ایران پر طالبانو د نفوذ بدل کې څه غواړي؟

 د ایران سرحدي عسکرو لخوا ژوندي افغان مهاجر اوبه ته غورځولو پر وړاندې د  افغانستان اسلامې جمهوري دولت او امریکا متحده ایالاتو د  بهرنیو چارو وزیر سخت غبرګونونه ښکاره کړل،  پمپیو له افغانستان  وغوښتل چې د ایران سرحدي عسکرو لخوا ژوندي افغانان اوبو ته غورځول دې جدي وڅیړل شي. په عین حال کې دوحې ته د افغانستان سولې لپاره  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیل زاد تازه  سفر چې په ترڅ کې یې د طالبانو سیاسي دفتر مشرانو سره  د تاوتریخوالي پر کمېدو، زندانیانو آزادولو، د کرونا پخاطر بشر دوستانه اوربند اعلان او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل خبرې او بحث وکړ.  ایران د خلیل زاد سفر سره سم اعلان وکړ  چې  د افغانستان لپاره د ایران بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان او د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال ملا برادر د افغانستان سولې په اړه  د تیلفون له لارې خبرې اترې کړې دي. ایران د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو سره له اړیکې او خبرو کولو او په کابل کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د پورته شوي سیاسي بحران منځګړیتوب لپاره کابل ته د طاهریان سفر وروسته ظاهراْ امریکا او افغانستان ته پر طالبانو خپل نفوذ، د سیمې سیاسي معادلاتو که د ایران رول او د سولې پروسه باندې د ایران ممکنه اغیزې ښیي.
 
بلخوا د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ  د هوکړه لیک مراسم له ایران پرته د افغانستان ګاونډیو هیوادونو پاکستان، قطر، ترکیې، هند، ازبکستان  او تاجیکستان  استازو په حضور کې ترسره شول. د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هوکړه لیک مراسمو وروسته اعلان وکړ،  چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه  په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دائمي ساتلو لپاره یو تمثیل و چې ترسره شو.  ایران له تړون  وروسته په دې  لټه کې دی چې امریکا، ناټو غړو هیوادونو او طالبانو ته وښيي چې د افغانستان سولې پروسې څخه د ایران لرې ساتل، روانه  پروسه څومره خنډ سره مخ کولی شي. او ایران عملآ دا ثابته کړه چې د ایران نه شتون کې به په سیمه او په ځانګړي توګه ګاونډي هیواد کې د هر ځواک پر وړاندې خنډ رامنځته کړي د بېلګې په توګه د افغانستان انتخاباتي او سیاسي بحران کې د ایران لاس وهنه او د عبدالله د تحلیف مراسم کې په افغانستان کې د ایران سفیر ګډون هغه څه دي چې ټولې خواوې باید پرې بحث وکړي همدارنګه د  کلونو راهیسې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره د نظامي تجهزاتو برخه کې د مرستو اړیکې او سابقه  لرل، او د ایران له لوري طالبانو ته واضح ویل که ایران په روانو سیاسي معاملو کې لرې وساتل شي،  د طالبانو تحریک ترمنځ به لوی درځونه رامنځته کړي،  دغه راز طالبان چې یو منسجم او یو ادرس نه درلودنکې ډله ده  د ایران ګوتڅنډنې  له پامه نه غورځوي او دوی دا درک کوي که ایران ورسره مخالف لوري کې ودریږي، نه یوازې د طالبانو دريځ به ضعیف کړي  حتی د دې امکان شته چې د طالبانو ځینې ډلې او قومندانان چې مستقیما  د ایران له سیاسي ملاتړ او نظامي مرستو برخمن دي د دوحې تړون پر ضد را پورته کړي.
 
ایران د افغانستان نږدې ګاونډي په توګه او د سیمه ییزو سیاسي معادلاتو د تغییر د یوه لوی  قدرت په حیث نه دی  توانېدلی چې د افغانستان سولې پروسه کې خپل وړ او لازم ځای تر لاسه کړي بلخوا د افغانستان سولې پروسې کې د ایران نه شتون دا ښيي چې د افغانستان  د سولې  پروسه د نړیوالو قدرتونو په لاس یوه بله پروژه ده چې اګاهانه او قصدآ  نه غواړي چې ایران د افغانستان سولې پروسه کې دخیل اووسي. 
 
خو پوښتنه پیدا کیږي چې د افغانستان سولې پروسې کې د ایران نه شتون کومې ستونزې پیدا کولي شي؟  او د ایران  دخیلیدو په صورت کې څه اغیزې لرلی شي؟
 
لومړی که ایران د افغانستان سولې پروسې کې دخیل شي، غواړي د افغانستان د نږدې ګاونډي  او د سیمې د یو لوی قدرت په صفت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو صورت کې،  حاضر دی چې هر قیمت پرې کړي او د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان په شان رول لوبولی شي. امریکا چې د کلونو راهیسې په ایران کې د نظام  بدلون لپاره هڅې کوي تر ټولو نږدې او محفوظ ځای افغانستان بولي همدارنګه ایران همدې ټکي ته په پام او اندېښنې غواړي هر څومره  ژر چې امکان لري  د بهرنیو ځواکونو  په خاصه توګه د امریکا نظامي  حضور په افغانستان کې کم او یا پای ته ورسوي په داسې صورت کې که چیرې طالبان له افغان حکومت سره سوله کوي د ایران په ګټه تمامیږي، ځکه چې ایران له طالبانو سره د کلونو راهیسې د پټو او ښکاره اړیکو مخینه لري دوی کولی شي د طالبانو په وجود  او د امریکا په نشتون کې خپل هغه مقاصد او موخې چې په سیمه او افغانستان کې لري په اساني او ډاډمنه فضا کې تر لاسه کړي.
 
دویم که چیرې ایران د افغانستان سولې پروسې که دخیل نه شي، دوی به هڅه وکړي چې د منځني ختیځ هیوادونو روان سیاسي بحران او جګړه د افغانستان سره ونښلوي. د قدس سپاه پاسدارن  مشر قاسم سلیماني له مرګ وروسته  اسماعیل قاآني د سلیماني  ځایناستې په توګه ټاکل چې د منځني ختیځ په پرتله افغانستان سره ډیر پیژنګلوي لري ښکاره پیغام لري چې نور د ایران توجع د منځني ختیځ په پرتله افغانستان ته ډیره شوې ده، لکه څرنګه چې ایران کې هر ډول تغییرات  او بدلون مستقیم د افغانستان پر ملي امنیت، سیاسي او ټولنیزو مسایلو اغیز لري دغه ډول ایران هم په افغانستان کې د هرډول ادلون بدلون په صورت کې بې اغیزې او بې عکس العمل نه شي پاتې کیدلي. اوس نو دا د افغانستان د بهرني مقتدیرانه  او ستراتیژیک سیاست پورې تړاو لري چې څه ډول د نړیوالو او سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ انډول ساتلو سره د هیواد ملي امنیت او منافع خوندي ساتلي شي او د یو آزاد او خپلواک هیواد په حیث د افغانستان سولې پروسه چې سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري، د سمیې او نړۍ هیوادونو ته رول ورکړي په ځانګړې توګه، چین، هند، روسیې او ایران رول معلوم، او د سولې لپاره سمیه ییزه او نړیواله  اجماع رامنځته کړي.