه ولری او سولې ته د رسیدو له لارې د یوه پر امن، یو بل زغمونکي، سیال او یوموټی افغانستان بنسټونه رامنځته او د پایښت شلیدونکي مراندی یې پری ټینګي کړې.

ولي د دی ټولو خوشبینیو سربیره، یوشمیر اندیښني هم شته چې دواړه ډاکتران باید لدغه تاریخی اشتباه څخه ځان وساتي، پر هغه معامله د ولس سرو کرښو ته سپکاوی، د بشری ارزښتونو ترپښو لاندی کول او پر ټوله کې یو نه زغمونکي خیانت او معامله ګری ده.

چې یو لدغو اندېښنو جنرال دوستم ته د مارشالي لقب یا رتبي ورکړه ده.
موږ که څه هم د افغانستان ټول قامونه د خپل وجود نه بیلېدونکي برخه ګڼو، د هغوی وجود د یوه ځواکمن افغانستان حتمي شرط بولو، د هغوی سرښندني او له ګران وطن سره د ميني او ژمنتیا ریښې یې د افغان وطن د ثبات او پایښت بنسټونه بولو او بلاخره هېڅ څوک د افغانستان هېڅ با شرف قام د واحد افغان وطن له وجود څخه نشي شکولای.
پرهمدی بنسټ د قامونو مسله او د د بهرنیو جواسیسو حساب سره بیل دی، هیڅ قام د قومونو د سوداګرۍ دوکاندارانو ته کله هم د دغه عزتمندو قومونو او قبیلو د استازولۍ جواز نه ده ورکړې او موږ ته د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت او د هزاره افغان حیثیت د متحد، په ځان بسیا او ځواکمن افغانستان په مانا ده.

پردی بنسټ زموږ لیدلوری د دغه ناروغیو څخه پاک او ډاکتر غنی او عبدالله که پدغه بنسټ د دوستم په څیر بدنامانو، د زرګونو افغانانو قاتلانو، د حکومت او نظام سره د بد عهدۍ بېلګو او د ازبک د درانه قام څخه پردو ته د مارشالۍ دا ملي او معنوی رتبه یا سیاسي امتیاز ورکوی له هیڅ اړخه د منلو، توجیی او حتی د مارشالۍ سیاسي ـ ملي امتیاز ته سپکاوی ده.

داځکه مارشال هغه څوک ده چې د یوه ملت په ګټه یې یوه برخلیک ټاکونکي بهرنۍ جګړه رهبری کړې او ګټلی وی، هغه چې دغه بهرنی جګړه د بهرني یرغل او اشغال پر وړاندی د یوه آزاد او ژوندی ملت د دریځ په موخه رامنځته شوی وی.

مارشال باید پدغسي جګړه کې ملي ژمنتیا ولری، ټول منلي شخصیت ولری، د جګړې هنر او یوه ځواکمن ستراتیژیست وی، مارشال یعنی د فکرونو جوړونکی، د جګړې د لومړی کرښې قومندان، ریښتونی ملی مبارز او پر ټوله کې د یوه ملت سیاسي آزادۍ او ملي وجود ته متعهد او د بهرنی یرغل او اشغال پر وړاندی د ملي دریځ اصلي او پریکړه کوونکی طرف وی.

هغه چې د دی ډول شخصیت یوازنۍ بیلګه مارشال ځوکوف وو.
هغه پر لومړۍ نړیواله جګړه کې یو ځوان مبارز وو، د روسیې او جاپان په جګړو کې قومندان وو، هغه د فاشیزم د لښکرو پرخلاف یو له نوموتو اتلانو او د دویمی نړیوالۍ جګړې یو له فاتحو قومندانانو څخه وو، د ځوکوف سرتیرو له فاشیزم څخه د نړۍ د خلاصون بیرغ په برلین کې د هیټلر پر ماڼۍ راځوړند کړل او دویمه نړیواله جګړه یې پایته ورسوله.

پر همدی بنسټ مارشال او مارشالي یو سیاسي امتیاز نه بلکي یو ملی ویاړ، مسوولیت او امتیاز ده، چې ملتونه یې د خپلو دولتونو له لوری خپلو واقعي اتلانو او د ملي نوامیسو ساتونکو ته ورکوی.

پر دی بنسټ موږ د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د وروستۍ روغي جوړ‌ې او سیاسي جوړجاړې هرکلي کړو، د سولې په برخه کې د وطن پر مصلحت یې ګڼو، د ډاکتر عبدالله بیا ـ بیا ځان تیریدنه د ملي ګټو او د افغان وطن د ملي مصالحو په برخه کې د ستاینی وړ دی ولي دوستم ته د مارشالۍ ورکړه خیانت، اشتباه او د افغان ولس د آرادی سپکاوی ګڼو.
ډاکتر عبدالله او غني دی د قدرت له ونډو څخه ازبک، ترکمن او ټولو قومي لږکیو ته د دوی د ونډی او تناسب پر بنسټ برخه او حتی یوشمیر ځانګړې امتیازات ورکړې مګر مارشالي نه.

ځکه نور باید د افغان ولس قاتلان ونه ستایل شي، موږ د هر هغه چا سره د عدالت تمه او غوښتنه لرو چې بی ګناه افغانان یې پرته له هیڅ توپیره ځورولي، وژلي او د هغوی کرامت ته یې سپکاوی کړې وی، ولي کله چې د دښتي لیلۍ او جنګي کلاه قاتلان دوستم او مالک پهلوان ته د افغانانو د وژلو په ټس کې پر رتبی، واک، څوکۍ او امتیازاتو بدرګه کیږی دانو بیا خیانت مطلق ده، هغه چې د دغسي اعزازونو عاملان به خدای ونه بښي، د ملت په نزد به منفور وی او د تاریخ پر وړاندی به مخ تور او سر ټیټي.