د افغانستان روان وضیعت او سیاسي کړکیچ

افغانستان روان وضعیت او د واک پر سر د سیاسیونو اختلافات هغه څه دي چې لوی بحران رامنځته کولای شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني تېر پنځه کلن مزل او هغه تېرې ټاکنې د یو داسې سیاسي کړکیچ ښکار شوې، چې ثمره به یې تر آبده خوار افغانان ځپي، په ولسواکي نظام کې د قومیت مفکورې ته رنګ ورکړل شو، د ډیموکراسۍ، ولسواکۍ، اساسي قانون او د هېواد نور نفذه قوانین په بشپړ ډول تر پښو لاندې شول، ارګ تږي محمد اشرف غني د افغانستان د اساسي قانون خلاف دوه سری یعنې د ولسواکۍ نظام په داخل کې اجرائیه ریاست رامنځه کړ، نیم واک یې ولسمشر اشرف غني او نیم واک یې ډاکټر عبدالله په واک کې ورکړ، چې له امله یې د ولسمشر سره د ولس مینه کم رنګه شوه، ځکه ولس په دومره بحراني حالت کې ولسمشر ته رایه ورکړې وه، چې په مقابل کې د ولس د کړو ژمنو سره لوبې وشوې.

د خپلې پنځه کلنې دورې په پای کې بابا يو ځل بیا انتخاباتي ویناوې پېل کړې، د ولس هیلې یې سرې کرښې وبللې او د ولس په جامه کې یې په رنګ رنګ وعدو سره ولس پر ځان باوري کړ، بابا ولس ته دې نورو پرختیایي، زربنایي، زراغتي او هوایي د هلیزونو ترڅنګ د واک په سر دې نه معاملې وعده هم ورکوله؛ خو د بابا دا دور تاریخ ته دومره مخ توری وو، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۸هجري شمسي کال ولسمشریزو ټولټاکنو کې دوه منتخبو ولسمشرانو جلا جلا لوړې مراسم ترسره کړل، چې د نړیوالو رسنیو سر ټکی وبلل شوو، بېلابېلو رسنیو کې پرې د سرمقالې کرښې تورې شوې.

د اساسي قانون ترڅنګ د انتخاباتو په قانون کې چې کله کوم نوماند یو جمع پنځوس رایې وګټلې، هغه منتخب رایس جمهور دئ، مګر په خپله د ولسمشر اشرف غني تېر پنځه کلن دور دومره کمروزئ وو، چې ویې نه شول کولای چې مخالف نوماند چې رایې کمې وې مخه یې ونیسي، چې د دې سره ډاکټر عبدالله عبدالله هم د غني سره یو ځای په یو وخت کې لوړه وکړه.

د تېر دور په څېر ولسمشر اشرف غني او بهرنيان یو ځل بیا واک ته تسلیم شو، د بهرنیو استخبارتو تر اغېز لاندې راغی، چې یو ځل بیا ډاکټر عبدالله ته په حکومت کې ۵۰ فیصده واک او قدرت ورکړي، ترڅو بهرنیان د موقع څخه په استفادې خپلې موخې وپلټي او ځان ورته ورسوي، د ولسمشر دا کار ځکه نا سم دی، چې تر اوسه په هیڅ کوم داسې هېواد کې دوه ولسمشران او دوه سری حکومت نه دی رامنځته شوی. بله دا چې په خپله د تېر په څېر د ولسمشر سره هغه رنګ مینه ولس نه ښايي لکه څنګه چې پخوا ورسره وه، یعنې په دغه کار سره به د هېواد په شته نظام کې ډېر کړکیچونه او بحراني حالت رامنځته شي.

له دې وروسته کرونا یا وبا هغه څه وو، چې نړۍ ته یې بل رنګ ورکړ، چې په دې سره د افغانستان سیاست، اقتصاد، مالداري، کرنه، ښوونه او روزنه او شته نظام د کمزورتیا سره مخامخ شو. سیاسیونو هم د کرونا څخه بېلابېلې ګټې پورته کړې، چې دلته یې یادول اړین نه بولم. غواړم چې د کرونا بېلابېلې بڼې تشریح کړم:

سیاسي: په دې مانا چې ټول دفاتر بند شول، شته نظام ورسره د کمزورتیا په لور دوام وکړ، ښوونیز نظام بحران سره مخامخ شو، د طالبانو او دولت ترمنځ د بندیانو خلاصون، همداسې د سولې خبرې چې له خنډ سره یې مخامخ کړې.

اقتصادي: کرونا ته یو ډول تجارت ورکړل شوی، همدا د خلکو تبلیغات وو، چې کله به یې ویل، وړه لوړل شول، تور چای وڅښئ، په لاسونو نکریزې ولګوئ، یعنې دوی په لوړ معیار وغوښتل، چې اجناسو ته تبلیغات وکړي، هغه په عام ولس هسې عبس وپلوري.

فکري: دا خو مالومه خبره ده، چې په لویه کچه په نړۍ کې د کرونا په اړه تبلیغات کېږي او لا دوام لري، چې د فکري جګړې نوم هم ورکول کېږي. یعنې د خلکو فکري قوت د یو لوی ناورین سره مخامخ کوي.

اسلامي: په اسلامي تاریخ کې د دوهم ځل لپاره بیت الله شریف له طواف خالي کړل شو، حرمین شریفین بند کړل شول، د رمضان المبارک په مبارکه میاشت کې خلک د عمرې او په حرمینو کې له اعتکاف کولو بې برخې شول او آن داسې تصور هم کېږي چې شاید سږ کال خلک د اسلام مبین دین د پنځمې فریضې(حج) کولو څخه هم محرومه پاتې شي، په زیاترو آسیاسي هېوادونو او افغانستان ډیرو ولایاتو کې جوماتونه، عبادات خانې او نور ځایونه وتړل شول، ان په بنګلادیش کې د جامع لمانځه څخه اشخاص په وهلو راؤیستل شول.

ټولنیز: بیا ښکاره خبره ده، چې په لویه کچه وبا یا کرونا نړۍ له یو لوی ناورین سره مخامخ کړه، هر څوک هڅه کوي چې په خپله ځان وژغوري، ځانونه قرنطین کړي، ځکه دولت دومره اقدامات نه لري، چې شته ستونزو په حل کولو کې ګټه وکړي، که وي هم هغه به ټول سیاسیون او چارواکي په خپلو منځونو کې سره تقسیم کړي او جوبونه به ترې ډک کړي.

لنډه دا چې کرونا شته نظام له خنډ سره واقع کړی، چې له هم ورځ تر بلې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتېږي.